جانان: درنو ښاغلیو الهام الحق یاسیني، عزیزالله رحیمي، اسدالله زمری او محمدالله تبسم خوشحاله اوسی چې جانان سره خپله مینه د لیکونو له لارې ښکاره کوی خو متاسفانه چې ستاسې لیکونه مو ونه شول لوستلای هیله ده په راتلونکي کې خپل لیکونه په داسې پښتو فونټ ولیکی چې موږ یې ولوستلای شو.

راليږونکی :fazah ghani haqmal
د راليږونکي پته :fazalghani_haqmal@yahoo.com
نيټه : 12-03-2007

ښاغلی عزت الله شمسزی صیب :
غرونه غرونه سلامونه مې ومنه .
روغ جوړ اوخوشحاله اوسې
زه ستاسې ویبلاګ هروخت ګورم اومطالب یې لولم ،ډیر ښه او په زړه پورې معلومات مو ورکې راغونډ کړي ،په زیاراوهڅو موبرکت شه
بریالیتوب اونیکمرغي مو غواړم .
مننه
فضل غني حقمل /کابل

جانان: خوشحاله اوسې وروره، زما هڅه خوتل دا وي چې د خپلو پښتنو ورونو لپاره هر هغه څه پیدا کړم چې دوی ترې یو څه زده کړي او ګټه ترې واخلي دا چې په دې کار کې به څومره بریالی شوی یم زه پرې نه پوهېږم خو هیله لرم چې ساده جانان ستاسې خوښ شي.

کامیابه اوسی

راليږونکی :محمدحنيف حيران
د راليږونکي پته :hanif_hairan@yahoo.com
نيټه : 03-03-2007

سلام شمسزی جانه،
سه حال دی ګرانه.ډېره موده وشوه،چې نه مي دي درسره ليدلي.نه ولې نه ګرانه هره ورځ دې وينم خوچرته؟په جانان کې خودلته مې ګيله وشي،چې ( دپکتياپه ډاک کې)باندې دې نه مبارکي راولېږله اونه دې څه پرې وليکل.زماخورښتياوايم دزړه سرېې.دشپې په غېږکې دې هروخت لولم.
اوس چې قدم اخلم يوځل وړاندې اووروستوګورم
څه ماشومتوب وچې ثواب وبال مې نه پېژانده.
داسې مې نورهم ستاسې ډېرشعرونه په خپل کتاب (کږنې اوانګېرنې) کې راوړي دي.همدارنګ نزدې ټولې ليکنې دې ګورم.په پښتولنډيوکې ښځينه محروميتونه.... دامې نوډېره خوښه ده.په هرصورت په موږهم لږلږخيال کوه.اودپکتياډاګ ته راځه.په تلپاتې مينه.
وروردې حيران،پېښور

جانان: حیران صیب سلامونه دې زما پر لیمو، باور وکړه چې دا څه موده له انټرنټ نه لږ څه لرې وم او همدا یې لامل و چې د ځینو ملګرو له نوښتونو هم نه خبرېدم خیر وایي یار زنده صحبت باقي، د پکتیا په ډاګ کې مبارکي نه ځړیږي، همدا اوس یې درته مبارکي وایم هیله ده داسې یې پرمخ بوځې چې مینه وال یې تل یاد وساتي.

تل ګړندي اوسی

راليږونکی :mujeeb angaar
د راليږونکي پته :angaar3@hotmail.com
نيټه : 18-02-2007

شمسزی صيب سلامونه مې ومنئ! ياره دا د پښتو شعر وليکو که نثر؟ موضوع باندې دې تبصرې بندې کړې والله خلک دې همداسې ډک زړونه پرېښودل.

جانان: یاره مه خپه کېږه. نورې موضوعګانې ډېرې دي هیله ده تبصرې پرې وکړی

راليږونکی :محب الله اسرار
د راليږونکي پته :mohib_israr@yahoo.com
نيټه : 18-01-2007

ګرانه شمسزيه! له کومې ورځې دې چې راباندې دې جانان د راتلو زيرۍ کړى دى له خوشالۍ نه په جامو کې نه ځاييږم. او وبخښۍ چې له جانان سره دومره مصروف شوم چې ته او ستا زيرى مې له ياده ووت. اوس نو ته وايه چې په زيري کې څه غواړې؟ د لغمان د میلمه پالو په ديره کې بنډار او که د لاهور شاهي کلا ته ورڅيرمه پنځه پوړيز هوټل کې ګرم مصاله دار خوراک.

که جانان هرڅومره خايسته شي خو مين يې په زلفو کې د لا ښکلا لپاره د ګلانو په لټون کې وي نو ما هم د جانان د اوربل لپاره يو ګل د اسلام او د نورو مذهبونو دپرتله ايزبحث لړى چې د ښاغلي ډاکټر ذاکر نايک له خوا خپريږي خوښ کړى دى. که جانان نوموړۍ ګل خوښ کړ نو ډير زر به يې ورته وخت په وخت ډالۍ کوم.

په ډيره مينه او د جانان د لا ښکلا په هيله

محب الله اسرار

جانان: اسرار صیب وایې چې کله ښه کار کوې نو له چا نه پوښتنې ته ضرورت نه شته. زه وایم ګوړه که له هرې ډډې وڅکې خوږه وي انتخاب ستا او تګ زما.

مننه له لیک نه مو

 

راليږونکی :رحمت الله کوثر
د راليږونکي پته :r_kawsar@hotmail.com
نيټه : 26-09-2006
IP : 62.192.147.222
ګران او زړه ته راتير شمس زی صيب!
هيله لرم چې جوړ او روغ وې، د ويبلاک په کتلو دې ډير خوښ شومه، الله دې نور هم بری درکړي، ښکلي توکي دې په کې راټول کړي دي، د يوويشتمې پيړۍ له جادوګرې تيکنالوژۍ څخه ډيره مننه چې ستا ويبلاک مې د کمپيوټر په سکرين کې پروت دی او په خوند يې لولمه .
بری او خوشحاله ژوند درته غواړمه
رحمت الله کوثر
بدخشان ، افغانستان
جانان:
کوثر صیب ته هم  بلا کوې، نه ایمیل او نه ټیلفون، د هوسۍ مجله  خو به کومه یوه درسره وي هلته د ټولو لیکوالو ټیلفونونه او ایمیل ادرسونه شته، په یوویشتمې پېړۍ کې بدخشان تر خوست هم نږدې دی باور وکړه ډېر نږدې، ته خو همدا اوس  په دې نومره یو غږ وکړه (۰۷۰۶۰۲۵۰۴) او بیا وګوره چې د غږ ځواب څوک درکوي.
دا مې هسې په چل کې خپله نومره درکړه، مننه له پیغام رالېږلو، خوشحاله شوم چې په ډېره ښکلي طبعي سیمه کې اوسېږي، اوس به  دې نو د شعرد تولید بازار ښه ګرم وي.
بری دې غواړم


راليږونکی :عبدالهادي حيران
د راليږونکي پته :ahhairan@yahoo.com
نيټه : 26-09-2006
IP : 202.147.176.70
ياره شمسزى صېبه، مبارک شه. ډېر ښه شو چې وېبلاګ دې جوړ شه. هيله لرو چې د خپلو ښو خاطرو څخه به مو همدغسې خبر ساتې. خو دا سړى څوک ؤ چې ستانه مير زهير ته يې د بلې دنيا سړى وايه؟
ورور دې
ع. حېران
جانان:
مننه حیران صیب، لیدلی مې نه یې خو د کندهاریانو خبره ښه بیداره راته ښکارې، په لږ وخت کې دې ډېر ې فرهنګې لاسته راوړنې درلودې،  دهغه سړي د ایمیل ادرس به درولېږم بیا ورسره ګپ شپ ولګوه ډېر ټوکي دی، داسې خبرې به ترې واورې چې  تر ډېره عمره درسره خاطره پاتې شي. هو خو دا وعده به کوې چې ادرس به یې بل چا ته نه ورکوې .
هڅاند اوسې

راليږونکی :عبدالهادی \"حضرت زی \"
د راليږونکي پته :hazratzai@gmail.com
نيټه : 26-09-2006
IP : 82.205.190.30
ګرانه وروره شمس زی
ستا د ویببلاګ په لیدو سره ډیر زیات خوشحاله شوم او زه خپل د زړه د کومی مبارکې تاسی  ته وړاندې کوم موږ ټول خپلی هڅې کاروو تر څو لا ډیر موضوعات را ټول کړو چې دغه سایت چې تاسو برابر کړی لا پرختیا ومومی .

په درناوې
ډاکتر عبدالهادی

جانان:
هو ګرانه همکاري وکړﺉ، اورېدلي به مو وي چې پښتو ژبې سره  د یوې بهرنۍ ژبې په څېر چلند کېږي، که چېرې  پښتانه مټې را ونه نغاړي نو خدای  مه کړه دصدیق افغان هغه پوچه فلسفه به رښتیا شي چې ویلي یې وو، پښتو به د نړۍ د ژبو له کتاره په نږدې وخت کې ووځي. مننه له لیک رالېږلو څخه مو.
بنډارونه مو تاوده اوسه

 

راليږونکی :mirwais omarkhil
د راليږونکي پته :mirwais_ngr@hotmail.com
نيټه : 26-09-2006
IP : 83.102.193.178
سلا مونه او نيکي هيلي ٦nbsp;

ګرانه هسي خو پخوانه مو سره روغ بړ درلوده ډيرو سلامونوته هم اړتيا نشته
له هيواده لري د پرديسي په ژوند کې هرشيبه مي دهېواد د ملي ژبي يعني پښتو ويب پاڼی کتلی چي ستا پرهېلو ولاړ جانان باندې مې سترګه ولږيده ، اخ جانانه څومره راته ګران يې ، چې هره شيبه دې يادوم ژړا راځينه
دا مي هسي درته د يو ملګري دخولی خبره وکړه رښتيا راباندې وايي ډيرخوشحاله شوم ، دامې خپل پښتوسره قسم کړی ، اي جانانه ستا لپاره ، نه دې هېروم له زړه نه راته ګران يي ، ته نه شمزيا ستا ژبه هو داحمدشاه بابا ژبه يادوم اوبس
دا هرچاته ګران ، او دامې د زړه خبره نوځکه دې ستايم ، ستايم که دې نه ستايم نو ستايم به دې ستايم ؛ په لوی خالق دې سپارم٦nbsp;
ميرويس عمرخيل
مسکو ښار ، ميکلايا ميکلوخ
روسيه جاجج
جانان:
ورځو د تورو غرو تر شا ویدې جذبې ويښوو
که مو ملګری څوک په دې اخلاص شي زړه ورکوو
عمرخېل صیب! زما او ستا تر یارانې زما او ستا د احساس یووالی ډېر ښه دی، زما ژبه ستا ژبه هم ده او زما هېواد ستا د خاپوړو ځای هم دی. زه هیله لرم هر څه به په ګډه ګالو، که ښې ورځې وې هم به سره ملګري یو او که پر موږ او زموږ پر قوم لکه د اوس په څېر نامنلي تپل کېږي هم به دا دردونه په شریکه زغمو. هیله لرم خوشحاله او سوکاله ژوند ولرې.

راليږونکی :زړګی ؛صاحبی ؛
د راليږونکي پته :zilgai99@yahoo.com
نيټه : 26-09-2006
IP : 82.205.190.30
ګران  شمس زی صیب!
تر ټولو لومړی د دغه سایت بلاګ  د جوړولو له امله تاسو او نورو ټولو افغانانو ته مبارکې وایم هیله ده نور موضوعات هم په کې زیات کړې.

په درناوی
زړګی صاحبی

جانان:
ګرانه زړګیه!
که مو په یاد وي د طالبانو په وخت کې د هیلې مجلې یو ځانګړی نوم درلود، په افغانستان کې ډېرو کمو لوستونکو کولای شو هیله مجله لاسته راوړي، زه درسره ژمنه کوم چې دهیلې په مجله کې چې مو څومره جالب شیان پیدا کول، همدومره به په دې بلاک کې هم پیدا کړﺉ، زه دا نه وایم چې ټول به زما مطالب وي، خو ښه موضوعات به خامخا ترجمه کوم.
منندوی مو یم

ګران قانع صیب ته هم د مننې او ستاینې وړ یې چې له کندهاره دې جانان ته لیک رالېږلی، د نارنج بڼ دې سمسور اوسه.