janan janan

Profile Photo

پر ۱۳۵۸ لیږدیز لمریز کال د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ په کنده راجایي نومې کلي کې زیږېدلی یم.
زده کړې مې په پاکستان کې پای ته رسولې او له اوو کالو راهیسې په فرهنګې کارونو بوخت یم ، د هیلې مجلې مرستیال ، د کاوون اوونیزې مسوول مدیر او همدا راز له ۲۰۰۳ م کال راهیسې په بیلابیلو نړیوالو ټولنو کې مطبوعاتي مسوول او ویاند په توګه کار کوم . له ۲۰۰۰م میلادي کال راهیسې بېلابېلو ملي او نړیوالو ورځپانو ، مجلو او ویب پاڼو سره همکاري لرمه . په درېيو ژبو [پښتو، دري او انګلیسي] لیکنې کولای شي .

د نورو فرهنګي منډو ترړو ترڅنګ مې یو شمېر کتابونه هم لیکلي چې په لاندې ډول دي:

۱-د نښترو او ګورګرو څو سندرې [ دلغمان د شاعرانو تذکره] چاپ.

۲-هنر او هنري څرنګوالی (ناچاپ)

۳- کیسې او نقدونه [د بېلابېلو نړیوالو لیکوالو کیسې او پر کیسو یې نقدونه] ناچاپ

۴-دشعرونو یوه ټولګه [د شپې په غېږ] چاپ
۵- دشعرونو ټولګه [د ژوند پاڼې] چاپ

له خدایه ډېر خوشحاله یم چې د ژوند په ټولو چارو کې یې منځګړی رول راکړی، نه ډېر ښه لیکوال یم او نه ډېر بد، نه ډېر مخکښ شاعر یم او نه مبتذل، نه افراطي یم او نه تفریطي، نه ډېر مالداره یم او نه ډېر غریب. هر څه چې خدای (ج) راکړي پرې قانع او خوشحاله یم.

جانان ته رارسېدلي برېښنالیکونه


ستاسو پر تبصرو یوه لنډکۍ تبصره

  sta malgarai  ٥ / ٧ / ١٣٨٥  هـ ل  | 2006-09-27  م یاره ښه ویبلاگ دې جوړ کړی مبارک.   هيله  ٥ / ٧ / ١٣٨٥  هـ ل  | 2006-09-27  م شمسزى صيب ښې چارې! خداى دې وکړي چې په (جانان) د(هيلې) مجلې په څېر سوداګري ونکړئ اونه يې دپيسوراټولو او دخلکو تېر وېستلو لپاره وکاروئ ((ترڅو چې وږي وي دروېشه نو ياري يې ښه ده په خزانه باندې چې کېني نو ماران دي خلک زړه ته يې وګوره چې تور نه وي دکفر په شان مخ ته يې مه ګوره چې سپين لک

28.09.2006 janan

راغلي لیکونه

27.09.2006 janan

راغلی لیک

شمسزی صیب ښې چارې!دخوښۍ ځای دی چې د نړیوال جال په غېږ کې یو بل پښتو ویببلاګ هم ور زیات شو، جانان ویببلاګ مې ولوست مظامین یې په زړه پورې دي، هیله ده نوره هم ښکلې شي. جانان: ډاکټر صیب!له برېښنالیک رالېږلو څخه مو ډېره مننه، هیله ده خوښه شوې مو وي.

26.09.2006 janan

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more