sta malgarai  ٥ / ٧ / ١٣٨٥  هـ ل  | 2006-09-27  م
یاره ښه ویبلاگ دې جوړ کړی مبارک.

 

هيله  ٥ / ٧ / ١٣٨٥  هـ ل  | 2006-09-27  م
شمسزى صيب ښې چارې! خداى دې وکړي چې په (جانان) د(هيلې) مجلې په څېر سوداګري ونکړئ اونه يې دپيسوراټولو او دخلکو تېر وېستلو لپاره وکاروئ ((ترڅو چې وږي وي دروېشه نو ياري يې ښه ده په خزانه باندې چې کېني نو ماران دي خلک زړه ته يې وګوره چې تور نه وي دکفر په شان مخ ته يې مه ګوره چې سپين لکه ايمان دي خلک))

 

سمسور  ٥ / ٧ / ١٣٨٥  هـ ل  | 2006-09-27  م
راته ګران او خوږ ژبى شاعره شمسزى صاحبه سلامونه ! خداى دې وکړي چې ويبلاګ دې ستا دهغه مشر اکاديميسن ( يون ) غوندې دپيسو ، کور او شهرت پيداکولو لپاره نه وي جوړ کړى چې دجرمن مېشتو ساده ګانو له سپېڅلو او پښتني جذبو څخه په کار اخستلويې دوه کورونه په نوې کارته ( سيدنورمحمدشاه مېنه) کې هماغه دطالبانو په وخت کې وپېرل په داسې حال چې له مکر څخه به يې په ښکاره شونډو پتري نيولي وو او په ټوټه يي کڅوړه به يې دهر بااحساسه پښتانه زړه سوځېده ، تا هم دهماغه دخولې اوبه څښلي دي خوبيا هم توفيق درته غواړم ! رښتيا !هغه يارانې دې څنګه شوې ؟ سمسور

 

Wafadar  ٤ / ٧ / ١٣٨٥  هـ ل  | 2006-09-26  م
وفادار سلامونه دی تقديم وی ډير ده ستاينی وړ ده چی زموږ يو بل پښتون ورور چی هم شاعر او ليکوال ښا غلی عزت الله شمسزی صاحب وطوانيدی چه ده خپلو پښتنو دپاره په پښتو ژبه ويب پاڼه جوړه کړی او خظمت وکړی  هم دغه رکم  کارونه کول وټولنی ته ډير غټ کار دی او  ودوښمنانو ته ستر  ماته ده ګرانو وړونو زما ده هغو پښتنو څخه چه دوی علم خاوندان دی  وپښتنو وړونو ته ډير خمت وکړی ولی چی زموږ ژبه د  دوښمنانو دلاسه  ديره شاته پاته وو  خو دنيکه مرغه په دا څلورو کلو کی ډير پرمختګ کړی دی ډير خوشهاله يم چی نن ور ځ موږ ټوله پښتانه هر رکم معلو مات او لوست د انټر نټ له لاری حاصيله  وو او تنده مو په ماتيږی  ٠       او بله خبره داده   په نړی يا ټو  جهان کی چی وګورې  هره ژبه او ملت په خپله مورنی او ملی ژبه  ټلويژن  لری  او په خپله مورني او ملی ژبه باندی خپرونی او پروګرامونه وينی  خو افصوز زموږ پښتانه بيا دلته ډير پس پاته يو چی ده يوي خوا په خپل هيواد کی زموږ پښتنو په هق نا هقی کيږی ددي پر ځائ چی په ټلويژن خپرونی ډيری په پښتو ژبه خپريشی ولی چی په افغانستا ن کی ډيره کۍ قوم پښتون دی ليکن برعکس په ټلويژنوکښی په نورو ژبه باندی خپرونی کيږی صرف ده پښتنو دخطا يستو دپاره چی هميشه دا رکم موږ خطايستی يو  په ماته او ګډه پښتو خپرونی کوی خو زه داوايم چی ګونا زموږ خپله ده چه په داسی خبرو حيڅ سر نه ګرځوو. څرنګه  چی می پرون ماښام د  بينوا صاحب ويب پاڼه خلاسه کړه لکه څرنګه چی زه هميشه په  يوداسی خبر چی دپښتوژبی پرمخ تګ سویي ګرځم  نو سترګی می ده ښاغلی واحد نظری صاحب پرانټريو ومښتې دا انټريو چی دشمشاد ټلويژن په اړه وی او سر مشری هم نظری صاحب په غاړه لر ی نظری صا حب په خپله انټر يو کی واي چی ده شمشاد ټلويژن ٨٠  فيصده خپرونی او پروګرامونه په پښتو ژبه دی نو خدای شته چی ډير خوشهاله شوم . نو موږ پښتنو ته په کاردی چی خپلی ژبی ته پخپله کار وکړو   او ده دغسی پښتنو لکه عزت  الله شمسزی صاحب  څخه ډيره مننه وکړو چه دوی هميشه دخپل اولس د   پاره خيظمت کړی وسلام

 

سيداحمد قانع کندهار  ٤ / ٧ / ١٣٨٥  هـ ل  | 2006-09-26  م
سلام شمسزيه ياره دنظره نسې  درته مبارکې وايم  ستا (جانان )ته په جانانه مينه سلام کوم  ديارانو(هوسۍ چي په (شمشاد) کي ګرځي اود(ارغند )(هنداره)( دهلمند) په (سيند) کي د(اراکوزيامستي ننداري کوي  (حال دادي)  چي (خبريال) به (دپاولئ) په شرنګ د(نکرېزو پاڼې) لټوي (افغان سافټ) پدې پرمختللې  نړی کي  ټولوملګروته ښې هېلې وړاندې کوم  په مينه سيداحمد قانع کندهار

 

sher Agha  ٤ / ٧ / ١٣٨٥  هـ ل  | 2006-09-26  م
نورالحبېب نثار صاحب٠ ستاسو تبصېره مې ولوستله ډېره ښه توسېعه مو کړېده هو دا راته وواېه چې په پېښور کې یئ او که افغانسان ته لاړئې .په درنښت شېراغا

 

سردار  ٤ / ٧ / ١٣٨٥  هـ ل  | 2006-09-26  م
شمزی صب کامیاب اوسی شعر باید دوخت دتقاضو مطابق جورشی اوس وخت داسی دی چی خلکوته دااحساس ورکری شی چی دوطن سره مینه پیدا کری

 

نورالحبيب نثار  ٤ / ٧ / ١٣٨٥  هـ ل  | 2006-09-26  م
تر هر څه له مخه ښاغلي شمسزي او د هغه لوستونکيو ته د ((جانان)) د په ليکه کېدو مبارکي وايم. زهير صاحب واقعا د ستايلو دی چې له ماوارو ملنګانو کار غواړي. او کامه وال شيرزاد صاحب ته الله تعالی د دې اجر ورکړي چې د ټول افغان لمن يې ټولو فرهنګياليو ته په ورينه ټنده ويړلې او غوړولې ده.

 

Alif jan  ٤ / ٧ / ١٣٨٥  هـ ل  | 2006-09-26  م
سلام ! شمسزی صاحب لومړی درته بارکي وايم،او بيا يوه هيله لرم او هغه دا چې زموږ لرغونی هېواد او ولس داوخت خارجي يرغلګرو لاندې کړی ،دا وخت د ليلی او جانان د ستايلو نه ده ،ښه به داوی چې خپل ټول استعداد ده دښمنانو او بې ننګه کرزیانخیلو په وړانې وکاره وو٠ الفجان

 

داکتر لودین  ٤ / ٧ / ١٣٨٥  هـ ل  | 2006-09-26  م
زه د خپلو پښتوته خدمت کونکو نه ډیر ممنون یم د لا زیات همت او خدمت توفیق ورته د لوی ذات ج څخه غواړم دا چی تاسو خپلو پښتنو ورونو اوخویندو لپاره خدمت کوی یقینا چی تاسویو مهم او ضروری کار ته لاس اچولی پښتانه د اوسنی عصر وروسته پاتی قشر دی داسی مشر ورته پیدا نشو چی د ازوریدلی ملت ونازوی ټول ورته شهد و کی زهر ورکوی . شمزی صیب موفق وسی


جانان:

تر هرڅه دمخه مننه له هغو ټولو دوستانو چې پر جانان ویببلاګ یې تبصرې کړي. دا به مو چېرې لیدلي وي چې اوزه له خپلو پښو او پسه له خپلو پښو زوړند وي، مانا دا چې هر سړی خپل پیټی وړي، زه ستاسې پر تبصرو او د ښاغلي یون په سپیناوي کې څه نه وایم، یون صیب دا هرڅه ګوري کېدای شي یو څه پرې هغه هم ولیکي، که ویې نه لیکي نو دا یو ښکاره متل دی چې چوپه خوله د قناعت په مانا ده.

دا به دومره مهمه نه وي چې زه اوس د ځان په اړه تاسې ته ولیکم چې زه له پیسو سره څومره علاقه لرم، خو یوازې دومره وایم چې زه په ژوند تر مادیاتو معنویاتو ته ډېر ارزښت ورکوم. بیا ویببلاګ خو کوم  دوکان، موسسه او یا هم د کومې بهرنۍ ټولنې دفتر نه دی چې زه په کې پیسې لاسته راوړم. دا زما شوق او فرهنګي هیله ده او دا کار زه د خپلو فرهنګي هیلو د ترسره کولو لپاره کوم.

سمسور صاحب لیکلي چې یارانې دې څنګه شوې زه پوهېږم چې ته کومه یارانه یادوې، زه لکه ونه مستقیم په خپل مکان یم، دا مې عادت دی چې څوک لاس راکړي زه زړه ورکوم او دا خبره ما په خپلو شعرونو کې هم کړې ده:

څوک چې یو ګام  راسره لاس په لاس شي زړه ورکوو

چې راښکاره په چا کې لږ اخلاص شي زړه ورکوو

دغرو او دښتو ساده خلک یو چل نه پېژنو

چې لږ دښمن هم راته ټیټ او پاس شي زړه ورکوو

سید احمد قانع صیب !

ډېر ښکلی نثر دې لیکلی و، د تبصرې پر لوستو دې یو ځل په خیال  کې د باباصاحب میلې ته ولاړم، یو ځل بیا مې ستا له خولې د ارغنداو خوږې کیسې واورېدې. خدای دې کندهار همداسې سرلوړی لري.

 

مننه له ټولو دوستانو نه چې تبصرې یې کړې دي

شمسزی