کلینت بروکس/ رابرت پن وارن

نقد پر

غاړکۍ

د [ غاړکۍ] په نوم داستان په غافلګیرانه څرخېدو سره پای ته رسېږي، ښځه په داستان کې تر ډېرو کلونو سختیو تېرولو وروسته  خبرېږي چې ورک شوی غمی بې ارزښته و. ددغې موضوع رسوا کېدل، په لومړي نظر احتمالاً یو ډول فریب او چل ښکاري، ددې لپاره چې پوی شی دداستان په پای کې هم له چل څخه کار اخیستل شوی اوکه نه لاندې څو پوښتنې به و ارزوو:
۱- ایا موپاسان له دغه واقعیت نه چې غاړه کۍ بدله ده د پیل د نقطې او د داستان د غځولو لپاره کار اخیستی او که دا راز یې د داستان تر پایه دیوې تلوسې او غوټې په توګه ساتلی؟ په بله مانا ایا د غاړه کۍ د بدلوالي او ددې ترمنځ چې لومړنۍ ښځه د خپل تېر سرګذشت راز کشفوي او پوهېږي چې  غاړه کۍ بدله وه غټ توپیر لیدل کېږي؟ دا چې ښځه د غاړه کۍ د څرنګوالي په هکله نه پوهېده ایا دغلته یو خندوونکی طنز په داستان کې زیات شوی نه دی؟
۲-دغاړه کۍ د څرنګوالي مسله یوې خواته، ځینې خلک په یقین سره د غاړه کۍ تر ورک کولو وروسته بې له ځنډه په خپل کار اعتراف کوي، ایا ددغه راز له څرګندولو نه د ښځې ډډه کول کومه  انګېزه لري؟ ایا هغه غرور چې ددغه راز له نه افشا کولو پیدا کېږي ښکلا زیږوونکې او که یوازې نقلي دی؟ او یا دا چې ددې دواړو یو طنزیه ترکیب دی؟
۳-ایا د داستان اصلي مفهوم د غاړه کۍ په ورکېدلو ( یا اصلي او یا کم اصل) متکي نه ده؟ په بله مانا ایا دا ښځه دهغو ښځو له ډلې نه ده چې دیوې لنډفکرۍ له امله خپل ټول ژوند خرابوي؟
ددغې موضوع د روښانولو لپاره دداستان دویم بند ته پام وکړی:
[ هر وخت به یې ساده جامې اغوستې، ځکه د قیمتي جامو د اخیستلو وسه یې نه لرله، خو ته به وایې څه یې ورک کړې وي هر وخت به اندېښمنه وه، له ځان سره به یې فکر کاوه چې ښکلا او زړه راکښونکې ظرافت  په ښځو کې دومره مهمه ده چې کله کله د یوه ښه شان او شوکت وسیله او کله هم د کورنۍ د اصل او نسب ځای نیسي. همدا ظرافت او ښکلا بیا کله کله د ډېرو غریبو او ساده کورنیو معمولي ښځې هم د ښه شان او شوکت لرونکو ښځو په کتار کې دروي].
۴-ایا موپاسان  دغاړه کۍ د ورکېدلو د پېښې کیسه د هغې تلوسې د سختولو او غځولو لپاره نه کوي چې د لومړنۍ ښځې په برخلیک پورې تړلې ده؟ که دا موضوع ومنو ایا د غاړه کۍ د غمي بدلوالی دداستان  د پیغام یو ډول استازیتوب نه کوي؟
۵-ایا په داستان کې داسې یو مدرک لرو چې د هغه پر بنسټ  لیکوال اراده کړې دلومړۍ ښځې د حال توپیر ته اشاره وکړي؟ که داسې وي موږ له دې واقعیت نه چې ښځه اخر پوهېږي دبدل غمي پرځای یې د اصلي بیه ورکړې  څه نتیجه ترلاسه کولای شو؟
۶-موږ وویل ددغه راز  رسوا کول چې غاړه کۍ اصلي نه وه یوازې لوستونکو ته د پیغام لېږدولو یوه وسیله وه، خو ددغه راز افشا کېدل مېرمن لوازل ته څه پیغام لري؟
په دې داستان کې وخت نه شته چې د زمان  د موضوع ارایه کول تر کتنې لاندې ونیسو. د [غاړه کۍ] داستان که مېرمن  [لوازل] له ځوانۍ نه تر زړښته پورې انځوروي، د هغې د ماشوموالي له دورې نه د لومړي بند په یوه جمله کې تېرېږي، دواده لومړي کلونه یې له دویم بند نه تر پنځمه پورې انځورېږي، وروسته د نڅا او محفل زمانه په مفصل ډول په پنځو صحنو کې وړاندې کېږي:
- دجامو باره کې خبرې اترې
- د جواهرو باره کې خبرې اترې
- له مېرمن فولیستیې سره کتنه
- دنڅا د محفل فضا
- د ورکې غاړه کۍ لټونه.
دلته بیا د محرومیت او پورونو خلاصولو زمانه چې لس کاله دوام کوي دداستان دوه مخونه نیسي، ترڅو چې د غوټې د خلاصولو لپاره په پارک کې له مېرمن فولیستیې سره یو ټکر رامنځته کېږي.
لکه څنګه چې له داستان نه معلومېږي، د زمانې اوږدې دورې  په لنډیز سره وړاندې کېږي او لنډې دورې چې دیوې نندارې په توګه وړاندې کېږي په خپلو کې تعادل لري.
د اوږدو دورو د ارایې یا انځورولو پر وخت چې په منډه ترې تېرېږي، لیکوال یو مهم واقعیت ته اشاره کوي، هغه واقعیت چې ددغې دورې نچوړ په ځان کې رانغاړي. د مېرمن لوازل د ځوانۍ هغه کړه وړه چې د محرومیت لس کلونه په کې تېرېږي، خو د نندارې په شکل او یا هم پرده په پرده، د داستان د وړاندې کولو لپاره ضروري وه چې د زمانې د لنډو دورو مزل وښودل شي، تر هغې چې لوستونکي ګام پر ګام د غاړه کۍ څرنګوالي ته نږدې شي.
څنګه مېرمن لوازل تصمیم نیسي په پارک کې له خپلې نږدې ملګرې سره خبرې اترې وکړي؟ څنګه له هغې سره مخامخ کېږي؟ څنګه هغه نه انتظار کېدونکې ښادي هغه لمسوي چې ووایي هغه غاړه کۍ چې دې اخیستې پر مېرمن فولیستیې یې چل کړی او همداسې څنګه اخره صحنه چې دداستان پیغام په ځان کې نغاړي، چې دا برخه لږ په سختۍ ښکاره کېږي او لوستونکی له واقعیت نه خبروي.
لیکوال معمولاً دلنډیز له لېږدولو نه مخکې تر مخکې تر لنډیز یو څه زیات هم وړاندې کوي، ځکه هغه په هر حالت کې یو لیکوال دی، داستان په  دې دی چې له ژوند نه درک شوي واقعیتونه څرګند کړي نه یوازې لوڅ حقیقتونه.
دغې ټکې ته پاملرنه وکړی چې ښاغلي موپاسان څنګه د سختیو او خواریو کلونه انځوروي، په دوو درېیو برخو کې د لوازل د کورنۍ ټول حال موږ ته بیانوي.
[د مېرمن لوازل اوږده نوکان به د لوښو په غوړو ککړ وو].
[هغې به چې کله د اخلي پخلي لپاره اوبه پورته کولې  له ناچارۍ به یې د زینې په هر پوړ کې دمه کوله چې ساه وباسي].
[ کوڅې یې مړاوې، لمنې یې شړېدلي او لاسونه  یې غنج شوي وو، په زوره زوره به یې خبرې کولې او د کوټې په برنډه کې به یې شر، شر، شر اوبه تویې کړې].
د شر، شر اوبو تویولو د عبارت په اورېدو موږ فکر کوو په هماغه صحنه کې یو او د مېرمن لوازل د بخیلۍ او تاوترخوالي ننداره کوو.
د زمان د ارایې کولو په ملګرتیا زیاتره وخت داستانونه غځېږي، په ځینو داستانونو او ان  رومانونو کې یوازې نیغ په نیغه صحنې انځورېږي.
په ځینو نورو داستانونو لکه همدا [غاړه کۍ] او تقریباً ټولو رومانونو کې لیکوالو له ناچارۍ د نیغ په نیغه  صحنو او یا هم لنډیز د لېږدولو لپاره د زمان  ارایې ته مخه کړې، ددغه کار د ترسره کولو لپاره کومه ځانګړې قاعده نه شته او په خپلو کې ددغو دواړو طریقو اوبدل د داستان په څرنګوالي، د بیان په منطق، اغېز او همدا راز په لوستونکي پورې اړه لري.
د [غاړه کۍ] داستان چې د نړۍ له ځلېدلو داستانونو څخه دی او [هنري جیمز] دې داستان ته [کوچنی کمال] ویلي په ډېر استادۍ پر الماس لرونکي غاړه کۍ څرخېږي، دغه غاړه کۍ د هغو ارزښتونو استازې ده چې مېرمن لوازل یې ډېره موده سیوري ته خیالونه لیدل، هغه ارږښتونه چې د الماس لرونکي غاړه کۍ په څېر اصلي نه وو، ایا په دغه کار سره موپاسان موږ ته هم هغه بدل ارزښتونه نه راښیي چې موږ زیاتره د هغو په سیورو کې ژوند کوو؟