د پښتو ادب په لمن کې پښتو لنډۍ ځانگړى ځاى لري، ځکه چې په لنډه او ساده ژبه ټول هغه تعريفونه په ځان کې رانغاړي چې د منظوم کلام لپاره اړين دي، درد، عاطفه، پيغام، اهنگ او رواني د پښتو ژبې په هره لنډۍ کې ليدل کېږي، ځيني بهرني ليکوال چې پښتو لنډۍ يې لوستي زياترو په خپلو نظرونو کې پښتو لنډۍ ددغې ژبې منظوم شهکارونه بللي.
اوسمهال هم د نورو ژبو ځينې ليکوال او شاعران په دې قانع دي چې د پښتو ژبې له هرې لنډۍ څخه ديوه بشپړ شعر الهام اخيستل کېږي. د بېلگې په توگه د د اردو ژبې مشهور شاعر احمد فراز چې د پښتو ژبې لنډۍ لوستي په يوه نه يوه بڼه يې د هغو لنډيو پيغام او مفهوم په خپلو شعرونو کې ځاى کړى او يو نوى  رنگ يې ورکړى.
دا چې پښتو لنډۍ له کومه ځايه سرچينه اخلي دا به يو تکراري بحث وي، خو ددغې خبرې څېړنه ضروري ده چې پښتو لنډۍ پښتون پنځولي که پښتنې. که چېرې د پښتو لومړنۍ لنډۍ ولولو نو له ورايه په کې د پښتنې احساساتو څرگندونه کېږي او دا په زبات رسېږي چې پيل به يې پښتنې کړې وي.
سپوږميه کړنگ وهه راخيژه
يار مې د گلو کر کوي گوتې ريبينه
کېدى شي زما له نظر سره ډېر خلک موافق نه وي، خو کومې لنډۍ چې کلاسيکي دي او له ډېرې پخوا زمانې څخه سينه په سينه تر موږ را رسېدلي زياتره د ښځينه احساساتو او ښځينه محروميتونو څرگندونه کوي يانې دا چې پښتنې کله دخپلو کورونو د څلورو ديوالونو شاته ډېر ځورېدلي او يا يې لږه خوښي په برخه شوې نو په لنډيو کې يې د خپلو احساساتو څرگندونه کړې ده. خو هغه لنډې چې د ښځينه و له خوا ويل شوي د محروميت  تله په کې درنه ښکاري راڅئ په پښتو لنډيو کې د ښځينه محروميتونو يو څو بېلگې وگورو.
په ډېرو پښتني سيمو کې دا دود دى چې د خپلو لوڼو د ودولو پر وخت ترې پوښتنه نه کوي او دا خبره يو شرم گڼي، که څه هم د اسلام په مقدس دين کې د هلک او نجلۍ خوښه شرط ده خو په پښتني سيمو کې د غيرت تر نامه لاندې د اسلام دغه اصل تر پښو لاندې کېږي، د نارينه و چې چا ته خوښه وي خپله لور خور ورته ودوي، پښتني پېغلې چې کله له داسې حالت سره مخ شوي نو پرته له دې چې له سوزه خپل احساسات په لنډۍ کې راونغاړي نور يې هېڅ له وسه نه دي پوره شوي. په لاندې لنډيو کې ددغه دود او د پښتنو نجونو محروميت له ورايه ښکاري:
تر شمل پورې دې واده کړم
تر شمل پورې څوک غوايه نه ورکوينه
تورې تيرا نه دې کړم تېره
ما به مې خپلې مور ته څوک ورسوينه
تر لې تربور دې مېړه مه شه
په لښتو غنو دې وهي بيا دې شړينه
زياتره وخت داسې هم شوي چې پښتنې نجونې د پلار کور کې زړې شوي، ځکه په پښتنو کې اوس هم دا دود شته چې هر چا ته خور لور نه ورکوي، کله داسې شي چې د نجلۍ پلار او مور هر چا ته زړه نه ښه کوي د نجلۍ سر په کور سپين شي او کله بيا د پلار او يا کورنۍ د کړنو له امله  څوک زړه نه ښه کوي چې نجلۍ وغواړي، په داسې حالاتو کې نجلۍ له شرمه هېڅ نه شي ويلاى خو کله چې يې د پيغلتوب غوښتنې او احساسات ډېر وځپي نو له ځان سره داسې يوه لنډۍ زمزمه کړي:
ټولې همزولې مې واده شوېلن
زه بدقسمته د پلار کور کې ناسته يمه
سر مې د پلار په کور کې سپين شو
لکه ډوډۍ په تناره وسوم مينه

که چېرې د پورتنيو  لنډيو شاعرانه اړخونو ته وکتل شي، هره نيم بيتي او يا پوره لنډۍ دلوستونکي او يا اورېدونکي په ذهن کې يو ذهني انځورجوړوي لکه ( په تناره کې د ډوډۍ سوزېدل) چې هم ذهني انځورجوړوي او هم يو دردوونکى پيغام اورېدونکو او لوستونکو ته وړاندې کوي.
دپښتنو ښځو يو بل محروميت دادى چې د مېړه په کور کې ورسره سم چلند نه کېږي، د اسلام په مقدس دين کې ښځې او نارينه يو ډول حقوق لري خو په زياترو پښتني کورنيو کې ښځې ډېر بې ارزښته ساتل کېږي نه يې غوښتنو ته پاملرنه کېږي او نه هم ښځينه خواهشاتو ته، تر دې چې دخواښې او يا د کور دځينو نورو غړو له خوا پوزې ته راشي، کله کله داسې هم نه وي  د مېرې مور، ورور او يا نورو له خوا هم رټل کېږي او د ځوانۍ هغه مسته دوره چې بايد په خوشحالۍ تېره شي په غمونو کې تېرېږي په لاندې لنډيو کې ددغو پېښو او واقعاتو انځورونه له ورايه برېښي:
ټېل مې وهه بنگړي مې مات شول
مور مې مېره ده ما په کور کې نه پرېږدينه
ځان به په ډک سيندکې لاهو کړم
ستا د سپېره کور به ونه کړم ارمانونه
دغرونو ترخې مې خوراک واى
خوراک مې نه واى د موزي د کور غمونه
د بنې ترس راباندې تېر شو
زه ددوزخ د لمبو څه پروا لرمه
کور دې د غم بنديخانه ده
دخوشحالۍ باران په کال کې نه راځينه
بنگړي د ټولې دنيا دود دي
زه له نيستمن جانانه نه غواړم دودونه
توتان پاخه مماڼه تورې
زه د موزي د ډوډۍ څه پروا لرمه
قربان قربان د دادا کوره
له ډکه شکوره به يوازې تاوېدمه
باهو مې و په لاس مې نه کړل
د موزيگي په کور کې اوسم تش لاسونه

پورتنۍ لنډۍ داسې انځورونه لېږدوي چې هره يوه يې دپښتني سيمې يو شهکار دى د بېلگې په توگه د توتانو او مماڼو د پخېدو انځور چې پښتنې نجونې او يا هم مېرمنې په غرنيو سيمو کې څانگې په خپلو ټيکريو کې څنډي او بيا يې د يخو چينو او يا هم گودر په غړه په مزه مزه خوري. رښتيا هم چې د فطرت د داسې يوې خوږې لوېنيې په وخت کې به څوک د چا د ډودوۍ څه پروا کوي، او بيا هغه ډودۍ چې د اوښکو په بدرگه خوړل کېږي.
يوه بله خبره چې پښتني ښځې ډېرې ځوروي هغه د پښتنو غريبي ده، زياتره پښتانه خپله روزي پهنورو هېوادونو کې لاسته راوړي که پخوا پښتنو هند او يا هم نورو سيمو ته سفر کاوه اوس هم ډېرو بهرنيو هېوادونو کې د مسافرت شپې سبا کوي او پښتنې مېرمنې ييې په کورونو کې لارې څاري داسې هم شوي دي چې تر واده شل ورځې او يا لس ورځې وروسته نارينه مساپرې ته تللي او بيا ځو کاله بېرته نه دي راستانه شوي، پښتنې مېرمنې چې کله دغسې حالاتو سره مخ شوي نو د خپل زړه بړاس يې په لنډيو کې ويستلى او د زړه خبرې يې په نا اگاهانه ډول داسې اهنگين له زړونو راوتلي چې په يو شرنگ د اورېدونکو يا لوستونکو پر زړونو پرېوڅي او دا پيغام لېږدوي چې د مېړونو په نشتوالي کې پښتنې مېرمنې څومره زورېږي.
مساپري دې ډېره وکړه
راځه راځه روزي به خداى رار سوينه
دا ستا ديدن زما اختر دى
ته مساپر يې زه به څه کړم اخترونه
پالنگ مې جوړ کړ ته رانغلې
لکه منگور په کې يوازې تاوېدمه.
دغسې ډېرې لنډې په پښتو ژبه کې ليدل کېږي چې هره يوه يې يو محروميت، يو پيغام او يو درد لېږدوي، زما له دې مطلب نه دا موخه نه ده چې خداى مه کړه د پښتنو کلتور مې غندلى وي په هره ژبه او هر قوم کې ځيني منفي دودونه شته، همداسې مثبت اړخونه هم لري، که د پښتو ژبې مثبت اړخونه وڅېړو نو پښتنې همدومره قدر او قيمت چې په پښتني کلتور کې لري په نورو کلتورونو کې يې ښايي ونه لري خو ما دلته يوازې د پښتو لنډيو کې د محروميت پر موضوع دا ليکنه کړې وه هيله ده لوستونکي راڅخه خوابدي نه شي.