د ١٣٧٤ کال د اوړي د مياشتو تودې شپې ورځې وې،  زه له خپلو ملگرو سره د سړک پرغاړه ديوه دوکان مخې ته غلى ناست وم، د ډېرې گرمۍ له امله په هېچا کې هم ديوې شېبې درېدلو ځواک نه و، زه او زما ملگري هم گرمۍ بې سېکه کړي وو، د دوکان مخې ته چا يو څه او چا بل څه ويل، بس هر چا سره ددې غم و چې يوه مړۍ روزي څنگه او له کومې لارې لاسته راوړي،ما د ډېرې وزگارتيا له امله دبازار خلک يو يو شمېرل،  زموږ د ملگرو ډله که څه هم يو څه لويه وه خو اوس ترې يو څو کسان د کراچۍ پر لور تللي وو، موږ له هغوى سره دا ژمنه کړې وه چې که چېرې هلته کاروبار ښه و نو موږ به هم در وخوځېږو او که کار نه پيدا کېده نو بيا موږ ته احوال راولېږئ چې دلته بله کومه چاره وگورو.
زما د ډلې په ملگرو کې هم عجيبه ځوانان پيدا کېدل، عجيبې څېرې او بڼې يې درلودې، ببر سرونه، اوږده کميسونه، چرسيان بنگيان او هر ډول خلک په کې پيدا کېدل. زما چندانې له داسې خلکو سره زړه نه لگېده خو هغه وخت همداسې و چې بايد د ځان د خوندي ساتلو لپاره له همداسې کسانو سره بلدتيا ولرم.
کراچۍ ته زموږ د تللو ملگرو له خوا د هو او نه ځواب رانغى، موږ دلته په لغمان کې  بله لاره نه درلوده، يوازې يوه هيله پاتې وه چې هغه د جگړه مارو ډلو سره ديو ځاى کېدو هيله وه. هره ورځ به زموږ له کلي څخه ډله ډله ځوانان دجگړې ليکو ته تلل او هلته به يې د غلا او چور له لارې خپلو کورنيو ته يو څه راوړل. ما ته به خپلو ملگرو هره ورځ ددغسې لاسته راوړنو کيسې کولې، په خپلو خبرو کې به يې زه تشويقولم چې د نورو ځوانانو لاره خپله کړم، خو زما ضمير دا خبره نه منله چې د بل د کاله څراغ خپل تياره کور ته راوړم، ما به له ځان سره ويل چې زه بايد داسې يوه لاره خپله کړم چې د نورو خلکو تياره کورونه هم روښانه کړم.
ټوله ورڅ به په همدې فکرونو کې ډوب وم، ملگرو به مې په هر دېره او بنډار کې د چرسو لوګي پورته کول او پر ما به يې ټوکې کولې:
ياره ستا قواره يو ښه ډاکټر يا انجنير ته ورته ده، خو افسوس چې وخت درسره انډيوالي نه کوي.
داسې په سلگونو نورې خبرې به يې په يوه ساه وکړې او له خولې نه د چرسو د لوگيو په ويستو به يې فضا ته وکتلې او کټ کټ به ټولو په گډه وخندلې. زه نور د دوى له مجلسونو نه ستړى شوى وم، څو ځلي مې اراده وکړه چې راځه د جگړې کومې ليکې ته لاړ شه او هلته ځان د گولۍ خولې ته برابر کړه چې ددنيا له غمه بې غمه شې، خو بيا به مې چې خپلې اندېښمنې کورنۍ، زړه مور ، سپين ږيري پلار او کوچنيو ورونو او خويندو ته وکتل خپل فکر به مې بدل کړ، چې هېڅ د ساعت تېرۍ کار به پيدا نه شو نو بيا به مې د خپل زړه دردونه د يو نيم شعر په جوړولو غلي کول، نه پوهېږم زما شعرونه به څومره د کار و او که نه خو کليوال او نور ملگري راباندې خبر شوي وو چې زه شاعر يم او شعر ليکم.
يو ه ورځ چې د همدغه کال د سرطان د مياشتې  لسمه که يوولسمه نېټه وه له خپلو ملگرو سره ديوې رڼې ويالې څنگ ته ناست وم، ناڅاپه مې يو څوان پر اوږو لاس کېښود:
ته همت صيب يې!
هو وروره.
دا ليک معلم صيب گل راکړ.
گرمۍ دومره گنگس کړى وم چې هېڅ مې ترې پوښتنه ونه کړه کوم معلم صيب، ورو غوندې مې دليک کځوړه پرانيسته، د ليک تر لوستلو وروسته پوى شوم چې بلنليک دى او سبا ته يې زه مشاعرې ته  غوښتى يم. حيران پاتې شوم، له ځان سره مې وويل چې ما خو تر اوسه چا ته خپل شعر هم نه دى ښودلاى، دا سړى څنگه پوى شوى چې زه شاعر يم، خو بيا مې هم ملگرو سره دا خبره شريکه کړه، ملگرو مې په يوه خوله راته وويلې، چې ورځه پرې، که هرڅه وي موږ درسره يو.
سبا سهار د ورځې لس بجې وې چې د مشاعرې ځاى ته ورغلم، ډېر شاعران راټول شوي وو، مشاعره زموږ تر ورتگ دمخه پيل شوې وه، څو کسو نورو تر موږ دمخه خپل نوبت تېر کړى و، کله چې زه او زما ملگري د مشاعرې ځاى ته ور دننه شو، يو وچ دنگ سړى زموږ مخې ته راغى، هر يو يې بېل بېل په غېږ کې دومره ونازولو چې ته به وايې څوک خپل اولادونه په غېږ کې نازوي. د ناستې ځاى يې راوښود او ماته يې په ارامه لهجه وويل:
همت صيب شعر دې راوړى؟
ما ورته په ځواب کې وويل: ولاکه چندانې شعر وي په مشاعره کې په ويلو نه ارزي، خو معلم صيب سره له دې هم  زما نوم ويندوى ته ورکړ. شعر مې ور وسپاره خو په زړه مې يوه لړزه راگډه شوه، د ويندوى يوه يوه خبره مې شمېرله په همدې وېره کې وم چې اوس به ما راوبولي او شعر به راباندې ووايي، اخر همداسې وشول ويندوى تر يوې لنډې ستاينې وروسته سټيج ته وبللم. که څه هم زما شعر چندانې شعر نه و، خو معلم صيب گل او د هغه د فرهنگي ټولنې نورو  ملگرو ښه وستايلم.
د مشاعرې تر ختمېدو  وروسته د مشاعرې گډونوال هغه باغ ته ورغلل، کوم چې د معلم صيب گل په هلو ځلو جوړ شوى و، معلم صيب ټولو شاعرانو ته وويل چې يو يو نيالگى کښېنوي. پر لاره راته ټولو ځوانانو خپلې کيسې وکړې، هر يوه زما د ژوند په څېر يوه دردېدلې کيسه درلوده، خو د معلم صيب گل په مرسته ټولو په بېلابېلو ځايونو کې کارونه پيدا کړي وو،  ما په خپله وليدل چې معلم صيب گل ځوانان او ماشومان د انعامونو په ورکولو تشويقول او سمې لارې ته يې سوق کول، د لغمان فرهنگي ټولنه يې په همدې نيت جوړه کړې وه چې د راتلونکي نسل مخه  له جگړې نه د قلم پر لور واړوي، په بېلابېلو ولسواليو کې يې په خپل شخصي لگښت پرمختيايي او فرهنگي کارونه روان کړي وو. لنډه دا چې دده د کارونو په ليدلو ما او زما ملگرو ته يو نوى فکر پيدا شو، بيا به هره ورځ دمعلم صيب دېرې ته ورتلو او تل به ورسره په همدې موضوع غږېدو چې څنگه خپل وطن ته کار وکړو. معلم صيب په لنډه موده کې زه يوه ملگري ته بوتلم، هغه ته يې وويل چې دده استعداد ډېر ښه دى، که ته همدومره زمينه ورته برابره کړې چې کمپيوټر زده کړي، ماته په هغه وخت کې کمپيوټر ډېر نا اشنا شى ښکارېدو خو د وخت په تېرېدو سره مې ټولې ستونزې حل شوې، اوس زه او زما په څېر د لغمان ډېر ځوانان د معلم صيب گل په هڅو او همکاريو په بېلابېلو ادارو او موسساتو کې کار کوو، د لغمان د فرهنگي ټولنې له خوا ډېر اثار چاپ شول، اخبارونه او مجلې يې پيدا کړې او په سلگونو نوي ځوانان وروزل شول، نو اوس تاسو ووايئ چې معلم گل زموږ د ولايت اتل دى او که نه، هغه چې په تش لاس يې د ډېرو خلکو د ژوند لورى بدل کړى او لا هم لگيا دى په تشو لاسو نه ستړي کېدونکي هلې ځلې کوي.