دا څوومه مياشت وه چې زه دې دفتر ته نوى راغلى وم، ما چې په يوه شاته پاتې ټولنه او واړه كلي كې ژوند تېر كړى و، ددې دفتر پرمختللى ژوند او هره پېښه راته نوي ښکارېدل، ټوله ورځ به مې له ځان سره سوچ كاوه چې ايا په خپلو كارونو كې به بريالى شم او كه نه؟ بايد ښه وړتيا وښییم چې د ډېر وخت لپاره همدلته پاتې شم او د ډېر عمر وزګار ګرځېدو تشه هم ډكه كړم.
هر وخت به ددفتر تر كارونو وروسته په خپله كوټه کې يوازې اوسېدم ، كله به مې خپل لېوني خيالونه لوبول او كله به مې په يوازېتوب كې يو نيم شعر ليكه په همدې رياضت به بوخت وم، كه چېرې به له دې رياضته هم وزګار وم، نو بيا به مې يا په پنسل انځورونه کښل او يا به مې د مجلو او ورځپاڼو په لوستلو خپل وخت تېراوه.
ددفتر كاركوونكي ټول زما دې غلي ژوند ته حيران پاتې وو، خو تر ټولو كاركوونكو زموږ د دفتر سكرتره "ښکلا" به تل له نورو څخه زما د چوپوالي او غلي توب په اړه پوښتنې کولې، چا به ورته زما د غلي توب علت ساده كليوالي ژوند وښود او چا بل څه، خو ددفتر رئيس ورته يوه ورځ دا هم ويلي وو چې هغه شاعر دى او شاعران همداسې غلي خوښ وي.
ښکلا به زياتره وخت په غربي جامو کې دفتر ته راتله. برابره قد، غوښن وجود او ښکلې څېره به یې له غربي جامو سره دومره خوند كاوه چې كه نوم یې ښکلا نه واى هم نو ما غوندې شاعر سړي به ورته ارو مرو ښکلا ویلې. ما به د خپل عادت له مخې په دفتر کې له ټولو سره ډېرې لږې خبرې کولې او له ښکلا سره خو به تر هغه وخته نه مخامخ كېدم چې كوم ضروري كار به مې ورسره پيدا شوى نه و، خو زه نه پوهېدم چې ولې یې له همغې اولې ورځې نه زما حركات څارل او زما د غلي ژوند په اړه یې په ذهن کې پوښتنې پيدا شوې وې.
يوه ورځ چې دتېر ژوند ترخه يادونه مې ذهن کې وګرځېدل، نور مې ګوتو كار پرېښود ايله مې همدومره وكړل چې په کمپیوټر کې د خپل يوه انځورګر ملګري له خوا را ډالۍ شوې دشعرونو سيډي وغږوم او بس. د كوټې څنګ کې غلى كېناستم، د خاطرو كتابچه مې راپورته كړه، غوښتل مې د خپلو ترخو خاطرو ترڅنګ د اوسني ارامه ژوند يوه خوږه خاطره هم وليكم. دوه درې كرښې به مې لا نه وې ليكلې چې د كوټې دروازه ورو غوندې چا خلاصه كړه، زه به لا له خپله ځايه نه وم پاڅېدلی چې د "ښکلا" غږ مې تر غوږ شو.
_ اجازه ده؟
_ ولې نه مهرباني وكړئ.
دکمپیوټر ترڅنګ پر څوکۍ مې دناستې بلنه وركړه، خو ښکلا ددې پرځاى چې پر څوکۍ كېني زما د كوټې په دېوالونو کې یې پر ليكل شويو شعرونو سترګې ښخې كړې، ټول شعرونه یې په وار وار ولوستل او وروسته پر څوکۍ كېناستله د کمپیوټر په هنداره کې یې هغه انځور ته په ځير ځير وكتل چې ديوې ښکلې نجلۍ څېره د ګلانو په پاڼو کې نغښتل شوې وه.
نه پوهېږم زه یې خوشحالولم او كه چې لومړى یې د شعرونو او بيا یې د انځور ستاينه پيل كړه او په پاى کې یې لا دا هم وويل چې هنري تابلوګانې او ښکلي شعرونه یې زيات خوښیږي.
ما هم سكوت مات كړ، جرئت مې وكړ او د هغې ذوق مې وستايه، تر نورو خبرو وروسته مې د شعرونو يوه سیډي او په پنسل كښل شوي څو انځورونه ورته ډالۍ كړل. تر دې ورځې وروسته د ښکلا علاقه او مينه له ما سره بېخي زياته شوه، هره ورځ به یې زما پوښتنه كاوه. يوه ورځ یې راته وويل: زه پوهېدم چې ته ساده او بې تكلفه ژوند لرې. زه انسانان ډېر ښه پېژنم، له رنګ، خبرو او كتلو نه یې پوهېږم چې څه ډول اخلاق او ژوند لري. رښتیا كولاى شم يو څو پوښتنې درنه وكړم.
_ ولې نه مهرباني وكړئ.
_ په دې دفتر کې خو ته د شپې هم اوسېږې، يوازې دې زړه نه تنګېږي؟
_ نه ! له ما سره خپل خيالونه وي ډېر ښه وخت مې ورسره تېرېږي.
_ د شپې له مخې شعرونه هم ليكې؟
_ كله كله.
_ دې شاعرۍ سره دې ولې دومره مينه ده، ايا پيل یې په مينه شوې؟
له دې پوښتنې سره زما ذهن ټکان وخوړ، پوه شوم زما د زړه پټ رازونه چېړي، ځكه دا هغه پوښتنه ده چې ما ناارامه كوي، ماته تكليف راكوي، ماته د تېر غملړلي ژوند صحنې رايادوي او زه نه غواړم په دې باره کې چا ته تشريحات وركړم. د ښکلا ددې پوښتنې په ځواب کې مې د رحمان بابا دا شعر ورته ولوست چې وايي:
دا متل دى چې له درده زګیروي خېژي
ګټه څه وه د رحمان له شاعرۍ
تر شعر وروسته غلى پاتې شوم. زما په خاموشۍ ښکلا پوهه شوه چې ښايي له يوه ژور خفګان سره مې مخ كړ، له خپله ځايه راپاڅېده او ديوه كار په پلمه زما له كوټې ووتله.
دښکلا تر وتلو وروسته مې ددې يوه يوه پوښتنه په ذهن کې ګرځېدله، له ځان سره مې سوچ كاوه چې ولې راڅخه داسې پوښتنې كوي، اخر له ما نه څه غواړي، كله كله به مې له ځان سره وويل هغه څه چې په زړه کې لرم دا ځل به ټول درته د باندې وباسم او د خپلې ناكامې مينې كيسه به درته سر تر پايه وكړم، خو دا ټولې هغه پرېكړې وې چې په خيالي نړۍ کې به ما له ځان سره ترسره كولې، كله چې به له ښکلا سره مخ شوم ټولې خبرې به مې له حيا په زړه کې پټې شوې او دبيان قدرت به یې راسره نه پيدا كېده.
اوس چې به ښکلا په دفتر کې لږ هم خواشينى وليدم، نو له ما څخه به یې پوښتنې پيل كړې او په يوه نه يوه چل به یې زما پام بلې خوا ته واړاوه.كله كله به یې څو څو ساعتونه راسره په خبرو تېر كړل، كه څه هم زه دومره د خبرو ګوډی نه وم، خو ښکلا به زما هرې خبرې ته په غور سره غوږ نيوه، د تګ په وخت کې به یې له دروازې بيا مخ راواړوه، پټه موسكا به یې په سترګو کې ښکاره شوه، يوه ټوكه به یې وكړه په داسې ښکلي انداز به یې را وكتل چې زه هېڅ نه شم كولى هغه حالت انځور كړم، ما به ځان عاجز احساس كړ، ځكه ما نه شول كولاى د ښکلا د سترګو پوښتنو ته ځواب ووايم. اخر څه یې كړي واى يوه نجلۍ وه، احساسات یې درلودل، عقل یې درلود، زړه یې درلود، ښه پوهېدله، هرڅه یې حس كول، خو دا چې زه له مينې ستړى وم ښکلا به هم راته ځورېدله.
ما كوښښ كاوه چې څنګه بايد وكړاى شم په دې پرمختللي دفتر کې يو څو شپې ارامه او اسوده تېرې كړم او خپل كارونه په ښه ډول ترسره كړم، خو دښکلا په زړه کې چې كوم اور بل و، غوښتل یې په هغه اور زما د ژوند درمند ته اور واچوي، ملامته هم نه وه اخر انسانه وه، غوښتل یې زما په څېر بېوزلو انسانانو سره مينه وكړي، غوښتل یې د ژوند ملګرى ولري، يوه ورځ یې راته په خبرو خبرو کې دا هم وويل چې رئيس یې وخت نا وخته د خپل كاركوټې ته غواړي، داسې ښکاري چې زړه یې پرې بايللى وي، ان تر دې چې څو ورځې دمخه چې یې كوټې ته غوښتې وه، د شهوت او هوس په سيند کې داسې غرق و چې له ډېرې وارخطايۍ یې سر او پښې ورکې كړې وې، غوښتل یې چې ځان ور تسليم كړم، خو ما ورته په دفتر کې د كار پرېښودو ګواښ وكړ او رټ ځواب مې وركړ. ښکلا ماته په خبرو خبرو کې داسې ښودله چې زه يو نېكمرغه انسان يم، زه بايد په دې ووياړم چې د ښکلا داسې ملكه ماته تسليمېږي، خو زه نه پوهېدم چې ولې مې بې له خپل كار څخه بلې خوا ته پاملرنه نه وه.
اوس چې به ښکلا پوهه شوه چې د زړه غوښتنو ته یې ځواب نه وايم، عصباني به شوه، له ما سره به یې چېړ وكړ او كركه به یې په وجود کې پيدا شوه. ځكه ما به یې هرې خبرې ته ډېر لنډ لنډ ځوابونه وركړل. زما او د ښکلا د دومره نږدېتوب خبره رئيس ته هم رسېدلې وه، هغه فكر كاوه چې له ښکلا سره به یې كوم پټ تار ځغلولى وي او په دې كار سره به زما د لارې خنډ شي. خو هغه هم حيران پاتې و چې له ما سره څه ډول چلند وكړي.
يوه ورځ چې په سبا یې عمومي رخصتي وه، ښکلاډېرې ښایسته تابلوګانې له بازار څخه زما دكوټې لپاره راوړې وې، تقريباً نيمه ورځ یې له ما سره د تابلوګانو په ځړولو تېره كړه او تابلوګانې مو يوه يوه د دېوال په خالي ځايونو کې وځړولې، د تګ په وخت کې یې را څخه وپوښتل:
_ سبا په دفتر کې یې؟
_ هو نو چېرې به ځم.
_ ته په خپله چېرته نه ځې كه نه د چكر ځايونه خو ډېر دي...
ما همداسې ځان غلى كړ او ښکلا هم د خپل كور خوا ته لاړه.
په سبا یې غرمه نږدې وه چې ددفتر د دروازې زنګ ووهل شو، چې دروازه مې خلاصه كړه، ښکلا له ډول ډول لوښو سره چې زما لپاره یې غرمنۍ راوړې وه، دفتر ته راننوتله كه څه هم چې زه یې په دې كار خوشحاله نه شوم، خو د دود له مخې مې ترې مننه وكړه. د غرمې ډوډۍ مو يو ځاى ددفتر په سالون کې وخوړه، تر ډوډۍ وروسته ښکلا غوښتنه وكړه له کمپیوټر څخه مې يو فايل چې څو ورځې دمخه مې ورته جوړ كړى و وركړم. ما او ښکلا به لا په کمپیوټر کې فايل نه و پيدا كړى چې په تصادفي ډول رئيس صيب هم دفتر ته په كوم كار پسې راغى، كله چې یې زه او ښکلا په دفتر کې او بيا زما د كار په كوټه کې يو ځاى وليدو، نو همداسې بېرته ووت، زه د رئيس صيب په وتلو پوه شوم، دده له وتلو سره ماته د ښکلا هغه خبرې يو يو مخې ته ودرېدې چې څو ورځې دمخه یې درئيس صيب په اړه راته كړې وې، خو په دې وخت کې زما د معصوميت او بې ګناهۍ پلمه رئيس ته بې ځايه وه، ځكه د نورو ورځو ترڅنګ د رخصتۍ په ورځ یې هم ښکلا له ما سره وليده، اوس نو بېخي جدي شو، په سبا ورځ یې لا ما خپل كار نه و شروع كړى، چې رئيس صيب د منفكۍ پاڼه راولېږله او زه یې د بداخلاقۍ په تور له دفتره رخصت كړم.