ليكوال تر نيم عمر خوارۍ وروسته پر ټولنيزو موضوعاتو كتاب وليكه، ددې لپاره چې كومه گرامري او يا املايي نيمگړتيا په كې پاتې نه شي بيا يې هم څو څو ځله ولوست، مازيگر چې به له رسمي دندې فارغ شو، نو ټك ټوك به يې په كور كې نښلولى و او په خپل زاړه كمپيوټر كې به يې د كتاب يو يو تورى ذخيره كاوه تر دې چې په يو څه موده كې يې ټول كتاب كمپوز كړ. تر كمپوزولو وروسته يې بيا د كتاب توري يو يو وكتل او ټايپي نيمگړتياوې يې ورته سمې كړې، كله چې يې د چاپ لپاره په كاغذ كې وويست نو د وروستي ځل لپاره يې په كاغذ كې ولوست چې وروستۍ غلطۍ يې سمي كړي، لنډه دا چې په دغه زړه چاودون يې خورو ورو تورو او پاڼو ته د كتاب شكل وركړ.
كله چې كتاب چاپ شو نو په ډېره مينه يې يو مجلد كتاب له نورو نه رابېل كړ، ښكته او پورته يې ورته وكتل، په دې وخت كې يو چارواكى ملگرى ور ياد شو، په زړه كې يې وويل چې يو كتاب خو بايد ورته ډالۍ كړي، هم به يې ملگرى دده د كتاب له چاپ نه خبر شي او هم به د كتاب له گټورو موضوعاتو نه خوند واخلي.
د كتاب وزرونه يې پرانيستل او په لومړي مخ يې وليكل:
د شاهانو وركړه لال او جواهر وي
د ادب د خاوندانو د زړه وينې
دا كتاب زما د ژوند تر ټولو لويه شتمني ده او د زړه په وينو مې ليكلى، خپل خواږه ملگري .............. ته يې ډالۍ كوم هيله ده له لوستو يې خوند واخلي.
ددې لنډكي متن تر ليكلو وروسته دخپل ملگري د دفتر خواته روان شو، پر لاره يې سوچونه كول، هو! ملگرى به مې ډېر خوشحاله شي، مباركي به راكړي، راته به ووايي ښه كتاب دې ليكلى، ټولنې ته گټور دى، ژبې ته ارزښتمن دى او داسې نورې خبرې يې په ذهن كې گرځېدې.
كله چې د ملگري دفتر ته ورسېد، نو سكرتر ورته وويل:
- چا سره دې كار دى؟
- (.........صيب) سره
- څه يې كوې؟
- ملگرى مې دى، هم يې گورم او هم دغه پاكټ ورته وركوم
سكرتر سر دننه كړ، بېرته راووت
بس ماته يې راكړه زه به يې وركړم.
- نه وروره زه يې په خپل لاس وركوم، ته ورته ووايه چې پلانى راغلى
سكرتر له پوښتنې وروسته راووت او ليكوال ته يې دننوتو اجازه وركړه. ليكوال تر سلام كلام وروسته په ډېره خوشحالۍ كتاب له ژېړې لويې كاغذي كڅوړې راوويست او د چارواكي مخې ته يې كېښود.
- (......... صيب!) دا كتاب مې تاسې ته راوړى
چارواكي د سگرټو لوگي تر پوزې وويستل او ويې ويل ښه دي كړي، نور يې كتاب نه په لاس كې واخيست او نه يې ورته وكتلې.
په دې وخت كې ليكوال ته بيا پر كتاب كړې خواري مخې ته ودرېده او چارواكي ته يې وويل:
- والله (.............صيب) كتاب چاپول هم د زړه وينې خوړل دي، كه څوك غواړي يو معياري كتاب وليكي نو له ادوباده يې غورځوي، هغه خواري يې لا څه كوې چې اوس وخت دچاپ مصارف هم انسان له پښو غورځوي، ليكوال مجبورېږي چې د خپلو بچيانو دخولې له مړيو نه دكتاب د چاپ لگښت سپما كړي.
ته به وايې چارواكي دده خبرې نه اورېدې او يا هم د كتاب باره كې بحث ورته ډېر زړه تنگوونكى وي، نوژر يې خبره بلې خوا ته واړوله:
- پلانى وينې هغه څنگه دى ما خو دا څو مياشتې نه دى ليدلى.
- هو صيب هغه ته مې هم پرون يو كتاب وركړ ډېر خوشحاله شو، ډېر ښه احساس لري، ويل يې اوس وخت موږ په خپله ژبه د ښو كتابونو چاپ او خپراوي ته ډېره اړتيا لرو.
چارواكي بيا هم كتاب ته ونه كتل. ليكوال نوره ونه غوښته چې خبره اوږده كړي، په نهيلۍ له خپله ځايه پورته شو.
- زه به اوس لاړ شم بيا به سره وگورو، خو ته بيا دا كتاب وگوره چې څنگه دى، ما خو پرې ډېره خواري كړې ده چې په لوستلو ارزي او كه نه.
- ښه ده كه وخت مې پيدا كړ بيا به يې وگورم، خو دې ډېرو كارونو داسې كړي يو چې مطالعې ته هېڅ وخت نه لرو، تر مازيگره كار او بيا تر نيمې شپې نور ډول ډول كارونه دومره ډېر شي چې سړى سر گرولو ته هم وخت نه پيدا كوي، له دې سره يې كتاب واخيست او په المارۍ كې يې كېښود.
ليكوال چې كله له دروازې وتلو نو يو ځل بيا يې شاته وكتل او چارواكي ملگري ته يې وويل:
- كولاى شې كورته يې ځان سره يوسې او هلته يې كله ولولې
- سمه ده كه په ياد مې شو، بيا به يې يوسم، په مخه دې ښه.