اغزو ته موسكا
لاس مې پورته كړى يوه نوې دعا غواړمه
نن به زه له خدايه خير د ټولې دنيا غواړمه
ژونده ما له تانه كله لويه تمه كړې ده
زه خو دې دنيا كې بس يوه خوله خندا غواړمه
ډېرو فقيرانو، زيارتونو باندې گرځمه
خداى نه چې څه غواړمه اول په كې تا غواړمه
شړق وهه بارانه چې غوټۍ له تندې مړې نه شي
زه مې په ځان نه يم دې اغزو ته موسكا غواړمه
موږ خو دې تورتمه له دې ژونده پښيمانه كړو
لار وركړه سپېدو ته سبانو ته سبا غواړمه
ته راغلې يو نور راغى تيارې مې له زړه ووتې
دغه يوه شپه درنه تر ډېره رڼا غواړمه.
زړونه، ارمانونه
دلته زموږ په ارمانونو باندې څه ونه شول
ته څه خبر يې زموږ زړونو باندې څه ونه شول
په دې وطن كې په ستم پسې ستم روان دى
ددغو خلكو په سرونو باندې څه ونه شول
دلته څه خلك دي جنت د ژوند په بيه پلوري
په دې دنيا كې جنتونو باندې څه ونه شول
ستوري به څنگه تر سحره پورې ورسېږي
بېگا د ستورو امېلونو باندې څه ونه شول
زموږه لويې لويې دښتې خود له تندې نه مري
زموږ څپو څپو سيندونو باندې څه ونه شول
وحشت يې لا په پرهرونو باندې لوبې كوي
ددې ولس په غيرتونو باندې څه ونه شول
بادونه
بې كوره شنو بادونو چېرته بلې خواته لاړشئ
زموږ له زخمي غرونو چېرته بلې خواته لاړ شئ
بس ستړي يو ډېر ستړي، نوره مينه غواړو مينه
پرديو ارمانونو چېرته بلې خوا ته لاړ شئ
اورونو موږ په لپه كې اوبه وركړې چې شنه شي
زموږه له باغونو چېرته بلې خوا ته لاړ شئ
مات شوي گلدانونه اوس گلان كرو نغري كې
سپرليو او گلونو چېرته بلې خوا ته لاړ شئ
لاسونه د سپېدو مو گرېوانو ته در لنډېږي
بدبختو تورتمونو چېرته بلې خوا ته لاړ شئ.
لنډی قيامت
کلي کې کوکنار سپړي گلونه ته به چېرته يې
ناڅي له مستۍ نه چنارونه ته به چېرته يې
اور شوه هغه تنده چې په زړه کې مې ساتلې وه
غېږکې مې رانغاړي ارمانونه ته به چېرته يې
ناست يمه وړو وړو هندارو ته د اوښکو مې
ورک وي رانه ټوله شپه خوبونه ته به چېرته يې
راشه چې له زړه هره پرده پورته کومه زه
وايم لاروي باد ته حالونه ته به چېرته يې
اوس هم هره ورځ کلي کې جوړ وي يو لنډی قيامت
شاوخوا د سترگو وي جنگونه ته به چېرته يې.
ژېړ مازيگرى دى دديدن دعا مې وکړله
لپه مې شمسزيه کړل لاسونه ته به چېرته يې.
دپېغلو سترگو سلامونه
سحر هغسې نه وي، مازيگر هغسې نه وي
اوس زړه مې بند په څڼو كې د لمر هغسې نه وي
يو خوب و پو پناه شو چې په خوب كې مې ليدلې
اوس ډېر خوبونه وينم خو منظر هغسې نه وي
چې كله هم باران وشي دغرونو غاړې گورم
سپرلى وي او گلونه خو يو غر هغسې نه وي
اوس ما ځوروي نه، د پېغلو سترگو سلامونه
دا زړه مې خدايزده مات شو كه نظر هغسې نه وي
نن سترگې غړولى شو تيارو كې ستوري وينو
تر عمره به زموږه مقدر هغسې نه وي
يو درد مې و په زړه كې چې غزل زما غزل و
اوس هم شعرونه ليكم خو اكثر هغسې نه وي.
کمزوری
نيمه شپه يو څوک وځي له ښاره خو هېڅ نه وايي
ونيسي له ستورو سره لاره خو هېڅ نه وايي
دلته يو مين دى هسې نورې فلسفې وايي
ټوله شاعري يې ستا لپاره خو هېڅ نه وايي
گل چې مجبورۍ نه د اغزو غېږه کې وخاندي
داسې پښتنې هم شي ناچاره خو هېڅ نه وايي
سوځي پښتنه لکه ډيوه تاوه راتاوه شي
غلې د جانان له خړ مزاره خو هېڅ نه وايي
څه وکړي کمزورى دى له ژوند سره جنگ نه کېږي
ستړى دى شمسزى له خپل روزگاره خو هېڅ نه وايي.
يوه سپوږمۍ
گټه د هر چا زما زيان خوښېږي
دژوند لپاره مې ارمان خوښېږي
خانده چې اوښکې دې له سترگو راشي
لمرينه ورځ کې مې باران خوښېږي
يوه سپوږمۍ په کې ملگرې لرم
ځمکې تر تا مې ډېر اسمان خوښېږي
دماشومانو روان ستوري خوښ وي
خو زما خوځنده انسان خوښېږي
شمسزيه ښکلي مينه څه پېژني
ددوى دسرو زرو بوتان خوښېږي.
د ستورو گاونډی
خدايه دا څه وشول نه مړ او نه ژوندى شومه زه
هسې پر ځمکه بار بې لاسو پښو نيالگى شومه زه
موږ څو ياران همدې يوه خاوره کې وغوړېدو
خو څو ک نرگس شول څوک گلاب، منځ کى اغزى شومه زه
اوس رانه څه پوښتې چې څنگه مې زړه تاته درکړ
زه هم پوهېږم نه چې څنگه لېونى شومه زه
زمانې ووايه معيار د ښه او بد څنگه دى
په څه دې خپل شوم او په څه درنه پردى شومه زه
پرون په خيال کې دسکروټو پر غره وختمه
ښکاري ستا مينه کې د ستورو گاونډى شومه زه.
څپې څپې خبرې
د ژوند د ورکې فلسفې غوندې خوږې خبرې
وکړې جانان په لنډه ساه وړې وړې خبرې
نن يې پر شونډو باندې وېره دغماز خوره وه
پټې يې وکړلې د سترگو اينې خبرې
زما پر زړه دې رپ د سترگو دومره دروند پريوځي
لکه چې كلي كې مشران کوي پخې خبرې
دلمر له وړانگو نه شرمېږي چې رسوا يې نه کړي
سپوږمۍ او ستوري کړي يو بل سره د شپې خبرې
شمسزيه داسې چې له تورو نه نغمې جوړوې
دکلي سيند درته راوړي څپې څپې خبرې.
ورکې سندرې
دا څه موده مې ورکې وې سندرې ستا په څېر
خپه وې گرځېدې به رانه لرې ستا په څېر
ما زړه پرېښود د گونگې كليوالې په پلو کې
که نه ښار کې وې ډېرې ژبورې ستا په څېر
يو څو ورځې دقاف له ښاپېريو سره هم وم
والله چې دومره نه وې جادوگرې ستا په څېر
دچا دمينې زور دشنې گنبدې ملنگان کړل
اوسېږي په زيارت کې شنې کوترې ستا په څېر
شاعره! خيال زما هم تل له عرشه راتاوېږي
خو نه لرمه ذهن کې خبرې ستا په څېر
شمسزيه دومره ډېر نه دي يو څو کسه په شمار دي
چې اوسي له منطق او عقله لرې ستا په څېر.
لمر پر لاره
نن گهيځ بيا د لمر د تلو پر لاره
يوه غوټۍ د گلاب وغوړېده،
او د تنکيو اننگيو،
په وږمو يې،
فضا ښکلې کړله،
خو، خدايزده،
لمر ته و نن چا د کبر جام ورکړى؟
چې له غروره يې،
ولاړو سلامي گلو ته ونه کتل
او له غصې نه يې دمخ له کاسې،
گرمې لمبې،
وشيندلې،
لمر ،
نن دگلو، ارزښت، ونه پېژاند،
لمر،
ديوې ورځې په ژوند
او په ښايست، وغولېد.
خو چې ماښام شو، دختيځ له لوري،
دتورې شپې، گزمې را وختلې.
لمر بيا دكبر جام، پر سر واړاوه
او، د تنكيو، گلغوټيو، په څېر
دخپل غرور،
پر بستر،
پرېوتلو.
د زړه لمبې
چې زه يې وسوم ستا دې هره ادا اور واخلي
ستا دې څپه څپه ځواني او ښکلا اور واخلي
د زړه لمبو نه زه هېچا ته شکايت نه کوم
زه سوى ښه يم هسې نه چې دنيا اور واخلي
له اغزو پرته دگلونو څانگې بدې ښکاري
بې له غمونو دې دژوند هره سا اور واخلي
لکه پتنگ اور په وزرونو کې اسمان ته وړمه
هڅه مې داده چې دا توره فضا اور واخلي
ته چې يو گام هم دنږدې راتللو زيار نه کاږې
دخداى په امان ستا دې له لرې موسکا اور واخلي.
ښېرا
څه چاره په کار ده ياره دلته بيا لېونى کېږم
جانان سم راسره نه ځي په والله لېونى کېږم
په ډېر صبر صبر ياره زما زړه لمبه لمبه شو
اوس مې عقل لوگى کېږي خامخا لېونى کېږم
ما مې وينه نذرانه کړه چې سپرلى په دې ښار راشي
چا لاسونه لپه کړي، کړي ښېرا لېونى کېږم
دې مړ ژواندي شان مالت کې ټول غمونه را په شا شول
ته دتورو غرو مارغه شوې، زه تنها لېونى کېږم
ښکلي سم لکه هندارې هر سړى په کې ځا ن ويني
د ازل وېش کړمه پاتې، بينوا لېونى کېږم
که لوېدم غېږ کې مې نيسه نن مې بخت سره جگړه ده
په اغزو کې مې مزل دى کړه دعا لېونى کېږم.
گيلې
سپوږمۍ د ورځې لاس ته راشي رانه بېرته تښتي
لپه مې ډکه له ښکلا شي رانه بېرته تښتي
جانانه اوس چې توره شپه کې کله لار ورکوم
سترگې دې يادې کړم رڼا شي رانه بېرته تښتي
زړه کې مې ډېرې گيلې شته خو زړه مې تاسره دى
لږ څه مې ذهن کې پيدا شي رانه بېرته تښتي
دجانان وصل وي يوه شېبه بېلتون سر او کال
مياشت کې يوه ورځ نيمه پخلا شي رانه بېرته تښتي
مړوند په سترگو باندې کېږدي چې حال ونه وايي
ماته راگوري په خندا شي رانه بېرته تښتي.
سکوت او شور
داسې وخت هم و چې به ما په لويه لاره ژړل
ماشوم زړگي به مې له گله هم له خاره ژړل
ما به د خپل زړه سوې ساندې هم سندرې کړلې
ستا جدايۍ کې چې به ما دا ستا لپاره ژړل
هغه بدرنگې شېبې هم زموږ په چم تېرې شوې
چې به مو سپينه ورځ د تورې شپې له ډاره ژړل
چې به مې ياد شوې تيارو خونو کې بېوزلې حورې
ما به د ښار هرې ډيوې ته تر سهاره ژړل
شمسزيه څه ښکلې جگړه وه د سکوت او دشور
دې له ټينگاره زما، ما يې له انکاره ژړل.
الماس
څوک چې يو گام راسره لاس په لاس شي زړه ورکوم
چې راښکاره په چا کې لږ اخلاص شي زړه ورکوم
غېږه مې هر چا ته پرانيستې يم چينه د مينې
ښکلی که هرڅومره تېره الماس شي زړه ورکوم
دغرو او دښتو ساده خلک يو چل نه پېژنو
چې لږ دښمن هم راته ټيټ و پاس شي زړه ورکوم
ورځم د تورو غرو تر شا ويدې جذبې ويښوم
که مې ملگرى څوک په دې احساس شي زړه ورکوو.
دعا
جوړ مې له ښېرو نه شي دعا په دغه ښار کې
ښکاري چې قبلېږي نه ښېرا په دغه ښار کې
خداى ته به لاسونه په دې هيله لپه نه کړم چې
دا سړى غلام کړه دا پاچا په دغه ښار کې
موږه لېوني دڅلورلارو يو خو ورځ راځي
پېغلې به شيندي پر موږ ښکلا په دغه ښار کې
خدايه قرباني زموږ ددې لپاره نه وه چې
چور دې شي ښايست لوټه حيا په دغه ښار کې
دغه فيصله به ستا همزولو باندې وکړمه
شوم که مخامخ درسره بيا په دغه ښار کې
وړاندې زمانه درسره نوره ياري نه کړي
گرځه يو څو ورځې په خندا په دغه ښار کې
نجونې وايي ښکاري چې شمسزيه مين شوى يې
ټوله ورځ يې ځان سره لگيا په دغه ښار کې.
درد
غوټۍ غوټۍ شي خو موسکي نه شي گلونه دلته
ښکاري غوړېږي نه د زړونو ارمانونه دلته
دتورې شپې تياره او درد ته خپه نه يم دومره
خو کاشکې واى دسپېده دم غوندې لاسونه دلته
وخته دخپلې بېوسۍ تصوير چې گورمه زه
ښکاري رښتيا نه شي زما ياغي خوبونه دلته
ستا تر وصال دمخه ښه په زوره وژاړمه
تر هر سپرلي مخکې اورېږي بارانونه دلته
شمسزيه اور د نفرتونو او هوس الوتى
غواړي سکاره کړي دا څو پاتې دېوالونه دلته.
شاعرانه خبرې
دا به وي گرانه څه چې ته رانه ارمانه غواړې
فصل مړه ځمکه کې د اوښکو له بارانه غواړې
څو کاله کېږي پسرلى پرې غوړېدلى نه دى
خوته موسکى موسکى غاټول له بيابانه غواړې
زمانې دې کې کومه پټه فلسفه پرته ده
ستومانه روح مې په بدن کې سرگردانه غواړې
ښکاري زما د سندرېزې لارې مل شوې ښکليه
چې هره ورځ شاعرانه خبرې مانه غواړې
دښار څه خلک د هر چا په عبادت روږدي دي
شمسزيه هسې تقدس يې له ايمانه غواړې.
چېرته بل ځای
غورېږي اسمان دلته او اورېږي چېرته بل ځاى
په برخه مو دي شپې سپوږمۍ غوړيږي چېرته بل ځاى
موږ سل خزانه گالو ديوه سپرلي په تمه
هغه هم چېرته لاره کې تاوېږي چېرته بل ځاى
عجيبه شان سلوک کړي دجانان د زلفو ولونه
زيندۍ شي زما غاړې ته خورېږي چېرته بل ځاى
حيران يمه دسپينو ستورو دغه نزاکت ته
سترگک وهي ټول ماته او ځلېږي چېرته بل ځاى
زما د زړه انگړ ته يې غمونه رالېږلي
په خپله د جانان تصوير اوسېږي چېرته بل ځاى.
د زړه خاموشه ښار
هغه هم ولاړه هک حيرانه وي چې نه يمه
بس لکه دستوري پرېشانه وي چې نه يمه
مرگه ستا له وېرې هره ورځ رانه پوښتنه کړي
بل به څوک نږدې درته تر ځانه وي چې نه يمه
ستا د زړه خاموشه ښار زما په نوم ودان شولو
دغه پاچاهي به بېرته ورانه وي چې نه يمه
زه يم چې وفا درنه د سر په قيمت غواړمه
بيه د ښکلا به دې ارزانه وي چې نه يمه
وايي په کې زه يم چې خبرې دې غزلې دي
شعر به دې شمسزيه بې عنوانه وي چې نه يمه.
توپان
دا نن چې لکه ستوري پرېشان يو زه او ته
منزل ته تورو ورېځو کې روان يو زه او ته
راځه چې مخ ور واړوو پوښتنه ترېنه وکړو
ترڅو به زغلولي دې توپان يو زه او ته
دا خير که مو غماز ترمنځه جوړه فاصله کړه
په زړونو کې خو يو بل ته ښه گران يو ز ه او ته
زه خير ستا د ښايست غواړم ته خير زما د سر
ولاړ د بلا مخې ته حيران يو زه او ته
يو وخت و چې د سرو گلونو غېږ کې اوسېدو
اوس سترگو کې اغزي د ټول جهان يو زه او ته
شمسزيه دمرگ کومي ته دانگل وي يوه ورځ
تر کومه به په لټه د امکان يو زه او ته.
د بخت ستوری
ته په رښتيا چې يې دغم مقابلې ته ولاړ
د ژوند د ستړي پېچ وخم مقابلې ته ولاړ
شور کې د خپلو اسويلو راز د تخليق لټوې
يې د بادار د جهنم مقابلې ته ولاړ
ستا يوې سترگې نه خندا بلې نه اوښکې څاڅي
څومره ډاډه يې د ماتم مقابلې ته ولاړ
خدايزده چې چا دې د بخت ستورى نړولى گرانه
چې خالي لاس يې د تورتم مقابلې ته ولاړ
غوښتل مې زه لکه سپرلي ستا پر زړه وغوړېږم
کاش نه واى ته مې د کرم مقابلې ته ولاړ.
قلنگ
يا به له ښاره وځي يا به هم قلنگ وركوي
كه دا ونه كړي نو سرزوري گواښ د جنگ وركوي
دخپل قاتل دې هوښيارۍ ته هم حيران يمه زه
زما د قتل ارادې ته د ژوند رنگ وركوي
څه جادوگر دى لوى واړه ورته سرونه ټيټ كړي
په هميانۍ كې يې څه شته هغه ته شرنگ وركوي
د لښكرونو پاچا پام په ملنگانو كوه
دلته د ماتې او بري زيرى ملنگ وركوي
چې مازيگر لمر په لوېدو شي نو ټپه ټپه شم
ته وا، څوك شته زما د زړه رباب ته ترنگ وركوي.
خواخوږې
څو کاله کېږي لر او بر گرځېدم
ما يو خواخوږى، يو جانان لټاوه
ما مې د خپلو لېونو خيالونو
هغه ښايسته ښاپېرۍ نه موندله
چې يې تصوير زما په زړه
زما په روح کې پروت و
اخ ښه شوه،
څومره ښه شوه،
ډېره ښه شوه،
ما د زرينې شپې،
له سپينو ستورو،
ډک اسمان کې
ته وموندې
ما دې په سترگو کې
دخپل زړه ناځوابه
سوالونو ته ځواب ومونده
ما مې،
د خپل ژوندون ،
تياره ماښام ته،
سپينه سپوږمۍ وموندله
نو گرانې !
څه دنېکمرغۍ شېبې دي،
راځه چې اوس د غره لمنه کې،
دنيا نه لرې خپلې تېرې،
هېرې بدمرغۍ
وژاړو
پرېږده که خداى وکړي
زموږ د اوښکو
سيند زموږ پر کلي هم سپرلى راخور کړي
او دا سپرلى
زموږ
د ټولو کليوالو هيلې وغوړوي.
زه او جانان
زه او جانان مې په څه چل دواړه يو ځاى اوسېږو
لاس مې لنډ کړى د اجل دواړه يو ځاى اوسېږو
موږ ځپل شوي د يو بل تر سيوري لاندې خوښ يو
څېرې گرېوان او جړ وربل دواړه يو ځاى اوسېږو
شپې د سپوږمۍ دي اوس د ستورو منځ کې ژوند تېروو
يو بل ته اوروو غزل دواړه يو ځاى اوسېږو
زه هم شاعر يم د فطرت په شهکارونو مين
غر دې خوښېږي که ځنگل دواړه يو ځاى اوسېږو
نور مو په غره کې لټوئ لکه نښتر او څېړۍ
زه او شمسزى شډل بډل دواړه يو ځاى اوسېږو.
لمبې
سپوږمۍ هم نه وه د تيارو په منځ کې پاتې ومه
بېگاه د اوښکو د ډيوو په منځ کې پاتې ومه
خود به ښايسته يې چې گلونو سره ژوند تېروې
زه خو څو کاله د لمبو په منځ کې پاتې ومه
ته چې د ښار شوې ته هوښيار شوې زه ساده په دې چې
ولې دخپلو تورو غرو په منځ کې پاتې ومه
لاس دې په وخت رانه کړو اوس بېړۍ د امن شولې
ښه دې ليدم چې دڅپو په منځ کې پاتې ومه
هغه مهال چې دقسمت تر وزر لاندې نه وم
د ډېرو خپلو او پردو په منځ کې پاتې ومه
شمسزى چې داسې لېونى اوسودايي گرځمه
يوه شېبه د ښاپېرو په منځ کې پاتې ومه.
ددنيا دوزخيان
خدايه دا موږه په دنيا دوزخيان؟!
سلگونه ورځې مو،
د اوړي د تاوده لمر،
په دوزخ کې،
داسې تېرې شوې چې،
نه مو د خاورو بام ليدلى
اونه شنه اسمان کې وريځ
زموږ پر سر سيورى شو،
ښايي،
دوزخ کې به هم،
دومره گناهگار بندگان،
خوار نه وي چې،
تنده يې وژني،
او اسمان پرې،
د يو څو څاڅکو باران ونه کړي.
غربت
زموږ بېوسه سترگې،
پوره يو
اوړى،
دسارا له تورو کاڼو سره وژړېدې.
اوس بيا د ژمي شپې دي
زموږ بېوسه
او بې څوکه ماشومان،
د بشريت متمدنه پېر کې،
ديخ له لاسه،
په بې بامه،
بې کړکيو،
کڼوالو کې،
په دې هيله، کنگل شوي
ناست دي،
چې د ساړه ژمي سيليو نه
د خپل ژوندون،
ډيوه وساتي.
راځئ!
ددې پېړۍ،
د ژوند د پرمختگ نښې
زموږ څېرو کې هم وگورئ،
ايا
نړۍ کلى کېدل
خلک همدې ته وايي؟؟!
مرگ او ژوند
اوس بل جانان لرمه ستا په تمه پاتې نه يم
غم سره خوښ يم د خندا په تمه پاتې نه يم
زه د ستار غوندې په خپله هم اوازلرمه
يوازېتوب کې هم د چا په تمه پاتې نه يم
هوا خو نه يم چې د واورې په څپه ورکه شم
وزر مې شته خو دفضا په تمه پاتې نه يم
دمرگ او ژوند ترمنځ يو راز دى همغه لټوم
نور ددنيا او ما فيها په تمه پاتې نه يم
تش دومره غواړم چې تر تلو مخکې يو څه ووايې
خير که ادنى وي د اعلى په تمه پاتې نه يم.
مغروره غوټۍ
که سپرلى بيا زموږ پر کلي راغى،
نو ته پوهېږې
زه به څه کومه؟
زه به،
د خپل مالت،
تنکي، تنکي،
ښايسته گلونه،
زه به،
دخپلو تورو غرونو نه،
نازکې،
سرې او سپينې غوټۍ،
لکه پخوا غوندې راټولې کړمه،
خو دا ځل،
هغسې سودا نه کوم،
چې مې د خپل کلي
تنکي، تنکي گلونه،
پاڼې پاڼې کړمه،
او بيا يې څوک
دکوم ظالم تر قدمونو لاندې وغورځوي
ما مې له خداى سره وعده کړې ده.
نور به،
دخپل کلي مغروره غوټۍ
ددې دنيا بې قدرو
خلکو باندې نه خرڅوم،
نور به،
د خپلو خړو غرونو
سره گلونه،
دخپل کلي مستو پېغلو ته وړم.
زموږ ښار او زموږ کلى
زموږ ه ښار او زموږ کلى
يو تر بله لرې،
کټ مټ، زما او ستا
ترمنځ چې دبېلتون
فاصله
کلى همدومره،
ښار نه لرې پروت دى.
نن مې له ښاره بيا تر کلي تگ و
زموږ تر كلي پورې،
دگاډۍ لس دقيقې لاره ده،
زما په مزل،
نيمه گړۍ.
گاډۍ مې نه خوښېږي،
تر کوره ټوک ټوک،
او پنځه افغانۍ هم لاړې شي.
نن مې
په دې پيسو بازار کې
دغزلو مجموعه واخيسته،
ښار نه
تر کلي پلى راغلم،
ټول کتاب مې ولوست،
نه زما نيمه گړۍ لاره وه
او نه،
د گاډۍ لس دقيقې،
بس
ټوله لار مې
له کتاب سره خبرې کړي،
نه د زاړه گاډيوان چيغې
او نه ما لاره کې،
گام په گام،
حساب کړى دى،
نو ته اوس ووايه چې
گټه مې وکړه
او که زيان مې کړى
دلس يا دېرشو دقيقو،
لاره يوه شېبه شوه،
کورته چې راغلمه،
همدغه شعر مې هم وليکه...!
جنگ
خدايزده کوم لور ته روان يو خبر نه يو
اوس په غېږ کې د توپان يو خبر نه يو
د رڼا او د تيارو په منځ کې اوسو
لکه ورېځې سرگردان يو خبر نه يو
جادوگر وخت په موږ داسې کوډې وکړې
اوس مو يو بل ته لاسونه نه اوږدېږي
فاصله زموږ تر منځ ده ډېره کمه
خو دا زړونه مو د لمر غوندې ډوبېږي
ديو بل سترگو کې ډېر رازونه وينو
خو کوڅو کې اوس پاچا قاتل ماښام دى
هر گلاب خپلو اغزيو باندې وژني
دښکلا ددښمن هرې خوا ته پام دى
که ددې ياغي توپان غرور مات نه شي
دهېچا بېړۍ به بچ نه پاتې کېږي
فريادونه به يې ټوله نړۍ واوري
وار په وار به دا ښارونه ټول نړېږي
عظمت به انسان تر خلي سپک شي
هر سړى به تش د خپل هوس غلام وي
دسکې پر يوه مخ انځور د سولې
په بل مخ به يې تصوير د قتل عام وي
که دا جنگ د عقيدې که د ټکې دى
خو چې مخې ته يې سرونه پورته نه کړو
دا څپې به د غرو څو کو ته هم خېژي
که جنډو غوندې لاسونه پورته نه کړو.
زموږ د ژوند پاڼې
لکه د ونو
دا تنکۍ پاڼې،
چې،
څانگو کې وټوکېږي،
شنې شي،
او د وخت په تېرېدو يې
بڼه ژېړه شي،
ترپ،
ورژېږي.....
موږ هم کټ مټ داسې يو.
دنيا کې،
وزېږېږو،
وغوړېږو،
لا مو يو بل سره په ډکه خوله،
خندلي نه وي،
چې مرگى راشي
او د ژوند پاڼې مو ورژوي....
اوس هم په باد مين يم
زه لا هماغسې يم،
اوس هم په باد مين يم،
اوس هم،
تمام اوړى، په بام ويدېږم،
اوس هم،
د پلارپه زنگېدلي،
کټ کې ،
ټوله شپه،
اسمان سره خبرې کوم.
زه لا هماغسې تمامه شپه،
له ستورو سره مينه کوم
زه لا هماغسې،
د ستورو په مرگ،
چيغې وهم،
کړيکې کوم،
ځان سره ټوله شپه تيارو ته،
بدې ردې وايم،
څه عجيبه، سړى يم
زه مې،
د مور،
دروغ، رښتيا
خپلو،
کوچنيو ماشومانو ته
ميراث کې پرېږدم
بس چې ماښام شي،
نو
دخپلې مور
يوه، يوه کيسه راواخلم،
زامنو راشـى!
لورکۍراشه،
ښه نږدې پرېوځئ،
هغه دى وگورئ
اسمان کې،
هغه کټ وگورئ ،
هغه څو ستوري ښيم،
تاسې لږ چوپ شئ!
دمورجانې،
يوه خبره مې راياده شوله
مور به مې هر ماښام کيسې کولې
زه چې ماشوم وم
مابه ټوله شپه اسمان ته کتل
مور به مې ويلې:
چې زامنو!
دا اسمان،
تر ځمکې ډېرښايسته دى.
هغه دى ښه وگورئ،
هغه څو ستوري
چې يو ځاى راټول دي،
هغه يو کټ دى،
يو زمرى دى
او د کټ پښه کې اوزه تړلې
هغه دى ښه وگورئ،
زامنو وگورئ،
اسمان
تر ځمکې،
ډېرښايسته دى.
هلته يو لمر دى
يوه سپوږمۍ ده،
او يوه گله دستورو ښکاري
هغه دى وگورئ
په خپلو سترگو
چې سپوږمۍ
څومره ښايسته ده،
او په منځ كې يې،
څېره ده
څومره ښکلې ښکاري!!
مور به مې
دلته لږ څه چوپه شوله
مور به مې غلې شوله،
ښايي څه وېره
به يې زړه ته راغله،
خو موږ به بيا لکه چنچڼو
شور ماشور جوړ کړ
چې مورې!
گرانې مورې،
دا ته ولې داسې غلې شولې؟
مورې، خبرې کوه!
مورې سپوږمې کې نو دا څه دي
چې موږ نه پوهېږو،
مور به مې بيا غاړه تازه کړه
او زموږ ماشوم خيالونه به يې
ځان سره اسمان ته بوتلل
هغه ده ښه وگورئ
هغه سپوږمۍ ده
او په منځ کې يې
سپېڅلې ملايکه ناسته
تاسې ته ښکاري او که نه
تاسې لږ ښه وگورئ
هغه چې تت ښکاري
هغه درښيم
هغه سپېڅلې ملايکه ده
په لاس کې يې زرينه شپېلۍ
داسې شپېلۍ
چې په اواز به يې دنيا لړزېږي
مور به مې بيا
لږ ټکنۍ غوندې شوه
موږ به له ډېرې تلوسې نه
يو ځل بيا
مور ته په چيغو چيغو وويلې
مورې!
خوږې مورې
کيسه کوه رښتيا چې
دا اسمان
تر ځمکې ډېرښايسته دى
مورې راځئ چې موږه هم
اسمان ته کډه وکړو
مور به مې کټ کټ
په خندا شوه،
او په موږ به راخوره شوه
او يو يو به يې پر سرښكل كړو
بيا به يې ويلې:
نه، نه، بچيانو
انسانان اسمان ته کله تلى شي
اسمان ته لار د ختو کله شته دى
اسمان د ستورو ځاى دى
اسمان ته هغه څوک ورتلى شي
چې يې زړونه لکه لمر
لکه سپوږمۍ
لکه ليلا
لکه مجنون صفا وي
اسمان دمينې ځاى دى
موږ انسانان يو
موږ د مينې په چل نه پوهېږو!!!
موږه د ځمکې په سر ټول عمر
له يو بل نه نفرت کړى دى
موږ ته اسمان په خپله غېږه کې ځاى نه راکوي
بچيانو غلي شئ
ويده شئ
چې اوس لمر راخيږي.....
ماشوم کاته
نن دې ماشوم ماشوم کتو ته حيران پاتې يمه
بس د الله پاک قدرتو ته حيران پاتې يمه
دچا تر زړه تلل که اسانه وي نو گرانه هم وي
دجانان سترگو غلچکو ته حيران پاتې يمه
دغه رڼا زما شعور ته کومې خوا نه راغله
ډېره تياره وه دې سپېدو ته حيران پاتې يمه
ځاى د پښتو چې شي سکروټه په ورغوي کې وړي
زه دې شډلو پښتنو ته حيران پاتې يمه
تمامه شپه مې په لمن کې لکه ستوري گرځي
دخپلو اوښکو سلسلو ته حيران پاتې يمه
په مستۍ راشي زما خيال کې ټپې وتښنوي
ترنگ د رباب شرنگ دبنگړو ته حيران پاتې يمه.
اجل
دا خو دې بيا زما خوښيو ته اجل راوړى
زموږ د ړنگ کلي په څېر دې ړنگ وربل راوړى
نه لرم څه چې دې ډالۍ کړم پښتني ښايست ته
جانانه واخله يو مې زړه يو مې غزل راوړى
راځئ چې پرانيزو له ملا يې د مرميو چانټه
چا يو تنکى زلمى ساتو ته د مورچل راوړى
د زړه وطن مې د تنکو هيلو په وينو ساتم
که نه وحشي غمو پرې څو ځلې يرغل راوړى
ښايي چې ته مې هم اړ شوى يې غلام زړگي ته
چې دې بادار حسن غلام ته په درشل راوړى.
کاينات
څه مينه گرکي کاينات دي
څومره ښکلى ژوند دى
تمامه شپه
ستوري، سپوږمۍ
راسره مينه کوي
چې سپېده دم شي
بلبلان راته
خوږې خوږې نغمې غږوي
او باد
ورو ورو
د تنکو ونو پاڼې ونڅوي
سهار کې لمر
په خپلو تاندو
او نازکوطلايي گوتو
زما بدن لږ وتخنوي
چې مخ ور واړوم
په سترگو کې موسکى وي
تر ما مخکې
راته ووايي
سهار دې په خير.
انتقام
له بل چا نه له خپل گرېوانه انتقام اخلمه
ددې بايللي جنگ له ځانه انتقام اخلمه
ددې بازار په سوداگرو مې لاس نه برېږي
له خپل بېوسه شان ارمانه انتقام اخلمه
چې سترگې مړې واړوې اور مې په زړه ولگوې
يو ورځ به ستا له دې حيا نه انتقام اخلمه
اوس دې په لاس کې د ښکلا هغه رنگونه نه شته
اوس مې زړه نه کېږي چې تانه انتقام اخلمه
لېونى فکر غولوم ژړا کې وخاندمه
په دغه چل ستا له سودا نه انتقام اخلمه
دښتو کې وايمه سندرې ښار کې غلى گرځم
هره ورځ داسې له دنيا نه انتقام اخلمه.
د زړه زلزله
لامې فکرونه غولوم لا دې د ځان گڼمه
لا دې نغمو کې يادوم لا دې جانان گڼمه
خدايزده چې څه مې زړه ته راشي زړه مې ولړزوي
زه خو د زړه زلزله وېره د ايمان گڼمه
پرېږده له سترگو مې څپې د اوښکو وبهېږي
زه بارانونه پېرزوينې د اسمان گڼمه
وخت که ماښام وي که سحر خو چې بېلتون راولي
غماز که تور وي او که سپين زه يې شيطان گڼمه
ته وايه بس دى شو ترسره دې ارمان شمسزيه
زه وايم نه، زه خو نيمگړى خپل ارمان گڼمه.
زخمي کلونه
نه مې هغه خوږې کيسې او نه مې شپې هېرې دي
نه مې سپرلي کې د بلبلو ترانې هېرې دي
دښار کوڅو کې هرڅه شته اشنا غږونه نه شته
ځکه مې وينو نه پخوا غوندې جذبې هېرې دي
اوس مې هم ياد دي د خپل تېر عمر زخمي کلونه
گومان ونه کړې چې له مانه ستا وعدې هېرې دي
چې په نغمو يې لوبول د ولو شنه ښاخونه
اوس کليوالو نه دسيند مستې څپې هېرې دي
وخته له تا سره زما لوبه لا ختمه نه ده
لږ صبر وکړه ما نه خپلې ارادې هېرې دي
شمسزيه شته مو لا په زړه کې د ايمان بڅره
خو تش له موږ نه د احساس بلې لمبې هېرې دي.
دگورگرو بازار
د لېونيانو دخبرو بازار وگوره اوس
د ببرسرو قلندرو بازار وگوره اوس
چې په يوه ټنگه به نه اخيست چا دې کلي کې
زموږ د اوښکو مرغلرو بازار وگوره اوس
هغه زما د بولۍ غږ و چې اسمان ته جگ شوې
راځه د خپلو سوداگرو بازار وگوره اوس
څنگه دې اخيستې له موږ نه د سکرو په بيه
زموږ د غرونو د نښترو بازار وگوره اوس
سږ کال باران وشو دغرو لمنې وغوړېدې
راشه پکتيا ته د گورگرو بازار وگوره اوس.
شک
نږدې که نه وي له هېچا نه دومره لرې نه دی
په تا مين گوره له تا نه دومره لرې نه دی
خير لېونى به نه يم ياره خو ستا شک منمه
زموږه کور هم له بيديا نه دومره لرې نه دی
چا ويل زما لاس د سپوږمۍ تر زلفو نه رسېږي
دغه خبر خو له امکانه دومره لرې نه دی
مينې دې څومره لوى کمال وکړ شاعر يې کړمه
اوس مې هنر ستا له ښکلا نه دومره لرې نه دی.
دمينې لاروي
کله ځان سره په جنگ يو کله خپلو کې پخلا يو
نه خبر په ابتدا يو نه خبر په انتها يو
موږ دمينې لارويو سل ترخه جامونه څښلي
دلته سل ځله مړه شوي يو او سل ځله پیدايو
په بدل کې يې له خدايه دې وطن ته سپرلى غواړو
لوى واړه چې لکه وريځې په سلگيو په ژړا يو
دا منم درسره موږ د غرو او دښتو ساده خلک يو
خو ظاهر او په باطن کې ائينې غوندې صفا يو.
دښايست قدر
جانانه ژوند دى چا ته ژاړم چا ته وخاندمه
تياره کې ناست يمه خپه، رڼا ته وخاندمه
ستا د ښايست قدر به ياره دومره بس وي که نه
چې ستا د هر ظلم بدل کې تاته وخاندمه
دشپې شبنم غوندې اورېږم په گلونو باندې
سهارکې ستورى شم فاني دنيا ته وخاندمه
چې ماته گوري لږ موسکۍ شي سترگې مړې واړوي
زړه کې مې پټ د جانان دې جفا ته وخاندمه
زموږ دکلي منځ ته راشي بل ته لاس ورکوي
له ډېره غمه د يار دې سزا ته وخاندمه
دمينۍ زور دې اوس تر دې حالته راوستمه
له مجبورۍ دې هرقاتل ادا ته وخاندمه.
د جذبو غوندې خبرې
هغه چې ته به يې گواښلې اوس دې خيال هم کوي
ته چې راځې ستا د راتللو استقبال هم کوي
داسې وخت راغى فرق د دوست او د دښمن نه کېږي
دلته دې وژني هلته ستا د ژوندون سوال هم کوي
څه زورور دي ښکلي هرڅه کې چېړ خوند ورکوي
په رڼا ورځ درنه زړه پټ کړي بيا جنجال هم کوي
ډېر شاعران به د ښکلا له ښاره تش لاس وځي
که څومره ذکر دبېلتون او د وصال هم کوي
شمسزى چې څه وايي جذبو غوندې رښتيا یې وایي
که نه خبرې خو د تور بازار دلال هم کوي.
د غم لمر
لرې ولاړ وم د ورتللو په چل نه پوهېدم
رښتيا به وايمه دښکلو په چل نه پوهېدم
فکر مې نه و سين د سترگو کې يې پرېوتمه
بيا نو تر ډېره د وتلو په چل نه پوهېدم
ستا انتظار کې غلى ناست وم ستا په څېر نه ومه
زه د وعدې د ماتولو په چل نه پوهېدم
ته رانه لاړې زه دې داسې ځاى کې پرېښودمه
چېرته چې زه د اوسېدلو په چل نه پوهېدم
شمسزيه دې کلي کې هغه د غم لمر ومه زه
چې ماښام هم د پرېوتلو په چل نه پوهېدم.
راز
زما ژوند ښکاري کوم راز دى
او څه راز شته زما ذات کې
زما ورځې شپو کې ورکې
او شپې ټولې په فرياد کې
دا ټکرې چې خورم ښکاري
زما لاس دى د چا لاس کې
پته هېچا ته هم نه شته
پټ مې څه دي په وسواس کې
رقيبانو ته مې وايئ
چې په خپل حال مې لږ پرېږدي
يوه ورځ به دا ښار لولي
څه ضرور زما په ياد کې.
زه هم د گل په شان وم
له ځانه درته گران وم يو څو شپې ورځې مخکې
زه هم دا ستا جانان وم يو څو شپې ورځې مخکې
راپرېوتم له برمه د چا د سترگو ښکار شوم
يو ستورى د اسمان وم يو څو شپې ورځې مخکې
چې سره گلونه وينم په خيال کې مې را گرځي
زه هم د گل په شان وم يو څو شپې ورځې مخکې
دا هم د وخت گردش دى چې هېر شومه له خلکو
موضوع د هر داستان وم يو څو شپې ورځې مخکې
اوس هره ورځ راځې خو زما زړه کې ځاى نه شته
ددې کار په ارمان وم يو څو شپې ورځې مخکې.
دروغ
بلا دروغ غلي دي ستا د سوگندونو شاته
لکه اغزي چې چوپ ولاړ وي د گلونو شاته
زما او ستا د راز خبرې ښار ته ووتلې
ښکاري څوک پټ و ددې خړو دېوالونو شاته
داسې يو وخت و چې نغمې زما په نوم جوړېدې
اوس نو يادېږمه د اوښکو دسيندونو شاته
ستا د خندا تر شا د غم د پاچاهۍ تصوير دى
توره تياره ښکاري د ستورو د مخونو شاته
چاچې زموږ له بېوسيو سره لوبې وکړې
پټ د خداى قهر و زموږه د اهونو شاته
شمسزيه ستا تر کوره دومره ژر راتللى نه شو
د چا پوکى و د لمبو او د اورونو شاته.
د بابل جادوگر
وروسته تر دې درسره داسې رقابت کومه
ته له ما کرکه کوه زه به محبت کومه
تاته به ښه ښکارېده زه دې له زړه وويستمه
خو زه پښتون يمه د خپل مېلمه عزت کومه
په خپله خوښه زه د گل په دام کې ونښتم
څه ضرورت دى چې به چا ته شکايت کومه
زما د سپينې تورې مخې ته بېوسه شولو
دسر دښمن سره مې ځکه شرافت کومه
دجانان سترگو کې اوسېږي د بابل جادوگر
شمسزيه نور ترېنه په زغرده بغاوت کومه.
گونگې کرښې
زما او ستا راز دې زما او ستا په زړونو کې وي
هره موضوع نه کوي خوند چې کتابونو کې وي
ته دې لاس راکړه چې دا گونگې کرښې ولولمه
که څه زما او ستا په باب ستا په لاسونو کې وي
چې سترگې پټې کړمه هر څه رانه لرې تښتي
يوازې ستا غم مې ملگرى په خوبونو کې وي
زه چې په کومه وينا خلکو ښار نه وويستمه
سبا به دا د وخت په ټولو نصابونو کې وي
اوس هغه خلک هم زموږه د پښو پل ورانوي
هغه چې غلي ناست زموږ په محفلونو کې وي
شډلو خلکو کې موندلى شې گوهر د وفا
شمسزيه څومره قيمتي کاڼي په غرونو کې وي.
خرابې
ته چې موسم غوندې ساعت کې بدلېدې جانانه
سهوه دې وکړه چې زما زړه ته راتلې جانانه
زه که اغزى يم نو لمن دې رانه لرې ساته
که زه گلاب يمه وربل کې به مې ږدې جانانه
هېڅ پروا نه کړي چې سپوږمۍ او لمر مې واک کې نه دي
دا به وي ډېره چې زما دي ورځې شپې جانانه
ته لکه سيند يې سم او غر ستا د رضا تابع دي
خوښه دې خپله ده په کومه خوا چې ځې جانانه
پوهېږم نه چې دا شهرت که رسوايي ده زما
هر چېرته شته زما د مينې اوازې جانانه
شمسزى خړ پړ دى خو په زړه کې مينه ډېره لري
په خرابو کې پيدا کېږي خزانې جانانه.