ميكل انژ او پرښته

 

يوه ورځ مشهور انځورگر ميكل انژ يوه لويه توره تيږه دنورو په مرسته د خپل كور خوا ته تولوله او غوښتل يې چې خپل كور ته يې دننه كړي. يو ملگرى  ورته نږدې  شو او ورو يې ترې وپوښتل:

-         په دې توره تيږه څه كوې؟

ميكل انژ ورته وويل:

-         په منځ كې يې يوه پرښته ايساره ده غواړم ورته نجات وركړم.

دوست يې موسكى شو او خپله لاره يې ونيوله. څو مياشتې وروسته چې د ميكل انژ كورته په ميلمستيا راغى نو ديوې ښكلې پرښتې مجسمه يې وليدله.

 

باران

زړونه بايد انسانانو ته ونه سپارو، انسانان سخت زړي دي، زړونه كه باران ته وسپارو نو ښه به وي ځكه چې باران به هېڅكله بې وفا نه شي، تر باران لاندې كولاى شو د سترگو مهرباني حس كړو او د مينې د اواز ترنم واورو. تر باران لاندې كولاى شو پر ستوري كيدلو باوري شو او ان ستوري  راټول كړو، تر باران لاندې مې  ځمكه په اسماني رنگ كې له يوې پراخې مينې سره وموندله. 
باران يانې د اسمان ماته كينه، باران يانې ستا د گامونو اواز، باران يانې د وريځو نا ارامه زړونه، باران يانې ستا د خبرو مهرباني.