janan janan
پر ۱۳۵۸ لیږدیز لمریز کال د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ په کنده راجایي نومې کلي کې زیږېدلی یم.
زده کړې مې په پاکستان کې پای ته رسولې او له اوو کالو راهیسې په فرهنګې کارونو بوخت یم ، د هیلې مجلې مرستیال ، د کاوون اوونیزې مسوول مدیر او همدا راز له ۲۰۰۳ م کال راهیسې په بیلابیلو نړیوالو ټولنو کې مطبوعاتي مسوول او ویاند په توګه کار کوم . له ۲۰۰۰م میلادي کال راهیسې بېلابېلو ملي او نړیوالو ورځپانو ، مجلو او ویب پاڼو سره همکاري لرمه . په درېيو ژبو [پښتو، دري او انګلیسي] لیکنې کولای شي .
د نورو فرهنګي منډو ترړو ترڅنګ مې یو شمېر کتابونه هم لیکلي چې په لاندې ډول دي:
۱-د نښترو او ګورګرو څو سندرې [ دلغمان د شاعرانو تذکره] چاپ.
۲-هنر او هنري څرنګوالی (ناچاپ)
۳- کیسې او نقدونه [د بېلابېلو نړیوالو لیکوالو کیسې او پر کیسو یې نقدونه] ناچاپ
۴-دشعرونو یوه ټولګه [د شپې په غېږ] چاپ
۵- دشعرونو ټولګه [د ژوند پاڼې] چاپ
له خدایه ډېر خوشحاله یم چې د ژوند په ټولو چارو کې یې منځګړی رول راکړی، نه ډېر ښه لیکوال یم او نه ډېر بد، نه ډېر مخکښ شاعر یم او نه مبتذل، نه افراطي یم او نه تفریطي، نه ډېر مالداره یم او نه ډېر غریب. هر څه چې خدای (ج) راکړي پرې قانع او خوشحاله یم.
نړيوال ادبيات
هنري نثرونه
ميكل انژ او پرښته
د زمانې بانک
فکر وکړی، یو بانک لری چې هره ورځ په کې ۸۶۴۰۰ روپۍ ستاسې په حساب کې زیاتېږي او د شپې تر پای پورې وخت لری چې دغه ټولې روپۍ ولګوی، د حساب تر پای پورې بانک په خپله تشېږی، په دغه وخت کې تاسې څه کوی؟ البته هڅه به کوی چې اخري روپۍ هم مصرف کړی.موږ هر یو همدغسې یو بانک لرو، هو د زمانې بانک.هر سهار ستاسې د زمانې په بانک کې ۸۶۴۰۰ ثانیې اعتبار غورځول کېږي و دشپې په پای کې دا اعتبار په خپله خلاصېږي، یوه ثانیه یې هم بېرته نه ګرځي او له دغه حسابه هېڅ هم د سبا حساب ته نه پاتې کېږي. تا
لمر او شمع
کله چې لمر وځلېد، د زړې جونګړې د پنجرې تر شا شمعې ته یې پام شو چې د ژوند لږې شېبې یې پاتې وې.لمر ورته په خندنۍ لهجه وویل:پرون شپه دې د چا لپاره ځان قربان کړ؟شمعې وویل: ځان مې قربان کړ چې (هغه) د شپې په تیاره کې زړه تنګ نه کړي.لمر: دهماغه پتنګ لپاره چې زما په ځلېدو یې ته پرېښودې او ولاړ.شمع: یو عاشق دخپلې معشوقې د خوښۍ لپاره هر څه کوي خو دهېڅ کار تمه او توقعه ترې نه لري ځکه چې د معشوق خوښي خپله خوښي ګڼي.لمر په تمسخر وویل: های های فدایي عاشقه، که چېرې ته
څڅېدلې اوښكه
يوه ورځ سهار مهال د سحرگه سپېده دم ديوه غوړېدلي گل ترڅنگه تېرېده. درې څاڅكې اوبه د گل پر اننگيو پرتې وې، څاڅكو د سحرگه سپېده دم ته غږ وكړ.سپېده دم وويل:_ څه وايئ؟_ غواړو زموږ ترمنځ پرېكړه وكړې._ مطلب مو څه دى؟_ موږ درې څاڅكي چې هر يو له يوه ارزښتمن ځاى څخه راغلي يو، غواړو په موږ كې غوره معلوم شي._ ښه ووايئيوه وويل: زه له ورېځو څخه راڅڅېدلې يم، زه د سيندونو لور او د څپانده اوقيانوس استازې يم.دويمې وويل:_ زه د سحرگه لارښوده ي