يوه ورځ سهار مهال د سحرگه سپېده دم ديوه غوړېدلي گل ترڅنگه تېرېده. درې څاڅكې اوبه د گل پر اننگيو پرتې وې، څاڅكو د سحرگه سپېده دم ته غږ وكړ.
سپېده دم وويل:
_ څه وايئ؟
_ غواړو زموږ ترمنځ پرېكړه وكړې.
_ مطلب مو څه دى؟
_ موږ درې څاڅكي چې هر يو له يوه ارزښتمن ځاى څخه راغلي يو، غواړو په موږ كې غوره معلوم شي.
_ ښه ووايئ
يوه وويل:
زه له ورېځو څخه راڅڅېدلې يم، زه د سيندونو لور او د څپانده اوقيانوس استازې يم.
دويمې وويل:
_ زه د سحرگه لارښوده يم، ماته د سهار ښايست او د نازكو پاڼو ښكلا هم وايي.
سپېده دم درېيمې څاڅكې ته چې عاجزه ناسته وه مخ ور واړوه او ويې ويل: لورې ته څوك يې؟
څاڅكه له خپله ځايه په ډېره عاجزۍ وخوځېده او ويې ويل:
_ زه هېڅ هم نه يم، زه ديوې نجلۍ له سترگو څڅېدلې يم، لومړى تبسم وم، بيا د يوې شېبې لپاره دوستي شوم او اوس رانه څاڅكه جوړه شوې.
لومړيو دوو څاڅكو پر دې خبرې وخندلې، خو سپېده دم درېيمه څاڅكه په خپل لاس كې ونيوله او ويې ويل:
هئ! ځان ته وگورئ، ځان ستاينه ښه نه ده، دا تر تاسو پاك او قيمتي دى.
لومړني وويل: زه د سيندونو لور يم، تر ما؟
تر ما ښه دى؟
دويمې وويل: زه د اسمان له غېږې راښكته شوې يم دا نه شي كېدى چې تر ما ښه وي.
سپېده دم وويل: همداسې ده مگر دا يو نرم بخار دى چې له زړه نه پورته شوى او د لېمو له لارې د باندې راوځي په دنيا كې تر زړه هېڅ ښكلى ځاى او قيمتي كور نه شته، د اوښكو څاڅکه يې پورته كړه او له سترگو پناه شو.