لمر او شمع
لمر ورته په خندنۍ لهجه وویل:
پرون شپه دې د چا لپاره ځان قربان کړ؟
شمعې وویل: ځان مې قربان کړ چې (هغه) د شپې په تیاره کې زړه تنګ نه کړي.
لمر: دهماغه پتنګ لپاره چې زما په ځلېدو یې ته پرېښودې او ولاړ.
شمع: یو عاشق دخپلې معشوقې د خوښۍ لپاره هر څه کوي خو دهېڅ کار تمه او توقعه ترې نه لري ځکه چې د معشوق خوښي خپله خوښي ګڼي.
لمر په تمسخر وویل: های های فدایي عاشقه، که چېرې ته د دویم ځل لپاره بیا نړۍ ته راشې نو څه غواړې چې و اوسې؟
شمعې اسمان ته وکتلې او ویې ویل: شمع... خوښېږي مې بیا هم شمع شم.
لمر په حیرانتیا وویل: شمع؟؟؟
شمعې وویل: هو شمع......... خوښېږي مې چې شمع شم، بیا یې په مینه کې وسوځم او د پتنګ تیاره شپه روښانه کړم.
شمعه وموسېدله او ویې ویل: ما پرون شپه د پتنګ په خوا کې هغه خوند ولید چې تا به په دې ټولو کلونو کې نه وي لیدلی، زه دمینې دا یوه شپه ستا په ټول ژوند، لویوالي او عظمت نه بدلوم.
لمر وویل: تا چې پرون شپه دومره خوندوره تېره کړې نو اوس ولې ژاړې ؟
شمعې اوښلنې سترګې ور واړولې او ویې ویل: زه د ځان په غم کې نه ژاړم، اوښکې مې د پتنګ له غمه تويېږي چې سبا شپه به د دومره لویې شپې له دې تیارې سره څه کوي او شپه به څنګه یوازې تېروي.
شمعې له همدې جملې سره ساه ورکړه او د تل لپاره ویده شوه.