لمر
لمر نه له سيند نه رابهر شو، نه په غره واوښته
هسې تش خيال د روښنايى زما په زړه واوښته
اسمانه ډېر دې زموږ سترگو ته دروغ وويلې
زموږ نظر خو له تيارو نه په تياره واوښته
مرگى له ما سره په څنگ، څنگ كې تر ډېره راغى
خدايزده په څه نيت راغلى و، په څه واوښته
پاس د غره څوكې ته چې گورمه نو زړه مې ډك شي
پرون په دې كنډو زما د بخت مرغه واوښته
شمسزيه خداى دې د جانان ښايست ته خير پېښوي
دشپې غل لاړو د رڼا ورځې په غله واوښته
نن مې د تېر ژوند كتاب پرانيستلو
بيا مې د ژوند پاڼې راواړولې
نن مې دې
ژېړو،
سرو او شنو پاڼو ته ښه وكتل
اف!
دا مې څه كړي دي
قسم جانانه ستا په ښكلو ښكلو سترگو پاندې
ماته دا پته نه وه
چې ناپامۍ كې ما
دا دومره شاعري دا ستا لپاره كړې...............
باران ورته څه پرېښودل، ږليو څه ونه كړل
تنكي وږي يې يوړل ترې، سيليو څه ونه كړل
يو، دوه، نه، ډېر همزولي مې له سترگو تري تم شول
په موږ پردو جگړو، پردو گوليو څه ونه كړل
د غرو برېتور واړه د برېښنا غيشو شهيد كړل
دې شپې په ويدو سترگو د غوټيو څه ونه كړل
كوڅې د ښار زړې شولې په تمه د راتلو يې
يو پل يې پېرزو نه شو پرې، سپرليو څه ونه كړل؟
دا ستا د غزل چيغې ښكاري نه رسي اسمان ته
شمسزيه د لفظونو دې زگيرويو څه ونه كړل
ته به لا نه يې خبر!!!
زما له سترگو نه خوبونه مه وړه
زه دخپل غم غېږ كې ويده ښه يمه
زه نور له ژونده ستړى شوى شاعر
ددې صنم غېږ كې ويده ښه يمه
پام كوه سترگې دې ونه غولېږي
زه د ژوندي په نامه مړى يمه
زما له شونډو نه خوځښت مه غواړه
هسې يو باد دلته راوړى يمه
خداى خبر چا سره او چېرې به ځم
زه مې په خپل مستقبل نه پوهېږم
چې به مې كوم ساحل ته سر ورسي
لا په راتلونكي منزل نه پوهېږم
ورځه دخپل ښايست د بڼ لپاره
نورو جونگړو كې باغوان پيدا كړه
د نورو زړونو كوڅې ولټوه
په كې د خپل زړه ورك ارمان پيدا كړه
زما په زړه كې كېږدى ونه وهې
په دغه دښته لوى توپان روان دى
ژوند به دې هسې په اوبو لاهو كړې
يو رود د اوښكو د باران روان دى.
ژوند دلته لا هاغسې زموږ پر اوږو بار دى
لويه فاصله ترمنځ دكلي او د ښار دى
څنگه به سپرلى زما له وينو نه رنگ واخلي
دلته خو هغه هم دمرگ كومه كې ايسار دى
اوس به دا ډبرې د ښايست مجسمې كړي
دغه سړى گورئ هم شاعر دى هم فنكار دى
ستړې موساگانې دي خو لاس مو په خوله ايښى
هر چا ته ولاړ د كور په وره كې يو ښامار دى
ډېرې زمانې وشوې كنډرو كې اوسېږو
دا وطن چې وران شي موږ يې جوړ كړو دا مو كار دى