نه پوهېږم چې دې افريقايي وږو، تږو دبړه مارانو ته به زما د ايميل پته  زما د وخت كومو دښمنانو وركړى وي، هره ورځ يو نه يو ايميل راځي چې په هغه كې يې له ما سره خواخوږي ښودلى وي، زما ستاينې يې په كې كړې وي چې په دې ټوله دنيا كې ته موږ ته صادقه او نېك سړى ښكاره شوې ځكه خو مو درسره دا راز شريك كړ.
تاسې به هم فكر كوئ چې څنگه ايميلونه راليږي او  څنگه زيرى راباندې كوي، ډول، ډول برېښناليكونه راځي، چاراته په كې د واده بلنه راكړې وي، چا راته په لاټرى كې د گډون كارتونه راليږلي وي، چا څه او چا څه، هر يو په كې د خپل تجارت ستاينې كوي، د واده بلونكى راته د خپل ښايست ستاينې كوي او نوي نوي تصويرونه راليږي چې خدايزده د چا تصويرونه به وي خپل يې او كه پردي.
د لاټرى خاوند وايي په موږ ته څېړنو دا ښودلې چې په نږدې دوو درېيو ورځو كې به ته مليونر شې هله ژر كوه گډون وكړه، وخت او بخت له تاسره دى، موږ وايو كه په تا د ډالرو باران وشو په موږ به لږ وڅڅېږي هله ژر كوه د سرو ژرو په دې سيند كې ولامبه او داسې نور.. زه حيران يم چې دا يو  كال مې د عزيزي بانك، كابل بانك  او افغان چانس د بخت حساب او قسمت حساب  كارتونه په جيب كې زاړه شول، چې په دې وطن  كې ولې راسره وخت او بخت ياري نه كوي، ښايي زما دبخت مرغه افريقې ته الوتلى وي او چېرته په كومه ناپايه دښته كې دې وږو او تږو دبړه مارانو ليدلى وي، خو خير هر څه چې وي اوس يې ماته يو سرخوږى پيدا كړى، په سلگونو ځله مې ورته ليكلي چې د خداى په خاطر زما دايميل پته له خپل لېست نه وباسئ، هغو پيسو ته چې زما په تمه په بانكونو كې ايښي كوم بل بختور او ښه سړى پيدا كړئ او يا يې خپله واخلئ، بس وايي نه ته به خامخا له موږ سره جوړجاړى كوې كه نه دادومره پيسې چې ستا د قسمت د مرغه په وزرونو كې تړل شوي دا به  خدايزده په كوم دوزخ كې ولوېږي.
كه رښتيا درته ووايم اوس ددې برېښناليكونو له لوستلو او له منځه وړلو سره عادت شوى يم، خو په ما يې چې د اول ځل لپاره خوبونه ورك كړي وو هغه برېښناليك مې تر اوسه هم ساتلى دى. دپنځو، شپږو مياشتو مخكې خبره ده، يو سهار د وخته دفتر ته راغلم خپل كمپيوټر مې روښانه كړ، دعادت له مخې مې تر هرڅه دمخه خپل ايميل خلاص كړ، څه گورم چې يو نوى برېښناليك  راغلى چې پر سر يې ليكل شوي وو (خپله خزانه ترلاسه كړه)، زه حيران پاتې شوم چې له ما نه خو كومه خزانه وركه نه ده چې دا به څه وي خو بس سرليك يې په زړه پورې و ما هم د برېښناليك لوستلو ته پيل وكړ، برېښناليك داسې پيل شوى و:
كېداى شي دغه برېښناليك تاته حيرانوونكى وي، ځكه ما او تا دمخه سره نه دي ليدلي او نه مو هم سره كومه اړيكه شته. زه براون رابرټ د افريقې د دولتي بانك ريس يم، غواړم له تا سره يوه تجارتي راز شريك كړم، څو كاله دمخه په نيوزلينډ كې يوه الوتكه راولوېده، ښاغلى البرټ او كورنى يې په دغه حادثه كې له دې دنيا نه لاړل. د ښاغلي البرټ څه باندې اته مليونه ډالره موږ دا څو كاله وساتل، خو اوس د بانك دبورډ مهمو غړو پرېكړه كړې چې دغه پيسې بايد يوه بهرني هېواد ته وباسو او بيا يې هلته سره خپلو كې ووېشو، موږ د گڼو برېښناپتو ترمنځ قرعه كشي وكړه او ستا نوم په كې راووت، زموږ دحساب له مخې تاته درې مليونه ډالره در رسېږي، هيله ده ژر تر ژره لاس پر كار شې او موږ ته بېرته ډاډ راكړې. په پاى كې يې راته دخپل بانك او د كاركوونكو تصويرونه، هغه اخبارونه چې ددوى نومونه په كې چاپ شوي، د الوتكې د رالوېدو خبر او تصويرونه او هم په الوتكه كې د البرټ او د هغه د كورنى د مړو تصويرونه او خبر چې د نيوزويك په ويبپاڼه كې چاپ شوي وو رالېږلي وو.
ديوه ساعت لپاره خو دې برېښناليك بلې دنيا ته ورسولم، ځكه موږ چې د درېيو مليونه افغانيو بنډلونه لا تر اوسه په خوب كې هم نه دي ليدلي د درېيو مليونو ژونديو ډالرو لاسته راوړل راته يوه حيرانوونكې خبره ښكارېده، په هغه ورځ مې چندانې كار ته ډډه نه لگېده، كه رښتيا درته ووايم خپلو غريبو همكارانو سره خبرو هم خوند نه راكاوه، ځان راته مليونر ښكارېده، دوه درې ځلي مې زړه كې تېر شول چې اوس خو دغه غټه شوړه په لاس راغله بايد همدا نن په دې سپېره دفتر كې استعفى وكړم، خو بيا مې وويل ته راځه دغه ايميل ځواب كړه بيا به گورو چې څه كېږي.
د ايميل په ځواب كې مې ورته وليكل:
كور مو ودان چې زه مو ياد كړم، كله چې مې ستاسې ايميل لوسته زړه مې دخوشحالى اټنونه كول،  باور مې نه و چې دا مو ماته راليږلى، ما ويل هسې به سهوه شوي ياست، داسې راته ښكارېدل لكه په خوب كې چې كوم كمپيوټر ته ناست يم او دا خبر په كې  لولم، خو چې كله مې ستاسې برېښناليك دوه درې ځلي خلاص راخلاص كړ او په خپل كمپيوټر مې لاس تېر كړ نو پوى شوم چې دا په جدي توگه ماته راليږل شوى او زه هم ويده نه بلكه زموږ د كندهاريانو خبره بيداره يم. اوس راته چل وښايئ او هر څومره ژر چې كېدلاى شي د پيسو ځاى معلوم كړئ چې چېرته او له چا نه يې تر لاسه كړم.
مازيگر مهال د دبړه مارانو برېښناليك راورسېد، ډېره خوښي يې په كې كړې وه او ليكلي يې وو:
بختور يې چې ژر دې ځواب راكړ او كه نه موږ اړ وو خپل تصميم بدل كړو او بله قرعه كشي وكړو، هوښيار يې خو يو كار وكړه، چې ته بايد د امنيتي دلايلو له مخې دا خبره له چا سره شريكه نه كړې، ځكه درې مليونه ډالر خو ستاسې د هېواد هغه رئيس جمهور هم نه لري، عاجل موږ ته خپل پوره ادرس، د بانكې حساب نومره او معلومات، د پاسپورت او يا تذكرې كاپي، عكسونه او د ټيلفون شمېره د انټرنټ له لارې راوليږه او مهرباني وكړه د څه باندې اته مليونه ډالرود چك نمبر ۲۳ ۰۹ ۸۷۳ درسره واخله، زموږ د ټيلفون شمېره ۰۰۴۳۹۸۷۹۰۰ او زما د بل همكار د برېښناليك پته alousi23@alph.nos هم درسره نوټ كړه د ضرورت په وخت كې عاجل موږ سره اړيكه ونيسه.
له خوشحالى مې برېښناليك څو څو ځلي ولوست، چې كله به مې كوم همكار دفتر ته ننوت نو ژر به مې صفحه وتړله، په زړه كې به مې د دبړه مارانو خبره وگرځېده چې د امنيتي دلايلو له مخې بايد په دې راز څوك خبر نه شي او كه نه زما ژوند ته به هم خطر وي كيداى شي دا خلك زما دومره شتمني ونه زغمي، ځكه زه خو اوس د درېيو مليونو خاوند شوم، كله كله به مې زړه كې دا وېره هم پيدا شوه چې كه چېرې دا درې مليونه ترلاسه كړم، هسې نه چې دا د كومې استخباراتي ډلې دسيسه وي او بيا مې ونيسي چې ته دا درې مليونه ډالره څه كوې. بس په همدې واخلم او وانخلم كې مې ټوله شپه په وېښه تېره كړه، سهار يې برېښناليك لږ وځنډېد ژر مې ټيلفون ته پام شو، ددوى په رالېږلي نومره مې زنگونه وهل پيل كړل، په زړه كې به مې انگليسي كليمې جوړې كړې چې څنگه به ورته له ديپلوماسى نه كار اخلم او ځان به ورته ازلي شتمن ښيم.  بس زنگونه ورتلل او چا ځواب نه راكاوه، ښه ډېر زنگونه مې ووهل،  په وروستي ځل راته د افغان بيسيم د كمپنى له خوا وويل شول چې ستا كريډټ خلاص شو. حيران شوم كمپنى ته مې زنگ ووهه ويل يې وروره ته له هېواده بهر خلكو ته مسكالونه وركوې او له هېواده بهر په مسكالونو هم پيسې راځي. په دې خبره لږ څه خواشينى او شكمن شوم چې ولې ځواب نه راكوي، څنگ ته مې يوه بهرنى همكاره ناسته وه، موضوع مې ورسره شريكه كړه او مرسته مې ورڅخه وغوښته. هغې چې كله  ايميل وليد نو ويې خندل اول يې په كې تر پنځو زياتې املايي غلطى پيدا كړې ويل يې دا نړيوال دبړه ماران دي، ځكه خو يې انگليسي هم سمه نه ده، پام چې د افريقې دې وږو تږو ته خپله پته او د بانكې حساب شمېره ونه لېږې او كه نه چې سترگې لوڅوې ټوله هستي نيستي به يې درته له بانكه وړې وي.