د ارواښاد اسحق ننگيال دوه ښكلي غزلونه
يو باد، يو منصور
يو باد را لگيدلى ما له ځانه سره وړي
د زړه اوښ مې له باره د ارمانه سره وړي
د شپو پر اوښ يو غل دى زموږ كلي ته راغلى
گلونه او باغونه له باغوانه سره وړي
يو پل وم چېرته لرې ستا پرلاره زرغون شوى
يو لوټ مې اوس له بادو له بارانه سره وړي
يو څوك دى ستا د لاس شراب يې ټول راځنې وڅښل
دا سره كېږدۍ د خوب مې له توپانه سره وړي
زموږه يې په سترگو كې د شپو دوړې شيندلي
دا لوى كاروان مو ځكه له څاروانه سره وړي
نارې د اناالحق يې ورته وچې كړې پر ژبې
منصور وطن مې دار ته له ايمانه سره وړي.
دا حجرې او دا شملې
نه ساقي شته نه جانان شته مازيگر دى
څومره تږى د پېړيو مې ساغر دى
پسرلى نه دى پرې نوم د سپرلي مه ږدئ
ډوب په وينو كې يو سور چريك دلمر دى
دنارنجو ښاخ منم ورته بنگړى شو
خو مات شوى مې مړوند د سپين سحر دى
نازولې سپوږمۍ مه خيږه شه تمه
چې د ورېځو اوښ ولاړ درته پر سر دى
شنه منگي مې د جنكو پر ولو مات شول
دنامرده مغل يون پر دې گودر دى
رانه اخلي د رڼو ستورو ناموس مې
چې ويده د شپو په تيكو كې خنجر دى
ته دې غشې ووروه گوندې چې ويښ شم
لا مې پاتې ځاى په زړه كې د پرهر دى
ددېرو د قام شملې ورنه لوگى كړئ
دحجرو طالب ختلى په سنگر دى.
دبازمحمدعابد د حقیقي تجربو یو ښکلی انځور
يو چاته ليک
ګرانې خپه نه شې ويده خو نه وې؟
په شين سهار درته سلام کومه
باور دې وشه په ايمان يې وايم
زه دې له زړه نه احترام کومه
چې په موبايل کې مې ستا زنګ راشي
په خدای زما وښکي پرې وغوړيږي
ستا بلبلي او سندريز آواز ته
زما د زړه غوږونه وتخنيږي
زما په خپل ځان هم باور نه کيده
خو تا سپيڅلی شان يقين راکړ
په تليفون چې دې بلنه راکړه
زما اروا ته دې تسکين راکړ
تصوير دې زړه کې جوړوم ورانوم
کله نا کله چې ګوښه غوندې شم
وايم چې ته به لا تر دې ښکلې يې
بس سر تر پايه انديښنه غوندې شم
ته د رواج په زنځيرو تړلې
ما هم بې وسه او مجبور وګڼه
موږ د دې دور بد نصيبه خلک
بس دغه برخه د تقدير وګڼه
ستا خو به څه تنده په د ې ماتيږي
تا ويل چې زه دې کتابو کې ګورم
زه هم د خپل زړه د قرار په خاطر
تا مې د خيال په جزيرو کې ګورم
د پسرلي تر ګلابونو ښکلې
وايه چې څرنګ دې سندره کړمه
هغه چې غوږ کې راته تا ويلې
په زړه مې نقش هره خبره کړمه
ګرانې بخښنه درنه ډېره غواړم
زه ستا د مينې پوروړی يمه
ما هم دغومره بې پروا مه ګڼه
زه دې د مينې اوبو وړی يمه
ما وی ستا زړه کې يو شاعر ويده وی
هغه له خوبه ويښول غواړي
تا وی هغه شاعر جانانه ته يې
ستا تخيل لږ تخنول غواړي
داسې په جار خو يې له خولې مه باسه
د مينې غږ دلته په دار ځړيږي
له رواياتو نه مجبوره خلک
دلته په مينه باندې څه پوهيږي
د رواياتو دا ځنځير به مات کړم
زما له هيچا ځنې ډار نه کيږي
ستا په ديدار باندې ليمې وينځمه
جانانه نور له ما نه وار نه کيږي
ماته به ستا مينه وزرې راکړي
زه به د لوړو غرونو (( باز )) شمه
ستاسې له بام نه به دوره دوره شم
زه به د مينې يو پرواز شمه
بیا یادونه په سینه کې په چپو دي
بیا د سترګو سیلابونه په ختو دي
هر انداز یې دلفریب دی خو زړګیه
دا معصوم معصوم کتل یې د کتو دي
د رڼا لارې به کومه پورې څارو
ددې غرونو سلسلې تللي تر څو دي
بوراګانو! دسپرلي لمنې نیسی
دګلونو قافلې ګوری په تلو دي
ددیدن غرونه سوري نه شول شیرینې
خپل سرونه مو وهلي په تېشو دي
هر یو زخم مو سینه کې فریادي دی
ومو نه وی خو قیصې د اورېدو دي
د وفا ځمکې خړوب نه شوې اعظمه
ډېرې وینې مو ورکړي د زړګو دي.
محمداعظم اعظم