نه پوهېږم چې نن یې هم درته ووایم او که نه چې چې چې..
یاره همدا اوس هم د کوڅې د بې سرو او ورانکارو هلکانو له چپلکو او لوټو نه وېرېږم.
د لارې د سر رومي پلورونکو خو تیار زما د سټ په اندازه  خوسا رومیان په خپلو ګاډو کې ذخیره کړي.
خو زه خیر!
نن به دا جرات وکړم، تر اوسه مې دخپلې دې وېروونکي انکشاف اعتراف نه کاوه، خو اوس د ډېرو خلکو د ټینګار له امله مجبور یم چې دا راز ښکاره.
تیار شی چې زه تاسې ته اعلان وکړم
تیار یاست؟
 ښه، نو واوری!
زه شاعر یم، زما د شاعرۍ ډېر وخت شو، ډېرو پولو او پټیو ته مې خپل شعرونه ویلي
تر اوسه چې مې چا هم شاعري اورېدلې نو هغوی وایي چې ستا په شاعرۍ کې د ولس درد دی که رښتیا ووایم دا خبره سمه ده ما خپله هم دا درد وخت نا وخته په ملا، خیټه او ګونډو کې احساس کړی،  توپیر یې دادی چې دا درد د نورو شاعرانو په سر کې وي.

زه په ورځیني ژوند کې د ځانغوښتنې پلوی یم، همدا یې لامل دی چې زما شعرونه هم زما خوښېږي، په مشاعره کې چې نور شاعران شعر وایي، هره خوا چیغې وي چې بیا یې ووایه او بیا یې ووایه، خو زه د چا د بیا بیا ویلو پرته هم د خپل شعر هر بیت دوه او درې ځلي تکراروم، کله کله خو پر سټیج ټول کتاب مخې ته ږدم، دا که دچا خوښېږي او که نه زما یې پرې څه، ناست خلک بېچاره ګان راته عذر او زارۍ کوي چې بس دی، خو زه وایم نه والله که مو پرېږدم همدا نن به زما ټول شعرونه اوری، تاسې ته زه شاعر نه ښکارم که څه.
دا نور شاعران چې خواران ودرېږي وایي ما د پلاني او پلاني پر ځمکه شعر لیکلی، خو زه، زه دومره خوار نه یم، زه په هوا شعرونه لیکم، زما د شعر یو بیت هم پر ځمکه نه دی لیکل شوی او همدا یې لامل دی چې د ځمکې خواران خلک زما د شعرونو په کنایاتو او استعاراتو خبر هم نه دي.
ځینې شاعران وایي چې زما شاعري ؛امد؛ شاعري ده یانې ما ته په خپله شعرونه راځی، که رښتیا ووایم زه په دې خبرو سر نه خوږوم، پنځه بیته شعر څه وي چې زه به ورته کېنم چې په خپله راشي،  زه یې په زوره راولم او که نه راځي هم نو بیا یې ماته چل یاد دی، د ډېرو شاعرانو شعرونه راسره دي، بس قیچې او رابرټیپ ورپسې اخلم له یوه شعره سر پرېکوم او له بلې لکۍ په لږ وخت کې یو نمونه شی ترې جوړېږي.
په اکثرو مشاعرو کې زه نه غوښتل کېږم، خو زما عادت هم ټولو ته معلوم دی، له خبرېدو سره سم پر سټیج ور دانګم، اورېدونکي خواران له وېرې راته سلامونه کوي، ځکه د شعر ویلو په وخت کې زما جذبه او غوسه ټولو ته معلومه ده، داسې رنګین او قالبي الفاظ مې ځان سره په کتابچه کې لیکلي، چې په یوه دقیقه کې ترې یو احساساتي شعر جوړ شي  او له اورېدونکو نه د تېښتې لاره ورکوم.
اوسمهال د شاعرانو تذکرې هم چاپېږي، خو زما شعرونه تر اوسه په یوې تذکرې کې هم چاپ نه شول، ددې کار په علت یوازې زه پوهېږم او هغه دا چې زما له شعرونو اور ورېږي که چېرې زما شعر په کومه مجله او یا تذکره کې چاپ شي نو زه باوري یم چې د هغې تذکرې پاڼې به اور واخلي، ځکه چې زما شعرونه ټول د وخت، زمان او نظام  له غوښتنو سره سم لیکل شوي.