janan janan

Profile Photo

پر ۱۳۵۸ لیږدیز لمریز کال د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ په کنده راجایي نومې کلي کې زیږېدلی یم.
زده کړې مې په پاکستان کې پای ته رسولې او له اوو کالو راهیسې په فرهنګې کارونو بوخت یم ، د هیلې مجلې مرستیال ، د کاوون اوونیزې مسوول مدیر او همدا راز له ۲۰۰۳ م کال راهیسې په بیلابیلو نړیوالو ټولنو کې مطبوعاتي مسوول او ویاند په توګه کار کوم . له ۲۰۰۰م میلادي کال راهیسې بېلابېلو ملي او نړیوالو ورځپانو ، مجلو او ویب پاڼو سره همکاري لرمه . په درېيو ژبو [پښتو، دري او انګلیسي] لیکنې کولای شي .

د نورو فرهنګي منډو ترړو ترڅنګ مې یو شمېر کتابونه هم لیکلي چې په لاندې ډول دي:

۱-د نښترو او ګورګرو څو سندرې [ دلغمان د شاعرانو تذکره] چاپ.

۲-هنر او هنري څرنګوالی (ناچاپ)

۳- کیسې او نقدونه [د بېلابېلو نړیوالو لیکوالو کیسې او پر کیسو یې نقدونه] ناچاپ

۴-دشعرونو یوه ټولګه [د شپې په غېږ] چاپ
۵- دشعرونو ټولګه [د ژوند پاڼې] چاپ

له خدایه ډېر خوشحاله یم چې د ژوند په ټولو چارو کې یې منځګړی رول راکړی، نه ډېر ښه لیکوال یم او نه ډېر بد، نه ډېر مخکښ شاعر یم او نه مبتذل، نه افراطي یم او نه تفریطي، نه ډېر مالداره یم او نه ډېر غریب. هر څه چې خدای (ج) راکړي پرې قانع او خوشحاله یم.

طنزونه


دکاندیدۍ امتیاز

عزت الله شمسزی                                                                           &nbs

08.07.2009 janan

زما شاعري

نه پوهېږم چې نن یې هم درته ووایم او که نه چې چې چې.. یاره همدا اوس هم د کوڅې د بې سرو او ورانکارو هلکانو له چپلکو او لوټو نه وېرېږم.د لارې د سر رومي پلورونکو خو تیار زما د سټ په اندازه  خوسا رومیان په خپلو ګاډو کې ذخیره کړي.خو زه خیر! نن به دا جرات وکړم، تر اوسه مې دخپلې دې وېروونکي انکشاف اعتراف نه کاوه، خو اوس د ډېرو خلکو د ټینګار له امله مجبور یم چې دا راز ښکاره.تیار شی چې زه تاسې ته اعلان وکړمتیار یاست؟ ښه، نو واوری!زه شاعر یم، زما د شاعرۍ ډېر وخت

25.09.2006 janan

نیمایي ژورنالیست

دا دويمه ورځ وه چې د يوې مركې تابيا يې نيولې وه، ماته يې هم ډېر ټينګار وكړ: ته درځه اوس نو بېخي ښه كار شو، ته هم همدلته يې ټوله كيسه به درته وكړم، بيا به راته مركه ترتيب كړې.څه فكر كوې چي پوښتني ياداښت كړم، ښه دى او كه ليكل شوي پوښتني تر مركې يوه ورځ مخكي په يادو زده كړم. زه هم ورته ګوته پر غاښ پاتې وم. نه پوهېدم پر ده څه جبر و چي له خپل مسلك نه يې د ژورناليزم څوكۍ ته ټوپ وهلى و. د دويمي ورځي پر ماسپښين يې ډېر مجبور كړم چي ارومرو به نن راته مركه ترتيب كړې، ځكه دا دويمه ورځ ده چي د مرك

25.09.2006 janan

پېژندنه

وزګار خان سرګردان  د بابای دنیا لمسی د ۱۳۶۳م ډز وډوز کال دسرطان د میاشتې د تودو ورځو په دولس نیمو بجو او ۳۰ ثانیو د خپل کلي په زړه  کې پیدا شوی.لومړنۍ زده کړې یې دخپل خدای بښلي پلار، منځنۍ یې د پرې له ملګرو او لوړې زده کړې یې د بیسوادۍ په کورسونو کې له اخراج شویو ښوونکو نه ترلاسه کړي. په خپله مورنۍ ژبه روانې خبرې کولای شي او تراوسه پورې  یې ګڼې نورې ژبې هم زده کړي، لکه دروغ، غیبت، پسپڅکې او اشارې. په ۱۲ کلنۍ کې د شعر نړۍ ته ننوت چې له نېکه مرغه تر اوسه هم د ځینو شاعرانو

25.09.2006 janan

خبرتیا

د هېواد ټولو ښاغلیو کره کتونکو ته خبر ورکول کېږي چې د پښتو ژبې د دوو مشهورو شاعرانو ښاغلي درویش دراني او ښاغلي پیرمحمد کاروان خیالونه، فکرونه او تصویرونه د یو شمېر شاعرانو په شعرونو کې ورک شوي، که چاته هم په دې اړه پته وي نو د افغان ادبي بهیر په غونډه کې دې یو ځل سر پورته کړي. د یادونې وړ ده

25.09.2006 janan

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more