وزګار خان سرګردان د بابای دنیا لمسی د ۱۳۶۳م ډز وډوز کال دسرطان د میاشتې د تودو ورځو په دولس نیمو بجو او ۳۰ ثانیو د خپل کلي په زړه کې پیدا شوی.
لومړنۍ زده کړې یې دخپل خدای بښلي پلار، منځنۍ یې د پرې له ملګرو او لوړې زده کړې یې د بیسوادۍ په کورسونو کې له اخراج شویو ښوونکو نه ترلاسه کړي. په خپله مورنۍ ژبه روانې خبرې کولای شي او تراوسه پورې یې ګڼې نورې ژبې هم زده کړي، لکه دروغ، غیبت، پسپڅکې او اشارې.
په ۱۲ کلنۍ کې د شعر نړۍ ته ننوت چې له نېکه مرغه تر اوسه هم د ځینو شاعرانو دشعر پر ځمکه ګرځي راګرځي، تر اوسه پورې یې د شعر ۲۲ دیوانونه په ذهن کې الهام ته په تمه دي. پرته له شاعرۍ دغه څو لاندې ځانګړنې هم لري:
- د بېلابېلو نویو چاپ شویو خپرونو لیکوال غړی
- د ویب سایټونو لپاره ژباړن او مبصر
- د یو شمېر بې موضوع محلي راډیو ګانو ویاند
- د وزګارخېلو د بنډارونو مدرس او فعال غړی
- د کوڅو د دیوالي مجلو موسس
- .
اثار:
- شعرونه دریابونه ( د ورکو او نادرکو شعرونو ټولګه)
- ښه صیب ( ۱۸۰ ژوندۍ خیالي مرکې)
- لوی عالم ( بېلابېلو ناپېژاندو ۹۰ ټلویزیونونو او راډیوګانو ته نظریات)
پاتې دې نه وي چې ۴۳ عنوانه نور اثار یې هم لیکلو ته برابر کړي.
ور په برخه شوي ویاړونه:
- له ډېرو ښاپېرو سره یې د شعرونو په کتابونو کې ملاقات شوی
- دخبریالۍ پنځه کارتونه لري
- د پښتو ژبې مشهورو شاعرانو سره یې څو ځلي په ټیلفون خبرې کړي
- خیالي، فلسفي، فکري او یاغي شاعران یې په څېره پېژني
- ډېر تکړه تکړه خلک یې له نږدې نه لیدلي
- تر اوسه یې ۱۹ ځلي د اشنا راډیو د شاعرانو په بنډار کې خپل شعرونه ويلي
- د بي بي سي او نورو نړیوالو راډیوګانو ویاندویان له اواز نه پېژني
- له ختیځ نه یې لویدیز ته ډېر سفرونه کړي
- په ۱۳۸۳ کال کې د لټانو د ګوند بنسټ ایښودونکی
- او په افغانستان کې د نوکیا موبایل لومړنی اخیستونکی