د هېواد ټولو ښاغلیو کره کتونکو ته خبر ورکول کېږي چې د پښتو ژبې د دوو مشهورو شاعرانو ښاغلي درویش دراني او ښاغلي پیرمحمد کاروان خیالونه، فکرونه او تصویرونه د یو شمېر شاعرانو په شعرونو کې ورک شوي، که چاته هم په دې اړه پته وي نو د افغان ادبي بهیر په غونډه کې دې یو ځل سر پورته کړي.

د یادونې وړ ده چې د همدغو ښاغلیو پر ځمکه ډېر شاعران لاړل او راغلل خو یوازې په تګ راتګ یې بسنه ونه کړه او  اخر یې په ډېره بې رحمانه توګه ددوی ردیفونه، قافیې او لفظي تصویرونه له ځان سره یوړل.