ارواښاد اسحق ننګیال ته!
کلی هماغسې دی
دادی کلونه پس دې بیا د وره ترڅنګ تېرېږم
زړه جونګړه کې دې لا هم څراغ نه بلېږي
تر اوسه هم ټیک پر وربل سپوږمۍ را وتې نه ده
ډېره موده شوه د سبا هنداره نه ځلېږي
لادې هم چم ته زولنې د اندېښنو پرتې دي
لا هم بزګر په خواره خېټه کرونده اړوي
لږ سترګې لوڅې کړه ماضي نه تېر شه حال وګوره
چې وخت زموږ د وینو جام څه په مزه اړوي
ته ښه وې غږ دې د نسیم او سیند په زوږ کې ورک شو
موږ یو د تورو دنګو غرونو په څېر غلي ولاړ
ته لکه باد د پستو شګو په درمند کې پټ شوې
موږ یو د خپل مرګ نندارې ته لکه څلي ولاړ
تا پرون ولیده چې ستا طلایي ښار وسوځېد
او نن زما مخکې غرور زما د غرونو مات شو
ډېر یې ستومانه کړو د ذوق ډېوې مو مړې شوې اشنا
د ژوند جګړه کې زیاتي تاب زموږ د زړونو مات شو
ستا عاطفې پرېښوه ددې بې خونده ژوند ننداره
زموږ احساس په کې خپل مړه کالبوت ته ساه لټوي
تا د څپې په څېر ښایسته شاعرانه ژوند پرېښود
زموږه روح ځانته ډنډوکي کې دنیا لټوي
نو ګرانه پام چېرې زموږ د ژوند ارمان ونه کړې
داسې بې مینې چې ژوندون شي هېڅ مانا نه لري
یو جلوهلي لاروي ته په کې سیوری نه شته
زموږه زړونه سوې دښتې دي ښکلا نه لري
نو چې رڼا نه وي ښکلا نه وي شور څنګه زېږي
دا ستا په کلي کې اوس لمر او سپوږمۍ دواړه نه شته
بس پېره چېرته چې ښیښه ماته غزل شهید شي
داسې یې وګڼه د ژوند خوندونه واړه نه شته.