د لوړو غرو د غېږې لمره را ترغاړې وځه
د رڼا تږی یم سحره را تر غاړې وځه

زما د مينې په ښار هم د اور سيلۍ خوره ده
ته هم ډوبېږې مازديګره را ترغاړې وځه

بېګاه مې درسته شپه په خوب کې ژېړې پاڼې لېدې
په ژوند باور نه شته دلبره را ترغاړې وځه

په پخوانو پلونو د مينې ښاپېرۍ پسې ځم
مسته ملنګه زوروره را تر غاړې وځه

د بېلتانه عمر ته ګوره دومره مينه راکړه
شمسزيه ياره د زړه سره را تر غاړې وځه.