پر کلي کله کله باد او باران يو ځای راشي
لکه مين ته چې غماز او جانان يوځای راشی
څه ښه تصوير جوړ کړي چې لاس کله در وغځوم
ستا ښکلو سترګو ته موسکا او خپګان يو ځای راشي
د انتظار تنده مې هېڅ مازيګر ماته نه کړه
په ما دغره په څېر سپرلی او خزان يو ځای راشي
ښکاري لا هم پر موږ د تورو تيارو زړه يخ نه دی
چې مو جونګړې ته برېښنا او توپان يوځای راشي
خدای خبر ستا به وي رښتيا او که ددروغو غوسه
خو د شمسزي زړه ته يقين او ګومان يوځای راشي
05.01.2007
- okhka
آيا تاسې هم عمليات کېږئ ؟
یوسړی چې ټاکل شوې وه عملیات شي ، د ډول ډول آرامونکو درملو تر کارونې وروسته بیا هم ډېر نارامه او پرېشانه ؤ . زړه سواند روغتی...
25.09.2006
- janan
د لوړو غرو د غېږې لمره را ترغاړې وځهد رڼا تږی یم سحره را تر غاړې وځه
زما د مينې په ښار هم د اور سيلۍ خوره دهته هم ډوبېږې مازديګره را ترغاړې وځه
بېګاه مې درسته شپه په خوب کې ژېړې پاڼې لېدېپه ژوند باور نه شته دلبره را ترغاړې وځه
په پخوانو پلونو د مينې ښاپېرۍ پسې ځممسته ملنګه زوروره را تر غاړې وځه
د بېلتانه عمر ته ګوره دومره مينه راکړهشمسزيه ياره د زړه سره را تر غاړې وځه.
...