آيا تاسې هم عمليات کېږئ ؟
یوسړی چې ټاکل شوې وه عملیات شي ، د ډول ډول آرامونکو درملو تر کارونې وروسته بیا هم ډېر نارامه او پرېشانه ؤ .
زړه سواند روغتیا پال ورته وویل :« آیا ډېر نارام او پرېشانه یې ؟»
سړي د تشویش دنښې په توګه لاسونه ومروړل او ورته یې وویل :« ډېرزیات !»
روغتیا پال ورغبرګه کړه :« تاسې باید پریشاني ونه کړئ ، هېڅ فکر مه خرابوئ ځکه ډېر ژربه د تل له پاره روغ شئ .»
ناروغ موسکی شو او روغتیا پال زیاته کړه : « پوهېږې چې له عملیات سره دمخامخ کېدنې دوه لارې شتون لري ؛ یوه دا چې دمرګ تر درشله چورت خراب کړئ او بله دا چې په مونږ باور وکړئ . زمونږ د جراحۍ ډله یوه ډېره غوره اونومیالۍ ډله ده ، اصلاً تاسې باید ونه ډارشئ » بیا یې ورته سترګک وواهه او دناروغ دلاس د کښې منډلو سره یې په خندا کې وویل :« په ځانګړي ډول چې زه دعملیات په خونه کې ستاسې ترڅنګ وم او ستاسې څارنه کوم ټول شیان به په سم ډول ترسره شي .»
کله چې ناروغ دا خبرې واورېدې د آرامښت احساس یې وکړ .
جراحي عملیات په بریالیتوب سره ترسره شول او ناروغ له روغتیا څخه برخمن شو . مګر هغه سړي د ټول ژوند له پاره له دې پېښې څخه عبرت واخیست . مونږ هم له یوې پېښې او موقعیت سره دوه ډوله برخورد کولای شو .کېدای شي دمرګ تر درشله ځان پرېشانه او خواشینی کړو او یاهم په ځان باور او اعتمادوکړو.
که په هغه اندازه چې تشویش کوو په خدای توکل وکړو هېڅکله به پریشانه نه شو .