دا دويمه ورځ وه چې د يوې مركې تابيا يې نيولې وه، ماته يې هم ډېر ټينګار وكړ:
ته درځه اوس نو بېخي ښه كار شو، ته هم همدلته يې ټوله كيسه به درته وكړم، بيا به راته مركه ترتيب كړې.
څه فكر كوې چي پوښتني ياداښت كړم، ښه دى او كه ليكل شوي پوښتني تر مركې يوه ورځ مخكي په يادو زده كړم. زه هم ورته ګوته پر غاښ پاتې وم. نه پوهېدم پر ده څه جبر و چي له خپل مسلك نه يې د ژورناليزم څوكۍ ته ټوپ وهلى و. د دويمي ورځي پر ماسپښين يې ډېر مجبور كړم چي ارومرو به نن راته مركه ترتيب كړې، ځكه دا دويمه ورځ ده چي د مركې اړوند معلومات دركوم.
ما ويل:
د مركې لپاره خو ځيني لوازم په كارېږي، تا څنگه شى برابر كړي؟
_ قلم او كتابچه.
_ قلم او كتابچه خو له ډېرو بېسوادو خلـګو سره هم وي، اخر ته ځان ته يو ژورنالست وايې؟

_ نو ته ووايه څه شى په كاريږي؟

_ ته بايد لومړى ټيپ او كامره پيدا كړې، خو كه د ټيپ پيداكولو امكان نه وي، بيا هم مركه كېدى شي وليكې، خو د كامرې شته والى ډېراړين دى.

_ چي داسي ده نو ته صبر وكړه، پرون مي له يوه ملـګري سره كامره ليدلې وه، زه ورځم چي ترې را وايې خلم.

په ډېري وارخطايۍ سره يې زموږ تر څنـګ ناست ملګري ته غږ كړ؛ كرم ماما ته بايسكل لرې؟

_ هو! لرم يې خو بايد په نيم ساعت كي يې بېرته راورسوې.

_ بس په شلو دقيقو كي يې درته رسوم.

ما لا يوه پياله چاى نه و خلاص كړى چي په يوه منډه بېرته راغى پر مخ يې خولې را ماتي وې، له كاليو څخه يې معلومېدل چي بايسكل يې هم له كوم خرګاډي سره جنـګولى و.

ما پرې له ورايه غږ كړ كامره دي پيدا كړه؟

_ هو! ورك يې كړه، د داسي خلـګو . . . .

_ ولي په غصه يې؟

_ مه يې كوه پوښتنه، بايسكل مي له خرګاډي سره وجنـګاوه!

_ ته ګرم وې كه هغه؟

_ هغه به ولي ګرم وي، ګرم خو كريم ماما دى چي زه يې ډېر وارخطا كړم، په چوك كي د ډېري تېزي ځغاستي له امله د بايسكل بريكونو كار ونه كړ او مخامخ د خرګاډي تر ټايرونو لاندي ننوتم.

_ نه خير دى ژوبل خو نه يې نه دومره ژوبل نه يم.

_ كامره دي راوړه؟

_ هو! دغه ده په بډه مي وهلې كميس مي جېب نلري.

په ډېري وارخطايۍ يې زه له ځان سره ملـګرى كړم او په منډه د غونډي ځاى ته لاړو.

ژورنالست په بېړه د غونډي هال ته ننووت او د غونډي له رئيس څخه يې له يادو كړو پوښتنو څخه يو څو وپوښتې، كله چې يې نوري هيري شوې، كاغذ يې له جېبه راوويست او پاتې يې د كاغذ له مخي وكړې.

تر مركې وروسته يې پر ما غږ وكړ، كامره راكړه، ما هم په بېړه ورته كامره وركړه او په ځير_ځگير مې د ده حركات څارل، د غونډې له يوې څنډې نه يې ژر_ژر دوه درې عكسونه وكښل او بيا رئيس صاحب ته نږدې شو، دوه درې عكسونه يې ترې واخيستل. ژورنالست د عكاسۍ په حالت كې و چې په غونډه كې يو څو ولاړو نجونو د ژورنالست پښو ته په كتلو له ځان سره خندل، ژورنالست تر عكسونو اخيستلو وروسته يو ځل بيا د غونډې د رئيس مخې ته ودرېد او په حيرانتيا سره يې وپوښتل:

بخښنه غواړم كومه اساسي پوښتنه خو به

راڅخه پاتې نه وي؟

رئيس صاحب به لا خوله نه وه خلاصه كړې چې د رئيس تر څنـګ ولاړو نجونو پرې غږ كړ:

ژورنالست صاحب! ولې نه يو څو پوښتنې ترې د خپلي وارخطايۍ او دوه رنـګي څپلكو په اړه وكړه چي ولې دي يوه ښځينه او يوه نارينه پښو كړې؟

له دې سره ژورنالست ځان ته متوجه شو او په منډه د غونډې له
تالار څخه ووت