ستا د محبت په دايره کې را ايسار يمه

تکه توره شپه ده، توره شپه کې را ايسار يمه

 

ما نه به د تګ او پرمختګ پوښتنه نه کوې

زه خو لا د ځمکې په کُره کې را ايسار يمه

 

زه لکه د خداى کتاب رښتينى تفسير نه شومه

بس د يو پښتون جومات تاخچه کې را ايسار يمه

 

ما نه نو زړه ولې لکه وړانګو الوته غواړي

زه خو د مرغۍ غوندې پنجره کې را ايسار يمه

 

ګوره بلا خلک مې د تورتم له زړه را وويستل

خپله لکه تيلو په ډيوه کې را ايسار يمه