دلته تياره کې هر سړى هوا ته خاورې شيندي
په سترګو پام کوه دنيا رڼا ته خاورې شيندي
اوس مو خواخوږي نه شته اوس که مونږ هجرت هم کوو
خلک د اوبو په ځاى زمونږه شاته خاورې شيندي
داسې خلک شته، کوي سجدې هر راختونکي لمر ته
داسې خلک شته، چې هر زاړه پاچا ته خاورې شيندي
وايي د ژوند کنډول دې ډک وي له ترخو زهرو نه
زما په لپه کې راټول دوا ته خاورې شيندي
شمسزيه دلته که د چا د ژوندون خير هم غواړې
لکه ياغي ګردونه ستا دعا ته خاورې شيندي
19.01.2009
- janan
ستا د محبت په دايره کې را ايسار يمه
تکه توره شپه ده، توره شپه کې را ايسار يمه...
24.06.2009
- janan
عزت الله شمسزی
نن څه خبرې دي! یوه ګډه اندېښنه
زما همکار محب الله رحیمی چې کله هم ددفتر په دویم پوړ کې د سګرټو لومړنی لوګی کش کړي، نو ورسره جوخت ماته مخ راواړوي، په ډېر ښایسته انداز پوښتنه وکړي: [انډیواله څه خبرې دي]. دا هغه پوښتنه ده چې سل ځوابه او سل دلایله ورته په کار دي، دا په دې وایم چې په دې هېواد کې زر خبرې رواني دي، اداري فساد په کې هغه لویه ستونزه ده چې نړېوال یې ګوته په غاښ کړي دي، ورځ په ورځ د ولایتونو او ولسوالیو د امنیت خرابېدل، چاودنې، بمبارۍ، اخ...