راپورته شوي بیا پر سر دي د مظلوم لاسونه
حیران یو ژر به لنډوو په توره کوم لاسونه

خړ خړ کوچنیان مو د کاږه دیوال تر سیوري لاندې
په هر یو درز، غوږو ته ونیسي ماشوم لاسونه

څه به مو کړل لاس خو به داسې لاس تر زني نه وای
کاشکې په ستورو باندې بر وای زموږ هم لاسونه

زه یې منم چې به څراغ تر تیاره کوره راوړي
خو رڼا وژني ورغځېږي نامعلوم لاسونه

شمسزیه ته خو ازلي دومره بد مرغه نه وې
ښایي پر سر دې راکش کړي دي چا شوم لاسونه.