راپورته شوي بیا پر سر دي د مظلوم لاسونه
حیران یو ژر به لنډوو په توره کوم لاسونه
خړ خړ کوچنیان مو د کاږه دیوال تر سیوري لاندې
په هر یو درز، غوږو ته ونیسي ماشوم لاسونه
څه به مو کړل لاس خو به داسې لاس تر زني نه وای
کاشکې په ستورو باندې بر وای زموږ هم لاسونه
زه یې منم چې به څراغ تر تیاره کوره راوړي
خو رڼا وژني ورغځېږي نامعلوم لاسونه
شمسزیه ته خو ازلي دومره بد مرغه نه وې
ښایي پر سر دې راکش کړي دي چا شوم لاسونه.
29.07.2008
- janan
کلی (۱)
دغره په څوکه خوا ته د اسمان دې وي دا کلیاوسېږي پښتانه په کې ودان دې وي دا کلی
چینې د سپینو ستورو یې ړندې مه شه هېڅکلهښایسته لکه زما ښکلي جانان دې وي دا کلی
هر ګټ او هر کمر یې ددښمن د سر قاتل شهد ونو څانګې غیشي او کمان دې وي دا کلی
دا خلک دې خړ پړ وي خو سپېڅلې دي وي یارههمداسې دې وي پاک کور د ایمان دې وي دا کلینغمې د مست رباب سوې ټپې د زخمي زړ...
24.08.2008
- janan
راپورته شوي بیا پر سر دي د مظلوم لاسونهحیران یو ژر به لنډوو په توره کوم لاسونه
خړ خړ کوچنیان مو د کاږه دیوال تر سیوري لاندېپه هر یو درز، غوږو ته ونیسي ماشوم لاسونه
څه به مو کړل لاس خو به داسې لاس تر زني نه وایکاشکې په ستورو باندې بر وای زموږ هم لاسونه
زه یې منم چې به څراغ تر تیاره کوره راوړيخو رڼا وژني ورغځېږي نامعلوم لاسونه
شمسزیه ته خو ازلي دومره بد مرغه نه وېښایي پر سر دې راکش کړي دي چا شوم لاسونه.
...