کلی (۱)
دغره په څوکه خوا ته د اسمان دې وي دا کلی
اوسېږي پښتانه په کې ودان دې وي دا کلی
چینې د سپینو ستورو یې ړندې مه شه هېڅکله
ښایسته لکه زما ښکلي جانان دې وي دا کلی
هر ګټ او هر کمر یې ددښمن د سر قاتل شه
د ونو څانګې غیشي او کمان دې وي دا کلی
دا خلک دې خړ پړ وي خو سپېڅلې دي وي یاره
همداسې دې وي پاک کور د ایمان دې وي دا کلی
نغمې د مست رباب سوې ټپې د زخمي زړونو
شمسزیه ځای د زار او یا قربان دې وي دا کلی.
کلی (۲)
دشنه جنت د پرښتو کلي ته اور ورسېد
دقاف د غره د ښاپېرو کلي ته اور ورسېد
د اسمان ستوري خړو کاڼو کې هندارې ګوري
ټولې ړندې شوې د چینو کلي ته اور ورسېد
هسک کې یو دیو دی غورځوي پرې له وزرونو تندر
غرونه ماتېږي د ځنګلو کلي ته اور ورسېد
ټولې کوڅې یې د ښار غېږه کې را ونغاړلې
اوس د ملالې د ټپو کلي ته اور ورسېد
وېرېږم نه چې د کاله پت ته یې زیان ورسي
دجرګه مارو پښتنو کلي ته اور ورسېد.