قدم به زه واخلم خو تلل زما په واک کې نه دي
زړه او نصیب یو ځای کول زما په واک کې نه دي
لکه د زوړ څراغ پر لاره د بادونو ناست یم
شپه روڼوم، شپه ختمول زما په واک کې نه دي
لښکر زما دی خو زما له قومندې نه وتی
اوس د جنګ توغ پورته کول زما په واک کې نه دي
دداسې ښار په دروازو زما نوم ولې لیکي
چېرته چې تش شپه تېرول زما په واک کې نه دي
اوس لکه څاه د ارامۍ په صندلۍ کې ناست یم
اوس لکه سیند په مخه تلل زما په واک کې نه دي.
26.07.2008
- janan
گرځمه خپل کار کوم د چا راسره څه کار دیژوند په خپل اختیار کوم د چا راسره څه کار دی
نه رانه جماعت قضا دی نه د میخانې سلامهرڅه په خپل وار کوم د چا راسره څه کار دی
ښکلو ته د دام غوندې په لار کې غوړېدلی یمښکار یمه که ښکار کوم د چا راسره څه کار دی
زړه مې د مات جام غوندې پروت ټوټې ټوټې راتهصبر، انتظار کوم دچا راسره څه کار دی
نه د باد مستي منم او نه د درې تنګ ګو...
29.07.2008
- janan
کلی (۱)
دغره په څوکه خوا ته د اسمان دې وي دا کلیاوسېږي پښتانه په کې ودان دې وي دا کلی
چینې د سپینو ستورو یې ړندې مه شه هېڅکلهښایسته لکه زما ښکلي جانان دې وي دا کلی
هر ګټ او هر کمر یې ددښمن د سر قاتل شهد ونو څانګې غیشي او کمان دې وي دا کلی
دا خلک دې خړ پړ وي خو سپېڅلې دي وي یارههمداسې دې وي پاک کور د ایمان دې وي دا کلینغمې د مست رباب سوې ټپې د زخمي زړ...