ساینس پوهان وایي که چېرې لمر نه وای او یا د ځمکې او لمر ترمنځ واټن تر اوسنۍ اندازې زیات وای نو د تیارې او سړې هوا له کبله به موجوداتو ته  پر ځمکې ژوند کول ناشونی و، دا ځکه چې ټول موجودات د ژوندي پاتې کېدلو لپاره دلمر رڼا او انرژۍ ته اړتیا لري. انرژي دیوه نامريی ځواک په توګه د ټولو موجوداتو په بدن کې شته او کار ترې اخیستل کېږي، که چېرې انرژي وجود ته ونه رسېږي دکارونو د ترسره کولو یا وده کولو وړتیا نه پاتې کېږي او له همدې امله  تر یوې لنډې مودې وروسته هر ډول موجود چې وي له منځه ځي..
موږ چې کله په پټیو، باغونو، ودانیو او نورو... ځایونو کې کار کوو پر دې ټولو انرژي لګېږي، که یو ساده مثال درکړم دهمدغې مقالې لوستلو ته هم یوه اندازه انرژي په کار ده، که چېرې همدغه کمه اندازه  انرژي ونه لرو،  دمقالې لوستل به موږ ته ګران کار وي او حوصله به مو ورته په تنګېږي، لنډه دا چې زموږ د زیاترو کارونو منشا همدغه لمرینه انرژي ده.
که له ژوندیو موجوداتو راتېر شو، ټول هغه ماشینونه او دستګاوې چې د انسانانو د کارونو د اسانولو لپاره کارول کېږي وړتیا یې پر انرژې ولاړه ده، که چېرې برېښنا او د سوند توکي نه وي، زموږ کورونه به تیاره وي، زموږ ټلویزیون، راډیو، اطو، یخچال، دکالیو مینځلو ماشین او نور هغه ماشینونه چې موږ ترې د کور د کارونو د سرته رسولو لپاره ګټه اخلو هغه به یو هم کار نه کوي او په ټپه به ولاړ وي.
موږ د اړتیا وړ انرژۍ د ترلاسه کولو لپاره د انرژۍ درې ډلې په واک کې لرو:
- د سوند ډبریز توکي، لکه: د ډبرو سکاره او هغه طبیعي نفت او ګاز چې پر ځمکه د میلیونونو کالو پخوانیو اوسېدونکو انسانانو، حیواناتو او نباتاتو  له پاتې شونو څخه منځته راځي. 
- بدیله  انرژۍ  لکه لمرین، بادي، د اوبو ځواک او د چاپېریال تودوالی چې د انسان له لاسوهنې پرته په خپله نوی کېدای شي او چاپېریال ته هم زیان نه رسوي.
- هستوي انرژي چې اورانیوم او پلوتونیوم په کې راځي.

دانرژۍ په اړه خپاره شوي رپورټونه ښيي چې اوسمهال انرژۍ ته نړیواله اړتیا په کال کې  ۱۲ ملیارده ټنه  ) SKE د ډبرو دسکارو واحد)  ده او ښکاره خبره ده چې دغه اړتیا به ورځ په ورځ زیاتېږي، دا په داسې حال کې ده که انسانان هرڅومره په احتیاط   سره هم دا انرژي مصرف کړي وړاندوینه شوې چې تیل او ګاز به  په سلو کلونو کې  او د ډبرو سکاره  به په راتلونکو دوو پېړیو کې خلاص شي.  له همدې امله اوس انسانان لاس په کار شوي چې بدیله انرژي رامنځته کړي، د بېلګې په توګه د اوبو انرژي، لمرینه انرژي، بادي انرژي، فسیلي انرژۍ او نور.
دکتر جرومی لگت د نفتو یو متخصص له بي بي سي راډیو سره په يوه مرکه کې ویلي  چې ژر تر ژره دې خلک د نفتو او ګازو لپاره ځایناستی پیدا کړي. دی وایي که چېرې د نفتو او ګازو ذخیرې خلاصېږي او که نه، خو موږ باید د چاپېریال د تودوخي واقعیت ومنو او د دغو موادو له زیانونو چې د لوګیو په واسطه رامنځته کېږي چاپېریال خلاص کړو،  دی وړاندوینه کوي که چېرې دهوا حالت همداسې پسې ککړېږي نو د سلګونو میلیونو انسانانو د مرګ وېره شته او پرله پسې سیلابونه به د خوړو زېرمې تر ګواښ لاندې ونیسي، وچکالي به ددې لامل وګرځي چې سلګونه ډوله ناروغۍ پيدا شي.
د پورتنیو اړتیاو په درک کولو سره د نړۍ خلک لاس په کار شوي او ډېری هېوادونه داسې دي چې له بېلابېلو بدیلو انرژیو نه یې ګټه پورته کول پیل کړي، که له بدیلې انرژۍ نه د ټولو هېوادونو د ګټې اخیستنې د څرنګوالي مخینې ته  لاړ شو ښايي د لوستونکو حوصله تنګه کړي ځکه بېلګې يې ډېرې دي، یوازې به د سولر انرژۍ (لمرینې انرژۍ ) په اړه د هسپانیا، المان، هندوستان او ایران پر کامیابو تجربو یو څه رڼا واچوو.
نړیوال  کارپوهان په دې  نظر دي چې د لمرینې انرژۍ لومړنی ښه والی دادی چې نه خلاصېږي، بشري ټولنې او چاپېریال ته هېڅ زیان نه رسوي او تر ټولو لا دا ښه چې موږ یې دخپلو اړتیاو په اندازه ظرفیت ساتلی شو، همدا یې لامل دی چې له لمرینو کورونو نېولې تر لمرینو دفترونو او نورو پورې هرڅه د نړۍ په هېوادونو کې لیدل کېږي. اوسمهال المان د هسپانیې سره د سولر انرژۍ په برخه کې  په رقابت کې دی، د لمرینې انرژۍ پارکونه چې پخوا له هسپانیې پرته په نورو هېوادونو کې نه و اوس په المان کې هم لیدل کېږي، چې دغه ډول پارکونه په کال کې ۳۰۰ میلیونه کیلوواټه برېښنا تولیدوي.  د رویټر اژانس دیو خبر پر اساس په ۲۰۰۷ میلادي کال کې المان د بدیلې انرژۍ دتولید په برخه کې تر ټولو هېوادونو دمخه و، پر یاد شوي کال ددغه هېواد ۹ په سلو کې مصرفي انرژي له بدیلو انرژیو نه لاس ته راغلې چې د برېښنا په تولید کې یې ښکاره زیاتوالی راوستی دی. همدا راز ایران چې زموږ ګاونډی هېواد دی، خوښ دی چې بدیلې انرژۍ نه ګټه  اخیستنې په کې ښه پایله ورکړې، د ایران دیوه میخانیکي سایټ د رپورټ له مخې د ایران زیاتره سیمې له لمرینې انرژۍ نه مالامال دي، خبر یوازې د کویرې سیمه د بېلګې په توګه راوړي چې له هر یو نیم هکتار ځمکې نه یې په ساعت کې یو میګاواټ انرژي تولیدوي، خو دیوې ستونزې یادونه کوي چې د لمرینې انرژۍ د تولیدولو لګښت د اوبو تر انرژۍ یو څه زیات دی.
زموږ په هېواد کې د لمر وړانګې، تودوالی او اوبه پرېمانه دي خو له بده مرغه د برېښنا اسانتیا په کې کمه ده، د ساینسپوهانو د څېړنو له مخې په افغانستان کې تر المان دوه برابره  هوا لمرینه وي او له لمر نه د انرژۍ د تولید لپاره تودوخه هم زیاته ده، خو کلیوال مو له کلونو کلونو راهیسې د برېښنا له درلودلو محروم دي.
د تېرو دوو کلونو راهیسې د کلیو او پراختیا وزارت په دغه برخه کې د پام وړ هڅې کوي، دهندوستان هېواد په تخنیکي مرسته  چې د سولر انرژۍ کامیابه تجربه لري او زموږ له هېواد سره د نورو سکتورونو د ځواکمنولو ترڅنګ په دغه برخه کې هم دپام وړ مرستې کوي د څه د پاڅه ۳۷ ملیونو امریکایي ډالرو په ارزښت د سولر انرژۍ تر ۱۰۰۰۰ زیاتې تختې د ۲۵  ولایتونو په بېلابېلو ولسوالیو کې   دخلکو په واک کې ورکړي چې اوسمهال ۲۵۸۳۶۳ وګړي ترې ګټه پورته کوي . دغه لمرین سولرونه هر یو په یوه ځل چارج کولو د ۴۰ واټونو برېښنا تولیدولو ظرفیت پیدا کوي. کلیوال کولای شي په لومړي سر کې یو لمرین لالټین، دوه ګروپونه، یو تور او سپین ټلویزیون، راډيو له دغې انرژۍ نه په یوه وخت کې استعمال کړي، کله چې ددغو دستګاو امکانات زیاتېږي هغومره ورسره د برېښنا ظرفیت هم پورته کېږي.  په دې وروستیو کې دکابل ولایت د قلعه بختیار، محمود طرزي، صفی الله فضلي او سیدنورمحمدشاه مېنې لېسو او د بګراميو او شیوه کیو په کلینکونو کې د سولرونو  په لګولو سره تر ۲۰ زرو پورته شاګردانو او کارکوونکو ته د صحي اوبو اسانتیا برابره شوه چې د سولر انرژۍ په ځواک د صحي اوبو رسولو یوه کامیابه تجربه وه.
په ځینو هېوادونو کې ځینې کوچني ښارونه، کوڅې، کورونه، دفترونه، دوکانونه او پردې ځایونو پورې اړوند شیان زیاتره پر سولر انرژۍ چلېږي، داسې سولر مینارونه او پارکونه په کې شته چې دیوه کوچني بند هومره برېښنا تولیدوي.
 د هېواد کومو سیمو ته چې د سولر انرژۍ اسانتیا برابره شوې، خلک ترې راضي دي، ځکه چې دوی په لږ لګښت هم برېښنا لاسته راوړي چې د کلونو کلونو هیله یې ده، هم یې د کور په کارونو کې  اسانتیا رامنځته کېږي او تر ټولو لا دا ښه چې له چاپېریال ساتنې سره مرسته کېږي. تمه کېږي چې د کلیو او پراختیا وزارت د سولر انرژۍ اسانتیا ټولو ولایتونو ته وغځوي او دا هیله ورسره تړلې ده چې یوه ورځ د هېواد په ټولو کلیوالو سیمو کې زموږ د ژوند ټولې اړتیاوې د سولر انرژۍ (لمرینې انرژۍ) له لارې بشپړې شي.