که د بي بي سي راډیو مخینې ته وکتل شي، نو جوته به شي چې خبرونو یې دخلکو په زړونو کې ځان ته ځانګړی ځای پیدا کړی و، ځکه د ګوهر رحمن ګوهر، داود جنبش او ځینو نورو تکړه ویاندانو اوازونه د خلکو په غوږونو کې داسې انګازې کړې وې، چې بیا به یې هر سهار او ماښام غوږونو د هماغو خوندورو اوازونو اورېدل غوښتل.
اوسمهال چې د افغانستان خلکو انټرنټ، بې شمېره ورځپاڼو، محلي اف ام راډیوګانو او د ازادۍ غوندې راډیو ته لاسرسی پیدا کړی چې که مبالغه ونه شي په هر ولایت او سیمه کې خبریالان لري نو د بي بي سي د خبرونو خوند لږ پیکه شوی. اوس بي بي سي خلکو دځینو خوندورو پروګرامونو لپاره اورېده چې د هغو پروګرامونو له جملې یو هم د پېلوزي پروګرام و، چې د ادب د مینه والو ذوق یې خړوبولو.
په دې وروستیو کې نه پوهېږم بي بي سي د کوم لامل له مخې د پېلوزي پروګرام بند کړ، خو د بي بي سي مسولین ښایي له دې خبر نه وي چې ځینې خلک له پېلوزي پرته د بي بي سي د نورو پروګرامونو اورېدلو ته هم چمتو نه دي او دا کار به د بي بي سي پښتو څانګې ته ډېر زیان واړوي، اورېدونکي به یې کم کړي او ورو ورو به یې نړیوال اعتبار ته هم زیان ورسېږي.
دجانان ویببلاګ  مینه وال له  بي بي سي راډیو نه هیله کوي چې پېلوزی پروګرام بېرته پیل کړي.