لكه ټپه، لكه نغمه ده ښكلا
نه، نه زموږ د سيند څپه ده ښكلا
چا ويل چې غرونو كې سندرې وايي
دنجونو لېچو كې پرته ده ښكلا
چې مخامخ شوې راته وڅرخېدې
خدايږو همدغه حادثه ده ښكلا
زموږ پر ژبو چې گل، گل غوړېږې
ښكاري گودره تا كې شنه ده ښكلا
د زمانې په څېر څو رنگه لري
شمسزيه ستره اينه ده ښكلا.
04.10.2007
- janan
سبا به خامخا له تانه دا پوښتنه كومزه كه په كور كې كله ناست يم كه سارا كې يمهد ژوند په هر واټ مې ستا ياد مې ته ودرېږيكه په تيارو كوڅو كې گرڅم كه رڼا كې يمه
په نيمه شپه كې كه ځنگل ته كله ووځمهچې د سپوږمۍ دمخ رڼا وينمه ته په كې يېيمه حيران څنگه مې سترگو ته ځان ورسوېچې چېرته هم ذره ښكلا وينمه ته په كې يې
په غره كې ته يې دسيندونو په څپو كې ته يېځمكه كې هر ځاى راته ښكارې په اسمان كې هم يېدا د شعرونو داستانونو كتابونه پرېږدهپه خداى قسم چې ايتون...
25.10.2007
- janan
له كومې ورځې چې سور اور د جگړې بل دى دلتهله هغې ورځې د ژوندون حالت بدل دى دلتهكاڼه غوږونه، پټې سترگې پاچاهي چې كويهغوى ته څه معلوم چې څه ډول غوبل دى دلتهدسيند پر غاړه ددمې خوبونه ونه وينئستړو مارغانو ته جوړ كړئ چا مورچل دى دلتهته كه زما منې بې تور پړوني مه راوځهوږسترگى ښار دى هر سړى د ښايست غل دى دلتهد لگېدلو لمبو مرگ هم ناممكنه نه دىشمسزيه چا له زړه نه كړى دا تكل دى دلته.
۱۳ تله ۱۳۸۶...