سبا به خامخا له تانه دا پوښتنه كوم
زه كه په كور كې كله ناست يم كه سارا كې يمه
د ژوند په هر واټ مې ستا ياد مې ته ودرېږي
كه په تيارو كوڅو كې گرڅم كه رڼا كې يمه
په نيمه شپه كې كه ځنگل ته كله ووځمه
چې د سپوږمۍ دمخ رڼا وينمه ته په كې يې
يمه حيران څنگه مې سترگو ته ځان ورسوې
چې چېرته هم ذره ښكلا وينمه ته په كې يې
په غره كې ته يې دسيندونو په څپو كې ته يې
ځمكه كې هر ځاى راته ښكارې په اسمان كې هم يې
دا د شعرونو داستانونو كتابونه پرېږده
په خداى قسم چې ايتونو د قران كې هم يې
سبا به خامخا له تانه دا پوښتنه كوم
چې ترنم كوم سندرو كې مې څنگه راځې
زما د فكر ديوالونه څنگه ونړوې
زه هېڅ خبر نه يم خبرو كې مې څنگه راځې
له ما نه گېرچاپېره گرځې مانه لرې نه ځې
هېڅ نه پوهېږم چې دا ولې مې ازاد نه پرېږدې
اوس خو مې ټوله شاعري هم رانه تا اخيستې
ته او خداى ولې مې د زړه دنيا اباد نه پرېږدې.