نن د كابل واړه واټونه په سرو وينو سره دي!
نن هر سړي بلا ټپونه
په بدن واخيستل
نن ددې ښار له شنو پاركونو هم
بويونه د بارودو خېژي
پوهېږم نه!!
دغه به څوك وي
چې يې ځمكه پر موږ سره تبۍ كړه
دريغه!!
چې يو ځل مې ليدلاى واى
او دا مې ورته ويلي واى:
اشنا!
دا زړونه تږي دي
ډېر تږي
ددې زړونو مرگى نه دى روا!!!!!!!!!!!!!
02.10.2007
- janan
باران ورته څه پرېښودل، ږليو څه ونه كړلتنكي وږي يې يوړل ترې، سيليو څه ونه كړليو، دوه نه، ډېر همزولي مې له سترگو ترې تم شولپه موږ پردو جگړو، پردو گوليو څه ونه كړلكوڅې د ښار زړې شولې په تمه د راتلو يېيو پل يې پرې پېرزو نه شو، سپرليو څه ونه كړلد غرو برېتور واړه د برېښنا غيشو شهيد كړلدې شپې په ويدو سترگو دغوټيو څه ونه كړلدا ستا د غزل چيغې ښكاري نه رسي اسمان تهشمسزيه دلفظونو دې زگيرويو څه ونه كړل....
04.10.2007
- janan
سبا به خامخا له تانه دا پوښتنه كومزه كه په كور كې كله ناست يم كه سارا كې يمهد ژوند په هر واټ مې ستا ياد مې ته ودرېږيكه په تيارو كوڅو كې گرڅم كه رڼا كې يمه
په نيمه شپه كې كه ځنگل ته كله ووځمهچې د سپوږمۍ دمخ رڼا وينمه ته په كې يېيمه حيران څنگه مې سترگو ته ځان ورسوېچې چېرته هم ذره ښكلا وينمه ته په كې يې
په غره كې ته يې دسيندونو په څپو كې ته يېځمكه كې هر ځاى راته ښكارې په اسمان كې هم يېدا د شعرونو داستانونو كتابونه پرېږدهپه خداى قسم چې ايتون...