باران ورته څه پرېښودل، ږليو څه ونه كړل
تنكي وږي يې يوړل ترې، سيليو څه ونه كړل
يو، دوه نه، ډېر همزولي مې له سترگو ترې تم شول
په موږ پردو جگړو، پردو گوليو څه ونه كړل
كوڅې د ښار زړې شولې په تمه د راتلو يې
يو پل يې پرې پېرزو نه شو، سپرليو څه ونه كړل
د غرو برېتور واړه د برېښنا غيشو شهيد كړل
دې شپې په ويدو سترگو دغوټيو څه ونه كړل
دا ستا د غزل چيغې ښكاري نه رسي اسمان ته
شمسزيه دلفظونو دې زگيرويو څه ونه كړل.
01.10.2007
- janan
زما له سترگو نه خوبونه مه وړهزه د خپل غم غېږ كې ويده ښه يمهزه نور له ژونده ستړى شوى شاعردخپل ماتم غېږ كې ويده ښه يمه
پام كوه سترگې دې ونه غولېږيزه د ژوندي په نامه مړى يمهزما له شونډو نه خوځښت مه غواړههسې يو باد دلته راوړى يمه
خداى خبر چا سره او چېرې به ځمزه مې په خپل مستقبل نه پوهېږمچې به مې كوم ساحل ته سر ورسيلا په راتلونكي منزل نه پوهېږم
ورشه دخپل ښايست د بڼ لپارهنورو جونگړو كې باغوان پيدا كړهد نورو زړونو كوڅې ولټوه...
03.10.2007
- janan
نن د كابل واړه واټونه په سرو وينو سره دي!نن هر سړي بلا ټپونهپه بدن واخيستلنن ددې ښار له شنو پاركونو هم بويونه د بارودو خېژيپوهېږم نه!!دغه به څوك ويچې يې ځمكه پر موږ سره تبۍ كړهدريغه!!چې يو ځل مې ليدلاى واىاو دا مې ورته ويلي واى:اشنا!دا زړونه تږي ديډېر تږيددې زړونو مرگى نه دى روا!!!!!!!!!!!!!...