زما له سترگو نه خوبونه مه وړه
زه د خپل غم غېږ كې ويده ښه يمه
زه نور له ژونده ستړى شوى شاعر
دخپل ماتم غېږ كې ويده ښه يمه

پام كوه سترگې دې ونه غولېږي
زه د ژوندي په نامه مړى يمه
زما له شونډو نه خوځښت مه غواړه
هسې يو باد دلته راوړى يمه

خداى خبر چا سره او چېرې به ځم
زه مې په خپل مستقبل نه پوهېږم
چې به مې كوم ساحل ته سر ورسي
لا په راتلونكي منزل نه پوهېږم

ورشه دخپل ښايست د بڼ لپاره
نورو جونگړو كې باغوان پيدا كړه
د نورو زړونو كوڅې ولټوه
په كې د خپل زړه ورك ارمان پيدا كړه

زما په زړه كې كېږدۍ ونه وهې
په دغه دښته لوى توپان روان دى
ژوند به دې هسې په اوبو لاهو كړې
يو رود د اوښكو د باران روان دى.