له كومې ورځې چې سور اور د جگړې بل دى دلته
له هغې ورځې د ژوندون حالت بدل دى دلته
كاڼه غوږونه، پټې سترگې پاچاهي چې كوي
هغوى ته څه معلوم چې څه ډول غوبل دى دلته
دسيند پر غاړه ددمې خوبونه ونه وينئ
ستړو مارغانو ته جوړ كړئ چا مورچل دى دلته
ته كه زما منې بې تور پړوني مه راوځه
وږسترگى ښار دى هر سړى د ښايست غل دى دلته
د لگېدلو لمبو مرگ هم ناممكنه نه دى
شمسزيه چا له زړه نه كړى دا تكل دى دلته.

۱۳ تله ۱۳۸۶