دكابل په شرقي برخه كې لمغانات (اوسنى لغمان) موقعيت لري چې پنځه تومان او دوه بلوكو څخه تشكيل شوى دى.
نينگنهار د لمغان يو لوى تومان دى، چې په ځينو تاريخونو كې د هغه نوم نگرهار هم راغلى دى. د هغه ډېر ښكلى ځاى ادينه پور دى. د كابل او نينگنهار ترمنځ لاره سخته او صعب العبوره ده. په دې څلورو ځايونو كې واړه واړه غاښي (كوتلونه) او دوه درې څايونو كې تنگي هم لري... د تودې او سړې سيمې ترمنځ فاصله د بادام چشمه كوتل دى. د كوتل په هغې برخې كې چې كابل خواته پروت دى، واوره اورېږي او د كوتل هغې غاړې ته چې د لمغاناتو خواته پروت دى، واوره نه اورېږي، په سملاسي توگه چې ددې كوتل څخه ښكته شوې، سړى يوې بلې نړۍ ته راځي، دلته نوې ونې، نوي نباتات، نوي حيوانات او د خلكو رسم او رواج هم بل قسم دى.
ننگنهار نهه رودونه لري، دلته شولې او غنم ښه كېږي، نارنج، ترنج او انار دلته ډېر دي او ښه كېږي. د ادينه پور قلعه په جنوب خوا كې چې ديوې غونډۍ په سر په ۹۱۴هجري قمري كال كې يو باغ جوړ كړ چې د باغ انار په نوم مشهور شو. دغه باغ ديوه رود سره واقع و او دغه رود د باغ او قلعه په منځ كې بهېده او ددې باغ نارنج، ترنج او انارو ډېر حاصل وركاوه. په كوم كال كې چې مې پهار خان ته ماتې وركړه، لاهور او ديبالپور مې فتح كړل، د كيلې نيالگي مې له هغه ځاى څخه راوړل او دلته مې كېنول. هغه شنه شوي او په دغه كال كې تر ټولو نه دلته ډېر گني كرل شوي وو، چې ډېر ښه حاصل يې وركړ او له هغې ځاى څخه يې بدخشان او بخارا ته هم ولېږل. باغ په جگ ځاى كې واقع شوى دى، په ژمي كې معتدله اب وهوا لري، د باغ په منځ كې يوه كوچنۍ غونډۍ ده، چې ددې غونډۍ له سر څخه تل ته يوه ژرنده اوبه راځي او د باغ په منځ كې موجود دي. د باغ په جنوب لويدځه برخه كې يو حوض جوړ شوى دى، چې د هغه څلور خواوې د نارنج د ونو په واسطه احاطه شوي دي، دلته د انارو ونې هم شته دي، د حوض څلور خواوې تكې شنې دي د باغ اصلي برخه همدغه حوض دى، كله چې نارنج زېړېږي، نو باغ ډېر ښه او ښكلى معلومېږي، دغه باغ ډېر ښه او ښكلى دى.
د نينگنهار په جنوب كې سپين غر موقعيت لري چې د بنگښ او نينگنهار ترمنځ سرحد دى، اس والا له هغه څخه تېرېدى نه شي، نهه رودونه له دې غره څخه سرچينه اخلي، واوره يې هېڅ نه كمېږي او له دې امله ورته سپين غر وايي. په ښكته سيمو كې واوره هېڅ نه اورېږي، د غره له سر نه تر لمنو پورې د سهار نه تر غرمې پورې لاره ده، ددې غره په لمنو كې ډېر ښكلي ځايونه شته، اوبه يې دومره يخې دي چې يخ ته هېڅ ضرورت نه شته.
د ادينه پور په جنوب كې د سرخرود اوبه بهېږي ، قلا په يو ځاى كې موقعيت لري او د رود خوا ته تقريباً څلوېښت – پنځوس گزه يو غر پروت دى. شمال خوا ته هم د نينگنهار او لمغاناتو ترمنځ واقع شوى دى، هر وخت چې په كابل كې واوره اورېږي، ددې غره څوكه هم په واورو پټېږي. د لمغاناتو خلك دهمدغې څوكې نه پوهېږي چې په كابل كې واوره شوې ده. هغه څوك چې د كابل نه لمغان خواته د قوروق ساى له لارې نه راشي، نو دوه لارې موجودې دي، يوه لاره د دېرې له كوتل څخه تېرېږي، بولان او اب باران شاته پرېږدي او لمغاناتو ته رسېږي. بله لاره د قراتو، چې د قوروقساى نه ښكته واقع شوې ده او لمغاناتو ته رسېږي كه د نجراو له لارې نه راشې، د بدراو څخه تېرېږي او قرنك ريق نه هم تېرېږي او د بادپخ كوتل ته رسېږي. كه څه هم نينگنهار د لمغان له پنځو تومانو څخه دى، مگر درې تومانو ته يې لمغان وايي. د هغه له درې تومانو څخه يو اليشنگ دى چې په شمال كې د هندوكش له غرونو سره يو ځاى شوى دى، مضبوط او له واورې څخه ډك غرونه لري، دغه ټول غرونه د كافرستان په ساحه كې راځي. د كافرستان مېل او اليشنگ ته نږدې واقع شوى مهترلام مزار، چې د حضرت نوح عليه السلام پلار و، د اليشنگ په تومان كې دى، چې ځينې تاريخونو ورته (لك لمكان) ليكلى دى. لكه لكه ډېر ليدل كېږي ددې سيمې خلك (كاف) (غين) تلفظ كوي، نو له همدې امله يې دغه ولايت ته (لمغان) ويلي دي.
(له بابر او پښتانه كتاب څخه - نوربيا...)