د افغانستان د ولسواليو د پرمختيايي شوراگانو استازو، بهرنيو ديپلوماتانو او ژورناليستانو ته د لويې جرگې په كېږدۍ كې ښاغلي كرزي يوه تاريخي وينا وكړه، چې تېره شپه په ملي ټلويزيون كې هم خپره شوه اود ډېرو خلكو غږ غوږ يې پورته كړ.
ښاغلى كرزى په دغه غونډه كې تر پخوانيو غونډو لږ څه غيرمنظم خو رښتيا وغږېد. په پيل كې داسې معلومېدل چې غواړي په رمز سره خپله موخه خلكو ته ورسوي خو په خبرو خبرو كې داسې حالت ته ورسېد چې نور يې نو زړه طاقت ونه كړ هغه څه يې دغونډې برخوالو ته په سپينو ټكو او ولسي ژبه وويل چې له ډېرې مودې يې زړه كې ساتلي وو.
د ولسمشر خبرې پر دوو محورونو وڅرخېدې، لومړى يې د افغانستان د پرمختيايي بهير په اړه په دري خبرې وكړې چې په دغه بهير كې  يې د ځينو بېلگو په ښودلو د پرمختيايي شوراگانو د كړنو ستاينه وكړه او ترڅنگ يې دا هم وويل چې نړيوال او كليوال ټول پرمختيايي كارونه پرمخ بيايي ډاډمن يم چې  زموږ دغه ستونزه به ژر حل شي خو يوه بله خبره مهمه ده:

ددغې مهمې خبرې پيل يې په پښتو ژبه وكړ، كه څه هم دا ټولو ته ښكاره ده چې ښاغلى كرزى كه په كومه غونډه كې د امنيتي مسايلو په باب وينا كوي نو ژبه يې پښتو وي، خو كه په نورو مسايلو غږېږي نو په روانه دري گړېږي. خو دا ځل خبره اپوټه وه، دا ځل يې د ملت له سرلوړۍ او د حكومت له نيمگړتياو په پښتو ژبه پرده  پورته كړه.
ښاغلي كرزي دخپلې وينا په دغه برخه كې ملت او دولت سره پرتله كړل او زياته يې كړه چې ولس خپله دنده ترسره كړې، د ډول ډول ستونزو او كړاوونو په گاللو سره يې لويه جرگه، رياستي او پارلماني ټاكنې ترسره كړې. ولسمشر يې وټاكه چې افغانستان بيا د ابادۍ او سوكالۍ پر لور بوځي او پارلمان ته يې خپل استازي ولېږل چې له ولسمشر سره لاس يو كړي او د افغانستان په سمسورتيا د هېوادوالو زخمونه كوشېر كړي.
خو له بده مرغه چې هغسې ونه شول، نن ولس لكه څنگه چې بېوزله و لا پسې بېوزلى كېږي او د كابيني وزيران، د شورا غړي او نور لوړ پوړي چارواكي هره ورځ لا پسې بډايه كېږي، د كابل په ښار كې ښكلي او ځلانده كورونه يا د وزيرانو او نورو لوړپوړو چارواكو دي او يا هم د ولسي شورا د غړو. له نړيوالو مرستو څخه يوازې همدغو كسانو د ځان لپاره گټه پورته كړې ده د خلكو په ژوند كې هېڅ مثبت توپير نه دى راغلى. 
ولسمشر دې ټكي ته هم اشاره وكړه چې دې گډوډي غوښتونكو كسانو له خپلو تېرو تېښتو او ترخو تجربو څخه عبرت نه دى اخيستى دوى هره ورځ د ولس كورونو ته سنگچنې غورځوي، په خپل هېواد كې يې د خپل هېواد پر ضد سنگر جوړ كړى، هره ورځ له خپل ولس سره نوې سياسي لوبه پيل كوي خو دوى په دې نه پوهېږي كه د ملت يوه سنگچنه هم ور وغورځېده نو د دوى له ښېښو جوړ كورونه به ټوټې ټوټې شي او دوى به يو ځل بيا له هېواده بهرنيو هېوادونو ته پښې سپكې كړي، لكه يو ځل چې موږ ټولو پرديو هېوادونو ته پناه وړې وه، ما كويټې ته، چا كولاب ته چا تاجكستان ته او چا اروپايي هېوادونو ته.
دښاغلي كرزي په خبرو كې څو ټكي د پام وړ دي چې هغه مهال مې ترې د پوښتنې وخت پيدا نه كړ، لومړى دا چې ښاغلى كرزى د هېواد د ولسمشر په توگه چې د كابينې يانې دهغې دستگاه رئيس  دى چې دى ترې شكايت كوي، د كابينې دوزيرانو او د شورا د غړو په لاشتمن كېدو او د بېوزله ولس په لا بېوزله كېدو خبر دى او دا ستونزه يې درك كړې ده نو پوښتنه داده چې ښاغلي كرزي په دغه اړه څه كړي دي دغه خبره هم بايد د ولس استازو او گډونوالو ته ويل شوې واى. ځينې كارپوهان وايي چې د افغانستان  مصلحتي دولت له ډېرو ستونزو سره مخ دى او ښاغلى كرزى كېداى شي په راتلونكي كې هغه ستونزې هم په يوه نه يوه ډول ولس ته ووايي خو دا به هغه مهال وي چې ټاكنې رانږدې شي.
كارپوهان او سياسي شنونكي لومړى د ښاغلي كرزي مصلحتي حكومت يوه لويه ستونزه بولي چې په څو ډوله وېشل شوى دى او د واك يوه سرچينه نه لري، دبېلگې په توگه ويل كېږي چې حكومت لومړى د څو مهمو بهرنيو هېوادونو ترمنځه وېشل شوى دى چې دغو هېوادونو هر يوه په خپله خوښه يو وزارت انتخاب كړى، مرسته ورسره كوي او چارې يې څاري چې په ځينو مواردو كې بيا دغه وزيران تر ښاغلي كرزي دهمدغو هېوادونو زيات خيال ساتي.
دويمه دا چې وزارتونه بيا د بهرنيو هېوادونو، ولسمشر، شورا او تنظيمونو ترمنځ هم وېشل شوي چې په هر وزارت كې د هرچا وزير، مرستيال وزير او رئيسان معلوم دي او همدغه خلك دي چې د كرزي په حكومت كې د بېساري او پراخ اداري فساد، رشوت، بډو او په افغانستان كې د زياتېدونكي بد امنۍ مسئولين دي. پخوا خلكو سره دا فكر و چې عادي مامورين به په رشوت اخيستلو او اداري  فساد كې لاس لري مگر اوس څرگنده شوه چې د فساد، رشوت او نورو بدو كارونو لاملين هغه كسان دي چې په لوړو څوكيو كې ناست  او د صلاحيت خاوندان دي. نو تر كومه چې دغسې مصلحتونه موجود وي د ښاغلي كرزي په خبرو به يې خپل وزيران هم خاندي، لكه چې په دې غونډه كې هم وليدل شول.

كه چېرې ښاغلى كرزي په رښتيا هم له ولس سره خواخوږي لري لكه څنگه چې د ولس له زړه نه خبرې كوي، نو په لومړي قدم كې دې عمومي اصلاحات راولي، ځكه د ښاغلي خليلزاد په وينا په خپله حكومت كې غله او ډاكوان موجود دي لومړى بايد ددوى غم وخوړل شي.
او كه دا نه شي كولاى نو په ياده شوې غونډه كې د تخار د هغه استازي خبره دې ومني چې ويل يې ښاغلى كرزى ولس نور پوزې ته راغلى دى، په مشورو او زاريو نه كېږي، اوس هم ناوخته نه دى ښه به دا وي چې تر دې هم لږ څه زيات رښتيا ولس ته ووايې او له دې بې صلاحيته څوكۍ سره مخه ښه وكړې.