janan janan

Profile Photo

پر ۱۳۵۸ لیږدیز لمریز کال د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ په کنده راجایي نومې کلي کې زیږېدلی یم.
زده کړې مې په پاکستان کې پای ته رسولې او له اوو کالو راهیسې په فرهنګې کارونو بوخت یم ، د هیلې مجلې مرستیال ، د کاوون اوونیزې مسوول مدیر او همدا راز له ۲۰۰۳ م کال راهیسې په بیلابیلو نړیوالو ټولنو کې مطبوعاتي مسوول او ویاند په توګه کار کوم . له ۲۰۰۰م میلادي کال راهیسې بېلابېلو ملي او نړیوالو ورځپانو ، مجلو او ویب پاڼو سره همکاري لرمه . په درېيو ژبو [پښتو، دري او انګلیسي] لیکنې کولای شي .

د نورو فرهنګي منډو ترړو ترڅنګ مې یو شمېر کتابونه هم لیکلي چې په لاندې ډول دي:

۱-د نښترو او ګورګرو څو سندرې [ دلغمان د شاعرانو تذکره] چاپ.

۲-هنر او هنري څرنګوالی (ناچاپ)

۳- کیسې او نقدونه [د بېلابېلو نړیوالو لیکوالو کیسې او پر کیسو یې نقدونه] ناچاپ

۴-دشعرونو یوه ټولګه [د شپې په غېږ] چاپ
۵- دشعرونو ټولګه [د ژوند پاڼې] چاپ

له خدایه ډېر خوشحاله یم چې د ژوند په ټولو چارو کې یې منځګړی رول راکړی، نه ډېر ښه لیکوال یم او نه ډېر بد، نه ډېر مخکښ شاعر یم او نه مبتذل، نه افراطي یم او نه تفریطي، نه ډېر مالداره یم او نه ډېر غریب. هر څه چې خدای (ج) راکړي پرې قانع او خوشحاله یم.

ننني سیاسي حالات


په خپلو جنازو پسې سرګردانه خلک

له ایران سره زموږ پوله یو له هغو خوني پولو څخه ده چې هره ورځ افغانان په کې په ګولیو سوري سوري کېږي، له یخنۍ او ګرمۍ مري او یا هم له داسې وضعیت سره د ایران له خاورې ایستل کېږي چې حال یې له مړي بتر وي.یوه ډله سپینږیري مې پر دې پوله (اسلام قلعه) کې ولیدل چې د ۱۳ تنو ځوانانو عکسونه یې په لاس کې وو او همدا چیغې یې وهلې چې موږ د خپلو اولادونو جسدونه غواړو. دا ځوانان تېره میاشت د ایراني سرحدي پوځیانو له خوا ژوندي نیول شوي او بیا په ډزو وژل شوي دي. د هراتي سپین

12.12.2012 janan

پسرلی صیب! موږ د خپلو رایو په ارزښت نه پوهېږو

عزت الله شمسزی په تاند ویبپاڼه کې مې یو مطلب ولوست، په زړه پورې و. ښاغلي ایمل پسرلي د لندن په یادښتونو کې راته د سینټ لوشیا دسفر کیسه کړې وه. په یو ځای کې وایي چې په یو موټر پسې شاته لیکل شوي وو چې: زما موټر چلول څرنګه دي؟ له ډریور نه تر پوښتنو وروسته معلومېږي چې دا ددې لپاره لیکل شوي که چیرته چلوونکی دولتي موټر سم نه چلوي نو شمیره یې پرې شته چې خلک شکایت وکړي. ډریور د خبرو اترو په یوه برخه کې وایي چې زه نه ډاریږم چې له کوم دولتي چارواکي نه شکایت وکړم، ځکه زما په ر

28.09.2010 janan

راتلونکي پارلمان ته دې خیر وي

عزت الله شمسزی د ماسخوتن ډوډۍ لپاره مې لاسونه پریمنځل چې په ټیلفون کې مې یو نری مسکال راغی، نمبر نا اشنا و، نا اشنا نمبر کله نا کله ماته اندېښنه پیدا کوي، څوک به وي، څه به راته وایي او داسې نورې خبرې. په زړه کې مې وویل راڅه یو پنځه یونېټه پرې ولګوه له دې اندېښنې ځان خلاص کړه. چې کله مې ورته بیرته زنګ ووهه، له هغې خوا یو کلیوال غږ راغی، عزت الله خانه چیرته یې؟ غږ اشنا ښکارېده، بې له ځنډه مې ورته وویل:- کور کې یمه تاسې څوک خبرې کوئ او له کومه ځایه؟- ځه ښه ده چې ک

18.07.2010 janan

نن څه خبرې دي! یوه ګډه اندېښنه

 عزت الله شمسزی نن څه خبرې دي! یوه ګډه اندېښنه زما همکار محب الله رحیمی چې کله هم ددفتر په دویم پوړ کې د سګرټو لومړنی لوګی کش کړي، نو ورسره جوخت ماته مخ راواړوي، په ډېر ښایسته انداز پوښتنه وکړي: [انډیواله څه خبرې دي]. دا هغه پوښتنه ده چې سل ځوابه او سل دلایله ورته په کار دي، دا په دې وایم چې په دې هېواد کې زر خبرې رواني دي، اداري فساد په کې هغه لویه ستونزه ده چې نړېوال یې ګوته په غاښ کړي دي، ورځ په ورځ د ولایتونو او ولسوالیو د امنیت خرابېدل، چاودنې، بمبارۍ، اخ

24.06.2009 janan

د جمهور ریس له نامه سو استفاده کوونکي فراډیان

د افغانستان جمهور ريس حامد کرزي دیوه فرمان په صادرولو ټول هغه کسان مختورن کړي چې دده په نامه یو او بل دهوکه کوي خپلې موخې ترې لاسته راوړي. دا چې دا اعلان به څومره پر واقعیتونو ولاړ وي او تر کومه حده به جمهور ریس په کې راتلونکيو ټولټاکنو ته دانتخاباتي کمپاین موخه لري او که نه دا به په خپل ځای پرېږدو خو د ښاغلي ح

15.05.2008 janan

د لغمان نوي والي صیب ته یو څو وړیا مشورې

  مشعل صیب تر هر څه دمخه درته د نوی والیتوب له ام

09.03.2008 janan

يو كلي يو محصول (One Village One Product)

يو كلي يو محصول (One Village One Product) كليوال زيار، نړيوال افتخار نړيوال څېړونكي تل په دې هڅه كې دي چې د هرې ورځې په تېرېدو سره د خپلو هېوادونو د خلكو د اقتصاد د پياوړي كولو او د بېوزلۍ د كچې د راټيټولو لپاره نوې  نوښتونه وكړي او دفقر د كمزوري كولو لپاره نوې حل لارې  راوباسي.د [يو كلي، يو محصول] پروگرام طرحه يو له همدغو نوښتونو څخه  و چې څه ناڅه ۲۷ كاله دمخه د جاپان په Oita Prefecture   كې رامنځته شوه. پر ۱۹۷۹ ميلادي كال د جاپان يو شمېر څېړونكي په د

10.02.2008 janan

ښاغلى كرزى بيا څنگه د ولس په ژبه خبرې كوي؟

د افغانستان د ولسواليو د پرمختيايي شوراگانو استازو، بهرنيو ديپلوماتانو او ژورناليستانو ته د لويې جرگې په كېږدۍ كې ښاغلي كرزي يوه تاريخي وينا وكړه، چې تېره شپه په ملي ټلويزيون كې هم خپره شوه اود ډېرو خلكو غږ غوږ يې پورته كړ. ښاغلى كرزى په دغه غونډه كې تر پخوانيو غونډو لږ څه غيرمنظم خو رښتيا وغږېد. په پيل كې داسې معلومېدل چې غواړي په رمز سره خپله موخه خلكو ته ورسوي خو په خبرو خبرو كې داسې حالت ته ورسېد چې نور يې نو زړه طاقت ونه كړ هغه څه يې دغونډې برخوالو ته په سپينو ټكو او ولسي ژبه وويل چې

14.11.2007 janan

دپاکستان پښتنو په افغانستان کې د ترهګرو عملیاتو په اړه خبرې وکړې

لیکوال: احمدرشیدژباړن: شمسزیمنبع: Eurasia Insight  27/11/2006 له جګړه ییزو ستونزو ستړتیا اوس دپاکستان په پښتنو کې هم رېښې پیدا کوي، د پښتنو اوسنۍ غونډې په ټینګار سره په افغانستان او پاکستان کې د طالبانو د تاوتریخوالي د ختمولو په اړه خبرې وکړې، دوی په پاکستاني حکومت  غږ وکړ چې له سخت دریزو اسلامپالو سره خپلې مشهودې اړیکې پرې کړي. په سلګونو سیاسي او قومي مشران او له افغانستان سره د سرحدي سیمو  پښتانه اوسېدونکي د امن د جرګې او یا شورا  په نامه&nbs

30.11.2006 janan

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more