عزت الله شمسزی

په تاند ویبپاڼه کې مې یو مطلب ولوست، په زړه پورې و. ښاغلي ایمل پسرلي د لندن په یادښتونو کې راته د سینټ لوشیا دسفر کیسه کړې وه. په یو ځای کې وایي چې په یو موټر پسې شاته لیکل شوي وو چې: زما موټر چلول څرنګه دي؟ له ډریور نه تر پوښتنو وروسته معلومېږي چې دا ددې لپاره لیکل شوي که چیرته چلوونکی دولتي موټر سم نه چلوي نو شمیره یې پرې شته چې خلک شکایت وکړي. ډریور د خبرو اترو په یوه برخه کې وایي چې زه نه ډاریږم چې له کوم دولتي چارواکي نه شکایت وکړم، ځکه زما په رایه بریالی شوی حکومت دی، که یې سم کار وکړ ستایم یې او که نه مخامخ ورباندې نقد کوم دی به بل وار رایه له چا اخلي.

دې مطلب د تېرو پارلماني ټاکنو څو جالبې پېښې رایادې کړې، د تېرو پارلماني ټاکنو څخه دوه ورځې وړاندې په ځینو ولایتونو کې د ځینو کاندیدانو لیدلو ته خلکو نوبت اخیسته. دا کاندیدان یا خو پخواني وکیلان وو چې نه یې په پارلمان کې کومه لاسته راوړنه درلوده او نه یې ولس او سیمې ته کوم خیر رسیدلی و، او یا دهغو محلي چارواکو خپلوان وو چې غواړي په پارلمان کې ملاتړي پيدا کړي، ترڅو په راتلونکي کې په خلاص مټ، پرته له کومې ویرې اداري فساد او درغلۍ وکړي. ددې کاندیدانو بړیڅي کلي په کلي ګرځېدل او خلکو ته به یې ویل: فلانی کاندید صاحب وایي چې ټول خلک زما لیدلو ته راغلل خو ددې کلي خلک رانغلل، بیا به سبا کلیوالو په خپل مصرف موټر کرایه کړل او د کاندید صاحب لیدلو ته به ورغلل، تر ماښامه به یې په دروازه کې ناست ول چې په زیارت یې مشرف شي.

همدا راز، د موټر چلولو په اړه مې یوه پېښه د ټاکنو په ورځ په خپلو سترګو ولیدله، په لغمان ولایت کې د ټاکنو د ورځې په شپه لږ باران وشو، پر سبا یې چې د ټاکنو ورځ وه ځای ځای د خوړونو اوبه پر سړک تېرېدلې، زه له یوه بل ملګري سره پر لاره روان وم چې له یوې خوا یو سور فوربای فور موټر تېز راخوشې و، دومره تیز چې ټولو خلکو خدای ته زارۍ کولې چې کوم ماشوم تر ټایرونو لاندې نه کړي. تر موږ لږ څه وړاندې یې د سړک په غاړه په ولاړو خلکو ښې ډېرې اوبه وشیندلې، چې ور ومې کتل په شاتنۍ شیشه یې دیو زورور کاندید عکسونه لګول شوي وو.

ما فکر کاوه چې دغه ډول کاندیدان کیدای شي ناکامه شي، چې یا خو خلک تهدیدوي او یا ددوی د رایو په وسیله پر دوی ناوړه حکومت کوي، مګر له بده مرغه لومړنیو پایلو دا وښودله چې هماغو خلکو تر نورو ډېرې رایې اخیستي، هماغه خلک چې بیا به پر خپلو موکلینو میچنې ګرځوي، د دوی وینې به تویوي او ان پر اولادونو به یې تیری کوي.

کاش چې موږ هم د نورو هېوادونو دخلکو په شان سیاسي شعور درلودای او په دې پوهېدای چې دا خلک زموږ په رایو او زموږ په زور زموږ پر سرونو ګرځي، که موږ رایه ورنه کړو نو کیدای شي زور او زر یې دواړه خاورې ایرې شي او له هغه مستۍ ولویږي چې موږ ویروي او یا راته د انسان په نظر نه ګوري.