ځمه چې خوبونه مې د شعر رڼې هندارې کړم
ځمه چې له پښو سره پخلا د کلي لارې کړم
ځم چې یو ځل بیا مې سر د غره په اوږو کېږدمه
لاس مې تر سهاره د سپوږمۍ ګریوان کې پرېږدمه
یاد به خړې دښتې ته تصویر د شین ځنګل کړمه
بیا به اننګي د څو یارانو تیږو ښکل کړمه
ځم چې له شپیلۍ سره غزلې دکلمه کړمه
ځم چې د سیند غاړه کې دا ستړی زړه دمه کړمه
وخت یې دی چې درمند کې راټول غنم سندرې کړم
ګډ یې په مسرو کې د حجرې، جومات خبرې کړم
ځمه چې د توت ونه له تاک سره پخلا کړمه
لمونځ د ویاله غاړه کې په خړ څادر ادا کړمه
ډک د زړه ټوکرۍ کړم له ګلونو ګلمخونو نه
نوی احساس راوړم له چینو له چینارونو نه
خیال به مې تر تاک لاندې روان ویاله کې ومینځم
شوخ، ماشوم ارمان به د باران ویاله کې ومینځم
ځان به د چنچڼو، توتکیو په شور موړ کړمه
ستړی بیا په چیغو ملا اذان ستونی دمورکړمه
کټ کې په نیم ویخ ځان د ځوانۍ څادر را خور کړمه
ځمه چې د وخت تللې شېبې بېرته انځور کړمه
ډېر راته یادېږي د جومات د سيپارو وږمې
غاړې لونګینې په لاسو کې د تسبو وږمې
هلته بس جملې او کلمې د انسان خوی لري
هلته عقیدې او نظریې د ایمان بوی لري