له ایران سره زموږ پوله یو له هغو خوني پولو څخه ده چې هره ورځ افغانان په کې په ګولیو سوري سوري کېږي، له یخنۍ او ګرمۍ مري او یا هم له داسې وضعیت سره د ایران له خاورې ایستل کېږي چې حال یې له مړي بتر وي.

یوه ډله سپینږیري مې پر دې پوله (اسلام قلعه) کې ولیدل چې د ۱۳ تنو ځوانانو عکسونه یې په لاس کې وو او همدا چیغې یې وهلې چې موږ د خپلو اولادونو جسدونه غواړو. دا ځوانان تېره میاشت د ایراني سرحدي پوځیانو له خوا ژوندي نیول شوي او بیا په ډزو وژل شوي دي.

د هراتي سپین ږیرو په وینا دوی سره داسې اسنادونه شته چې ثابتوي ځوانان یې د ایرانیانو له خوا لومړي نیول شوي او بیا ددې پر ځای چې رد مرز یا له خاورې و ایستل شي په ډزو وژل شوي. دوی د هغې ساحې ویډیو او د خلکو مرکې هم لري چېرې چې د دوی ځوانان وژل شوي. د خپلو اولادونو په جنازو پسې دغو سرګردانو سپین ږیرو له خپلو چارواکو او ایراني دولت نه نوره تمه نه لرله فقط همدومره یې غوښتل چې د اولادونو جسدونه یې ور وسپاري چې دوی یې په خپله هدیره کې ښخ کړي او د وژل شویو کسانو د میندو زړونه صبر شي.

ایران یوازې همدا ۱۳ تنه نه دي وژلي، بلکې هره میاشت په رسنیو کې د ایران له خوا د افغانانو د اعدامولو، شکنجه کولو او یا له خپلې خاورې نه په ډېره بې رحمانه توګه د ویستلو خبرونه ورکول کېږي. په هرات کې داسې کسان هم لیدل کېږي چې دوی له ایرانه دمهاجرینو د ټولو نړیوالو قوانینو پر خلاف ویستل شوي او اولادونه یې لا هم په ایران کې پاتې دي. د هرات د ولایتي شورا د ریس ډاکټر فیض زاده له قوله یو شمېر ښځو دوی ته خپلې عریضې راوړي او شکایت کوي چې په ایران کې یې کوچني کوچني ماشومان پاتې دي، دوی د سړک پر سر نیول شوي او د افغانستان خاورې ته یې اړولي دي.

په اسلام قلعه کې افغان کمیسار او تر څنګ یې ناست د ګمرک ریس خلیق الله د معلوماتو له مخې افغاني مسولین د درې ډوله مهاجرینو سره مخ کېږي، یوه ډله هغه خلک دي چې په خپله خوښه له کورنیو سره له ایرانه ستنېږي، یوه ډله هغه کسان وي چې د ایران په سرحد کې د ایراني پوله ساتونکو عسکرو له خوا نیول کېږي او دوی ته تسلیمېږي دریمه ډله هغه کورنۍ دي چې ایراني مسولین یې په زوره له خپل هېواده وباسي او دوی ته یې تسلیموي. له بده مرغه له دې درېیو ګټګوریو مهاجرینو سره دلته هم لازمه مرسته نه کېږي. د یو ان ایچ سي ار له خوا یوازې یوه تشه کېږدۍ درول شوې چې راستانه شوي مهاجرین په کې یوه شېبه دمه وکړي او یا هم اوس د ژمي سړه شپه په کې په ناسته تېره کړي. هغه چې په سرحد کې نیول کېږي دهغوی حال خو دومره خراب وي چې نه د لارې کرایه لري او نه دشپې تېرولو ځای، زیاتره اړ کېږي چې د هرات په ښار کې خیرات ټول کړي او یا هم دهرات په کومه دښته کې له غربته ومري. په هرات کې د هرات د مهاجرینو دریس له قوله دوی لازمه بودیجه نه لري چې دې راستانه شویو کډوالو او یا انفرادي کسانو ته یوه مړۍ ډوډۍ یا اوبه ورکړي، نه د ټرانسپورټ سهولت ورته برابرولی شي او نه د سرپناه ځای ورکولی شي یوازې دومره کوي چې په همدې سړه کېږدۍ کې د یوې شپې تېرولو ځای ورکړي.

په خپلو جنازو پسې سرګردانه سپین ږیرو راته د راتګ په وخت په ژړا وویل چې د افغانستان دولت باید له هرې لارې چې کېږي ددوی د جسدونو د را پیدا کولو چاره وکړي، دوی دا ویره لري چې ایرانیان به یې د وژل شویو اولادونو جسدونه له هغه ځایه وباسي کوم ځای چې دوی ته د ایراني کلیوالو له خوا ښودل شوی او دوی یې ویډیویي تصویرونه اخیستي دي. ددوی په قول ایران هره شپه همداسې ځوانان په ګولیو سوري سوري کوي خو زیاتره ځوانان د افغانستان د لرې پرتو ولایتونو وي چې خلک یې د خپلو جنازو د لټون پیسې نه لري او ایران هم دې ته نه حاضرېږي چې جنازې یې ور وسپاري. له دې پرته یو شمېر هغه ځوانان چې د ایرانیانو له خوا اعدامېږي د هغوی جسدونه هم په اسانه نه سپارل کېږي.

د نړیوالو اړیکو د یو شمېر افغان کارپوهانو په وینا د نړۍ په یوه هېواد کې هم داسې پېښه نه ده لیدل شوې چې یو هېواد دې د خپل ګاونډي هېواد اتباع اعدام کړي او یا یې په ډزو ووژني او بیا دې یې جسدونه هم د هغو کورنیو ته نه سپاري، ددوی په وینا دغه کار له ګاونډیو سره زموږ د اړیکو په کمزوري دریځ او کمزوري ډیپلوماسۍ دلالت کوي.
په هرات کې د بهرنیو چارو د وزارت نماینده ګۍ راته وویل چې دوی تر خپلې وسې ددې ۱۳ تنو ځوانانو د جسدونو خبره له ایراني لوري سره مطرح کړې خو هغوی له دې کاره انکار کوي او د وژل شویو ځوانانو د کورنیو پر شواهدو سترګې پټوي. دوی هم لکه د هراتي کورنیو هیله لرله چې مرکزي حکومت دې ددغو پېښو په اړه له ایراني مسولینو سره خبرې اترې وکړي چې له یوې خوا دا جنازې ترلاسه شي او له بلې خوا د نورو افغانانو د بې ګناه وژلو مخه ونیول شي.