لیکوال: احمدرشید
ژباړن: شمسزی
منبع: Eurasia Insight  27/11/2006

له جګړه ییزو ستونزو ستړتیا اوس دپاکستان په پښتنو کې هم رېښې پیدا کوي، د پښتنو اوسنۍ غونډې په ټینګار سره په افغانستان او پاکستان کې د طالبانو د تاوتریخوالي د ختمولو په اړه خبرې وکړې، دوی په پاکستاني حکومت  غږ وکړ چې له سخت دریزو اسلامپالو سره خپلې مشهودې اړیکې پرې کړي.

په سلګونو سیاسي او قومي مشران او له افغانستان سره د سرحدي سیمو  پښتانه اوسېدونکي د امن د جرګې او یا شورا  په نامه  د پاکستان په سرحدي ښار پېښور کې د نومبر د میاشتې په شلمه نېټه سره راټول شوي وو. د جرګې برخوالو شکایت وکړ چې د پښتنو دودیز ارزښتونه د وینو سیند ته ورګوزارېږي  او دا هغه سیند دی  چې د طالبانو د تشنجونو له امله بهیږي چې   ۱۲ ملیونه پښتانه په افغانستان او ۴۰ ملیونه په پاکستان کې په همدې جنجال اخته دي.

د امن په دې جرګه کې ږیرکلي قومي مشران له لویو پګړیو سره، مذهبي مشران له اوږدو ببرو ږیرو او ځوانو سیاسي فعالو څېرو ټولو برخه اخیستې وه، په لومړي سر کې ډېرو برخوالو پښتون قوم ته ګواښ وکړ چې طالبان د زیاترو پښتنو له مرستې نه خوند اخلي خو دا باید وویل شي چې طالبان د پښتون قوم زیږنده نه دي بلکې د پاکستان د پوځ له خوا رامنځته شوې دي.
د پاکستان د عوامي نشنل ګوند مشر افندیار ولي د جرګې برخوالو ته وویل: پښتانه ټول په ګډه امن غواړي ځکه چې دا جګړه زموږ ځمکې سوزوي موږ باید دا اور مړ کړو.  موږ د جګړه مارو سخت دریزو او ملېشو  ترمنځ پرې شوي یو. د پښتنو د امن جرګه د عوامي نشنل ګوند د کوچنۍ ډیموکراته، سکولر او قومپاله  ډلې له خوا چې  په تېرو کلونو کې پر پاکستاني پوځي نظام د سختو انتقادونو له امله مشهوره ده تنظیم شوې وه او  د اسلامي سخت دریزۍ څپې هم د پښتون قوم د کمربند په دواړو پاکستاني او افغاني خواو خورې شوي.

په هر حال، د پاکستان عوامي نشنل ګوند او نورو دیموکراتو ګوندونو اوس  په ټولو پښتنو کې د طالبانو او یا هغې پدیدې  د ودې له ویرې نفوذ پیدا کړی چې د افغانستان په جګړو کې ښکیل دي او د ناټو او امریکايي ځواکونو له خوا په شا تمبول کېږي.

طالبان مسلط پښتانه دي او دوی د افغانستان په جنوب کې د ناټو له لسو زرو ځواکونو سره  د جګړې لپاره د پاکستان او افغانستان د سرحد پښتانه استخداموي. پاکستاني طالب مشرانو هم د پاکستان د غاړې په قومي ایجنسۍ  شمالي وزیرستان کې د اسلامي نظام اعلان کړی.

جرګې د طالبانو د ملاتړو خبرې هم واورېدې لکه مولانا فضل الرحمن چې د جمیعت علماء‌ اسلام سخت دریزه ډله رهبري کوي او اوسمهال د بلوچستان په دوو لویو سرحدي ولایتونو او شمال لویدیزه برخه کې مهم رول لري، فضل الرحمان پر ۱۹۹۴ کال د طالبانو په واکمن کېدلو کې مرسته وکړه او له هغه مهاله دده ډله طالب جنګیالیوته په پاکستان کې دایمي پټنځایونه برابروي.
فضل الرحمان وویل: طالبان په افغانستان کې د بهرنيو یرغلګرو ځواکونو پرضد په مقاومت کې تر ټولو وړاندې دي. ايتلافي ځواکونو دوی ته ملیشه او  ترهګر وایي دوی ته اوس د ځان د دفاع لپاره همدا یوه لاره پاتې ده چې وسله واخلي او وجنګیږي.
نورو محافظه کارو ویناوالو هم  په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې بهرني ځواکونو باید افغانستان پرېږدي، خو له بل پلوه بیا  د ډېرو نورو ویناوالو له خوا په شا وتمبول شول او په ځواب کې یې وویل شول چې طالبان د پښتني ارزښتونو، سولې او خبرو اترو لپاره ګواښ دي.

د جرګې یوه موخه دا هم وه چې وښيي ټول پښتانه تروریستان نه دي. د بلوچستان ولایت د منځلارې ډلې مشر محمودخان اچکزي وویل چې نړۍ موږ نه پوښتنه کوي چې تاسو یانې پښتانه څوک یاست؟  د نړۍ په ګوټ ګوټ کې موږ په ترهګرۍ تورن یو خو موږ ته خپلو میندو د زغم کولو نصیحت کړی، موږ له ټولې نړۍ نه غواړو چې زموږ ارزښتونو، کلتور او د خلکو عزت ته په درنه سترګه وګوري.
ده او نورو مشرانو په خپلو خبرو کې دا هم وویل چې په افغانستان کې امریکایي ځواکونه او پرویز مشرف کوښښ کولو چې پښتانه ولمسوي. محمود خان اچکزي همدا راز نیوکه وکړه چې مشرف موږ د هغو وحشیانو په توګه تشریح کوي  چې وینې تویوي او  ظالمان دي. پښتون قوم دیوې توطیې  قرباني کېږي او خلک باید پوی شي چې موږ ترهګر نه یو.

همدا راز د خیبر ایجنسۍ یو تن سیاسي مشر دریا خان اپریدي وویل چې په دې  سرحد کې کومه وینه تویېږي هغه پښتنه وینه ده، موږ به ترهګرو ته اجازه ورنه کړو چې زموږ خاوره ددې لپاره استعمال کړي.
زیاتره وخت په منازعاتو کې ښکېل خلک  کوښښ کوي چې د پښتنو   دودیزو ځایونه  حجره او جومات د خپلو موخو لپاره وټاکي، هدف یې دا وي چې په جومات کې مذهبي قوت او په حجره کې قومي سیاسي ملاتړ ترلاسه کړي، کله چې ملایان له طالبانو نه دفاع کوي نو وایي چې دوی د پښتنو دا دواړه دودیز ځایونه سره یو کړي دي. ځینې نور بیا په دې نظر دي که چېرې پښتانه غواړي دیو قوم په توګه ژوندي پاتې شي نو دا د ټولېدنې ځایونه باید یو او بل نه لرې وساتل شي. ډېرو ویناوالو د مشرف د دوه مخې پالیسۍ له امله غوسه څرګنده کړه چې دواړه مخونه یې د طالبانو ملاتړ کوي.
اڅکزي طالبان د ای اس ای ( د پاکستان استخباراتي ادارې) لکۍ وبلل. دده په څېر نورو هم له ډېرې مودې راهیسې سخت انتقادونه د پاکستان په امنیتي جوړښت درلود خو د طالبانو د مجازاتو له ویرې یې حال نه شو ویلای. دغه انتقادونه هغه مهال د لږ وخت لپاره له سینو بهر شول چې د برطانیې صدراعظم تونی بلیر د پاکستان جمهور ریس پرویز مشرف ته د ترهګرۍ پر ضد په جګړه کې د ښه رول لوبولو ټالۍ وغږوله.
ډېرو ویناوالو پاکستان وهڅاوه چې په افغانستان کې له مداخلې نه لاس واخلي. د پاکستان یوه پخواني دیپلومات او د بهرنیو چارو د وزارت پخواني سکرټر همایون خان وویل: دا چې  اسلام اباد غواړي افغانستان د پاکستان تر نفوذ لاندې راولي دا یې بده پالیسي خپل کړې ده، موږ باید افغانانو ته اجازه ورکړو چې خپل راتلونکی برخلیک په خپله وټاکي.
د بلوچستان د ولایتي شورا یو پښتون استازی بسم الله کاکړ وویل: افغانان د بهرنیو د مداخلو له لاسه  پرې نه ښودل شو چې په خپلواکه توګه خپل ځانونه اداره کړي، راځی په افغانستان کې سوله پياوړي کړو او ملاتړ یې وکړو نه  جنګ جګړې.

په جرګه کې ډېرو قومي مشرانو دعوه وکړه چې پاکستاني پوځ د ۲۰۰۷ کال لپاره د ډېرو نویو حملو په پلان کولو کې  له طالبانو سره مرسته وکړه او ددې حملو موخه داده چې له ناټو سره په جنوبي افغانستان کې مقاومت وشي تر څو د جمهور ریس حامد کرزي حکومت نسکور کړي. پښتنو قومي مشرانو وویل چې طالبان په ښکاره توګه اجازه لري چې د وسلو او مهماتو زیاته اندازه په سرحد پورې باسي. پسرلی او اوړی د طالبانو لپاره د جګړي دودیز وخت دی.

که څه هم دغه ادعاوې  په پېښور کې د دولتي چارواکو له خوا په سختۍ رد شوې، په پېښور کې یو لوړپوړي پوځي چارواکي وویل: دا د نه منلو وړ دي پاکستان د افغانستان په ثبات کې مرسته کوي.

نوټ: احمدرشید یو پاکستانی ژورنالیست  دی چې  د[طالبان] او [جګړه غوښتونکي اسلام اوبنیادګرایي په مرکزي اسیا کې] کتابونه یې لیکلي.