موږ خو په دې نیت نازول چې شي د کار وګړي
خدایه اوس کوم لوري ته لاړ شي دا وزګار وګړي
څو کاله کېږي بلا وړي ترې ګلالي سرونه
او لا په ځان هم خبر نه دي ددې ښار وګړي
په دې مرګونو کړاوونو مو خوا یخه نه شوه
لږ خو مې پرېږدی ظالمانو په کرار وګړي
د یار په مینه کې یې پړي په لیمو ښکلوي
داسې و‌طن دی دلته نه تښتي له دار وګړي
شرنګ د بنګړو مې له سندرو سره مل کړه ښکلیه
راویښوو به په ټپو او یکه زار وګړي
د مینې ښار کې موږ د کرکې لمبې چېرې ساتو
که رانه څنګ ته شي شمسزیه دا کفار وګړي.

۱۵-۲-۱۳۷۹ لغمان