لارې کوڅې چې د خپل چم ورته اغزي ونیسي
خود به دې ښاره څلور لارې لېوني ونیسي
په څه به ورکړو نظر ماتی د مالت ښکلو ته
خدایزده که بیا د کلي دښتې سپېلني ونیسي
ډکې غولانځې چې هوسۍ راوړي کبلیو ته بیا
خدایه غر شین کړې چې لمنې یې پورګي ونیسي
موږ نه پوهېږو چې دا څنګه او له کومې راځي
خو هر ماښام مو فضا ساندې او زګیروي ونیسي
سپرلی به هلته شي شمسزیه د خوښیو سپرلی
چې د جانان ټټر لونګ ځونډي ځونډي ونیسي.
۸/۲/۱۳۷۹ لغمان
26.11.2006
- janan
نظر مې ستا د اوربل سیوري ته پناه راوړله دې لېوني د اجل سیوري ته پناه راوړله له ژونده ستړی په هر ګام تر میکدې راغلمهساقي ما ستا د محفل سیوري ته پناه راوړلهیو څوک د ژوند پر لاره وړاندې لاړو بېرته راغیدې ستړي هم د منزل سیوري ته پناه راوړلهزیاتي به صبر کوم ځان ته به دعا کومهنور مې ددغه مورچل سیوري ته پناه راوړلهګودر کې نجونو ویل هغه لېونی شاعر شوهغه مین د غزل سیوري ته پناه راوړله....
26.11.2006
- janan
موږ خو په دې نیت نازول چې شي د کار وګړيخدایه اوس کوم لوري ته لاړ شي دا وزګار وګړيڅو کاله کېږي بلا وړي ترې ګلالي سرونهاو لا په ځان هم خبر نه دي ددې ښار وګړيپه دې مرګونو کړاوونو مو خوا یخه نه شوهلږ خو مې پرېږدی ظالمانو په کرار وګړيد یار په مینه کې یې پړي په لیمو ښکلويداسې وطن دی دلته نه تښتي له دار وګړيشرنګ د بنګړو مې له سندرو سره مل کړه ښکلیهراویښوو به په ټپو او یکه زار وګړيد مینې ښار کې موږ د کرکې لمبې چېرې ساتوکه رانه څنګ ته شي شمسزیه دا کفار...