نظر مې ستا د اوربل سیوري ته پناه راوړله
دې لېوني د اجل سیوري ته پناه راوړله
له ژونده ستړی په هر ګام تر میکدې راغلمه
ساقي ما ستا د محفل سیوري ته پناه راوړله
یو څوک د ژوند پر لاره وړاندې لاړو بېرته راغی
دې ستړي هم د منزل سیوري ته پناه راوړله
زیاتي به صبر کوم ځان ته به دعا کومه
نور مې ددغه مورچل سیوري ته پناه راوړله
ګودر کې نجونو ویل هغه لېونی شاعر شو
هغه مین د غزل سیوري ته پناه راوړله.