له لوړو غرو راپرېوځمه ښار ته هره ورځ
زړګی رسوم ستا د بڼو وار ته هره ورځ
مرګ پېژنم ددې وطن بېوزله شان مرغۍ یم
روزي پسې په منډه ورځم دار ته هره ورځ
راکاږي مې په خدای د زمانې مجبوریتونه
که نه زړه رانه تښتي چې ځم کار ته هره ورځ
په دې غواړي ماړه کړي جلوهلي هوسونه
څه خلک پورته ځي د غرونو ښکار ته هره ورځ
دمینې تش یو زیری دې پر شونډو را خور نه شو
دا څنګه ژبه جوړه کړې انکار ته هره ورځ